د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر كرزي له سراج الدين حقاني سره ليدلي

ټول افغان 28.06.2010 11:03

د الجزېرې انګليسي تلويزيون وايي چې باوري سرچینو خبر ورکړی چې ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ په کابل کې د دولت د یوې وسلوالې مخالفې ډلې مشر سراج الدين حقاني سره په کابل کې ناسته کړې ده او د سولې په اړوند یې سره خبرې کړي دي. الجزيره وايي چې د پاکستان د مخابراتو او پوځ مشران د حقاني سره یو ځای کابل ته تللي وو. کابل او اسلام اباد د دې خبرې پخلی نه دی کړی. خو د امريکا د استخباراتو مشر ليون پانيتا بيا وايي چې دوی خبر دي چې پاکستان کوښښ کوي د افغان دولت او حقاني ډلې ترمنځ سوله وکړي.

که دا کتنه رښتيا وي نو د حقاني ډله دويمه ډله ده چې افغان دولت ورسره مخامخ خبرې کوي. تر دې دمخه یې د ګلبدين حکمتيار د ډلې له استازو سره هم کرزي څو ځل د ګل خانې په ماڼۍ کې کتل کړي وو چې په کې حزب اسلامي دولت ته د سولې ۱۵ فقره ای طرحه وړاندې کړې وه.

د الجزيرې رپوټ کاږي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق کياني او د استخباراتو مشر جنرال شجاع پاشا د حقاني سره مل کابل ته تللي وو. تمه ده چې دواړه جنرالان نن ( دوشنبه)د درېم ځل لپاره کابل ته ولاړ شي او له ولسمشر کرزي سره وګوري.

الجزيره وايي امکان لري همدا لامل وي چې امرالله صالح او حنیف اتمر د افغان استخباراتو او کورنيو چارو له وزارتونو ګوښه کړای شوي وي چې د سولې خبرو ته لاره اواره شي. امرالله صالح او ورسره د عبدالله عبدالله په شمول د نظار شورا د دولت د مخالفينو سره د خبرو مخالف دي په داسې حال کې ولسمشر کرزی غواړي د مخالفينو سره خبرې وکړي او د مخالفينو سره لانجې ته سولييز حل ومومي.

د نظار شورا - چې یوه کوچنۍ ټلواله ده او تل په لانجو کې خپله ګټه ويني - په وېره کې ده چې كه چېرته د دولت مخالفينو سره سوله وشي نو په کابل کې به یې واک او ځواک کم شي او بيا به ورته هومره اړتيا نه پېښېږي لکه اوس چې ورته څومره نړيواله ټولنه اړتيا لري. د نظار شورا چې له تاسيس څخه تر اوسه تل په کورنيو شخړو اخته ده او اوس یې د افغانستان په استخباراتو، اردو، او پوليسي ځواک منګولې لګولي وېره لري چې د يو پراخ بنسټه رژيم په جوړېدو - چې د دولت وسلوال مخالفين به هم په کې شامل وي - د دوي ديکتاتوري او فاشيزم پای ومومي چې په پايله کې به د دوي پوځي او اقتصادي ګټې له خطر سره مخامخ شي.

خو ولسمشر کرزی پوهېږي چې په داسې حال کې بهرني ځواکونه د راتلونکې کال د جولای په مياشت کې له افغانستان څخه د وتلو د پيلولو هوډ لري، مخالفينو سره له خبرو پرته افغانستان نجات نشي موندلی.

له بله پلوه د دې مياشتې په سر کې یو کنفرانس په کابل کې ويلي و چې لوی درستيز بسم الله خان - چې د نظار د شورا قوماندان دی - د بهرنيانو د وتلو په صورت کې د کودتا پلان لري او په همدې موخه یې د ملي اردو په ۷۰٪ دندو د نظار شورا هلکان ګمارلي دي. نړيوال وېره لري چې دا ډول کودتا به یو ځل بيا کورنۍ جګړه پيل کړي.

د حقاني سره د ولسمشر کرزي ليدل د سولې د بهير لپاره یو مهم ګام دی او روښانه کوي چې ولسمشر کرزی یو زړور ولسمشر دی چې خپلو سرسختو مخالفينو سره هم خبرو ته تيار دی. د ولسمشر کرزي دا ګام په دې دلالت کوي چې ولسمشر کرزی واقعيت ليدونکی سياستوال دی او د نظار شورا له خيالي او جګړيز سياست څخه د وتلو کوښښ کوي.

د نظار شورا او همغږي یې وايي چې د حقاني شبکه د القاعده سره تړاو لري او ځکه بايد خبرې ورسره ونشي.  خو دا ډول متعصبې کړۍ دا هېره کړې ده چې د سولې خبرې د مخالفينو سره کېږي، له همغږو خواوو سره نه کېږي. که د حقاني شبکې او يا نورو طالبانو سره خبرې ونه شي نو هيڅکله به دوی له القاعدې جلا نه شي او نه به د سولې پروسه پيل کړي.

د حکمتيار او حقاني په شمول د طالبانو سره خبرې د ولسمشر کرزي زړور ګام دی او د وسلوال مخالفت د پای ته رسولو ښه لاره ده . که ولسمشر کرزی دا ډول کتنو او حل لټولو ته دوام ورکړي او متعصبو جګړه مارانو ملګرو ته تسليم نه شي نو زر به د مخالفينو سره حل ومومي او هېواد به ارامه کړي.

د سولې پروسې سره دوه ډوله خلک مخالفت کوي: متعصب جګړه مار او خود غرضه کسان چې په جګړه کې یې سوداګري توده ده، او بل هغه ناپوهان چې اته کاله یې له بهره وارد کړي تيوريانو ته ډنډورې ووهلې او اوس هم د افغانستان په واقعيتونو خبر نه دي. په لومړۍ ډله کې شورا نظار او په وروستۍ ډله کې په غربي او افغاني رسنيو کې د دوی انډيوالان مخکښان دي. دواړو ډلو اته کاله افغانستان او نړيواله ټولنه په اور کې ودرولې ده او اوس وخت راغلی چې خبرو ته یې ارزښت ورنکړل شي.