د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو سره د خبرو امکان او د دوی جوړښت

ټول افغان 28.06.2010 13:18

په امريکا کې د ستراتجيکو مطالعاتو یو مرکز چې (The Century Foundation) نومېږي د دولت د وسلوالو مخالفينو (طالبانو) په اړه یوه څېړنه خپره کړې ده چې په کې د طالبانو جوړښت او ورسره د مذاکراتو امکان څېړل شوي دي.

په څېړنه کې راغلي دي چې د طالبانو پوځي ځواک له ۶۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې دی خو په دوی کې هغه ولسي خلک نه دي شامل چې ورسره په پوځي عملياتو کې برخه نه اخلي او ورسره په بېلابېلو سيمو کې همکاري لري. په څېړنه کې راغلي دي چې طالبان خپل ځواک د ۱۰۰۰۰۰ (یولک) په شاوخوا کې ښيي.

په څېړنه کې د طالبانو او عموما د دولت د وسلوالو جوړښت روښانه شوی دی او د یو شمېر مشرانو تر مشرۍ لاندې د بېلابېلو ډلو رول یې روښانه کړی دی. همداراز په کې هڅه شوې ده چې د مخالفينو مالي سرچينې روښانه کړي او په کې راغلي دي چې طالبانو ته د کال ۲۵۰ مليونه ډالره مرستې وررسېږي چې ۱۰۰ مليونه له بهر او ۱۵۰ مليونه د هېواد له دننه ورسره کېږي. دا په دې مانا چې طالبان د افغان حکومت د بوديجې ۳۰٪ په اندازه بوديجه لري.

په څېړنه کې د پاکستاني او افغاني طالبانو ترمنځ او د پاکستان د استخباراتو سره د دوی د اړيکو په اړه هم ليکل شوي دي. د څېړنې جالبه برخه له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته بېرته د طالبانو خپرېدل او بېرته د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت پيلول دي چې ښيي دوی اوس د افغانستان په ټولو زونونو کې خلک لري او فعاليت کوي. د طالبانو په قضايي او حکومتداري سيستم هم په کې رڼا اچول شوې ده او وايي چې په ځینو سيمو کې طالبانو روغتيايي او زده کړيز خدمتونه هم وړاندې کړي دي.

په څېړنه کې وړاندوينه شوې ده چې د طالبانو سره د ممکنه مذاکراتو په صورت کې به دوی یواځې د بهرنيانو په ويستلو او د دوی مقاومت په رسميت پېژندلو بسنه ونه کړي او غوښتنې به یې تر دې زياتې وي. په غوښتنو کې به یې په اساسي قانون کې بدلونونه، د واک ويش، او په امنيتي ځواکونو (استخبارات، ملي اردو، او پوليسو) کې د دوی د جنګياليو او نورو عناصرو شامل وي.

څېړنه وايي چې ولسمشر کرزی چمتو دی طالبانو ته په واک کې برخه ورکړي خو طالبانو د امنيتي ځواکونو له غبرګون څخه - چې د دوی له سرسختو دښمنانو څخه ډکې دي - په وېره کې دي. له همدې امله به طالبان دې ځواکونو ته وسلې تسليم نه کړي او پر ځای به دا غوره وبولي چې خپلې وسلې په یوه بڼه له ځانه سره وساتي.

د طالبانو په غوښتنه کې امکان لري د مالي مرستې پيکيچ هم شامل وي ځکه چې دوی به د عايداتو ډېرې سرچينې له لاسه ورکوي او غواړي به چې له سولې یې يې ټول غورځنګ ګټه واخلي. طالبان به اشخاصو ته د مالي مرستو ورکولو پرځای ټول غورځنګ سره د مرستې کول غوره وبولي.

څېړنه وړاندوينه کوي چې طالبان به غوره ونه بولي چې ډلې یې ځانته ځانته دولت سره خبرې وکړي لکه کوښښ به کوي چې ټول یو لاس مذاکرات وکړي.

ټوله څېړنه په لاندې پته لوستلای شئ:

په انګليسي ټوله څېړنه دلته ولولئ.