د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د WCL د لومړي ډويژڼ د ګټلو استعداد لري

هلال - مومند 27.06.2010 11:36

د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د لوبو په موخه نن هالينډ ته رسي. دوره ورځې وروسته (د سه شنبې په ورځ) د سکاټلينډ سره تمريني لوبه لري او ورپسې بيا د سيالۍ په لومړي پړاو کې پنځه لوبې لري. له هغې دمخه یوه ورځ لري چې د هالينډ له هوا سره ځانونه اشنا کړي. تر دې دمخه هم ملي لوبډله هالينډ ته تللې ده او د لوبغالو سره یې ډېری لوبغاړي اشنا دي.

افغانستان دې لوبو ته په داسې حال کې ځي چې په جلال اباد کې یې په ډېره ګرمۍ کې اته ورځې تمرين کړی دی. د تمرين په مهال چې کله ټول افغان ملي لوبډله وليدله ډېره هوډمنه ښکارېده او سيالۍ ته یې ډېر په جذبه لوبه کوله.

سره د دې چې د کرکټ د نړيوالې شورا لومړی ډوېژن سخته سيالي ده او د کاناډا، ايرلينډ، کينيا، او هالينډ غوندې هېوادونه چې د ۲۰۱۱ ز کال نړيوال جام ته بريالي شوي دي په دې لوبو کې برخه اخلي. ، خو د افغانستان لومړي ځل نه دی چې په دې سيالۍ کې برخه اخلي، مخکې یې په کې برخه اخيستې ده او پنځم مقام یې په کې لاس ته راوړی و. افغانستان د سکاټلينډ په شمول دې هېوادونو سره لوبې کړي دي. کله یې ګټلې او کله یې ترې ګټلې ده. په دې سيالۍ کې هم هرڅه امکان لري خو تر بل هروخت افغان لوبډله پياوړې او له تجربې برخمنه ده چې په دې سيالۍ کې د افغانستان د برياليتوپ چانس زياتوي. هممداراز افغانستان په دې سيالۍ کې د شل اورونو د نړيوال جام تجربه له ځانه سره لري او کولای شي ترې ګټه پورته کړي.

افغانستان د هالينډ سيالۍ ته شپږ تېز توپ اچونکي لري: حميد حسن، ميرويس اشرف، شاهپور ځدارڼ، دولت احمدزی، خالقداد نوري او افتاب عالم. د حميد حسن، شاهپور ځدراڼ او ميرويس اشرف تجربه په دې سيالۍ کې ډېره اړينه ده. په دې سيالۍ کې نورې لوبډلې د دوی د سويې ډېر کم لوبغاړي لري چې د افغانستان د ځواکمنۍ نښه ده. د دې ترڅنګ افغانستان څلور سپنران توپ اچونکي لري. سميع الله شينواری، محمد نبي، کريم خان صادق، او کپتان نوروز منګل. سميع الله شينواری او محمد نبي د افغانستان د پياوړتيا مهمه برخه جوړوي او سپن توپ اچونه تر ډېره په دوی تکيه کوي.

په توپ وهنه کې افغانستان اصغر ستانکزی،  شهزاد محمدي، نور علي، محمد نبي، کريم خان صادق، شبير نوري، ميرويس اشرف، سميع الله شينواری، نوروز منګل او جاويد احمدي لري. د افغانستان توپ وهنه به په پيل کې په کريم خان صادق او نور علي پورې اړه لري. دواړه که په حوصله لوبه وکړي او د لرې ګوذارونو پر ځای په یوه یوه منډه بسيا وکړي او د افغانستان د پيل ويکټه تر ډېره وساتي، شهزاد او اصغر ستانکزي ته به فرصت ورکړي چې لرې ګوذارونه ووهي او د افغانستان منډې د لوبې په منځ کې لوړې کړي. نوروز منګل او محمد نبي به بيا فرصت ولري چې د لوبې له پايه مخکې وځلېږي. د ميرويس اشرف او شبير نوري په اړه بايد فکر وشي چې له استعداد څخه یې د توپ وهنې په کومه برخه کې ګټه واخيستل شي. شبير نوري ته ځکه د ځلېدو ښه فرصت دی چې دا لوبې پنخوس اوريزه دي او د ده حوصله په کې ګټوره ثابتېدی شي.

تېره یوه نيمه مياشت افغان لوبغاړو او کرکټ بورډ په لانجو ضايع کړه او د توپ وهنې د روزونکي په ټاکلو کې یې سستي وکړه. زه ويرېږم چې افغان توپ وهونکو به د شل اوريز نړيوال جام خاميانې له منځه وړي وي او که نه! هماغه خاميانې به د لومړي ډويژن هېوادونو هم نوټ کړي وي او که افغان توپ وهونکو ته لنډکي او ټپکي توپونه واچوي نو د حيرانتيا خبره به نه وي.

لنډيز دا چې افغان لوبډله په لومړي ډوېژن کې پياوړې لوبډله لري او د دې سيالۍ د ګټلو استعداد لري که يو څو ټکي ته پام وکړي:

۱. د لوبډلې یووالی او د کرکټ بورډ سره تېرې شوې لانجې شاته اچول. د افغان کرکټ بورډ اداري چارواکي به هم په هالينډ کې شتون لري. د لوبغاړو او د دوی ترمنځ وړه خبره هم کولای شي ټوله سيالي د افغانستان له لاسه وباسي. دواړه خواوې بايد له هر ډول تاوتريخوالي او رسنيو ته له پارونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي او یو بل ته احترام او درناوی وښيي. په تېرو دوه مياشتو کې د دواړو خواوو ترمنځ داسې خبرې شوي دي چې که چېرته په هالينډ کې تکرار شي نو بې له کومه شکه به افغان لوبډله په ارامه ذهن او لوړ مورال لوبه ونه شي کړای.

۲. ښه پلان چې تر ډېره روزونکي کبيرخان او نوروز منګل پورې اړه لري. د مخالفو لوبډلو ښه مطالعه کول د پلان لپاره اړين دي.  ټولو مخالفو پنځه لوبډلو له ځانه سره نوي لوبغاړي راوستي دي چې مطالعه کول یې اړين دي. د توپ اچونکو په مناسب وخت کې راميدان ته کول د کپتان نوروز پورې اړه لري او تمه ده چې د شل اوريز نړيوال جام څخه به یې په دې اړه ډېر څه زده کړي وي.

۳. لنډکي (شورټ بال) او ټپکي (باونسر) سره بايد احتياط وشي ځکه د افغان توپ وهونکو خامي ده. پنځوس اوريزه لوبه له شل اوريزو هغو توپير لري. په پنځوس اوريزه لوبه کې لوبډله ډېر توپونه لري او کولای شي د مخالفو لوبډلو د توپ اچونکو غلطيانو ته انتظار وکړي او منډې پرې جوړې کړي. د هر توپ اچونکي احترام وکړي. له ښه توپ یې ويکټه وساتي او خراب توپ یې وځپي.

۴. افغان لوبډله په هالينډ کې ۱۵ لوبغاړي لري او په هره لوبه کې به بهتره ۱۱ لوبوي. د لوبغاړي تجربې او استعداد ته بايد فکر وشي چې کوم لوبغاړی کولای شي مخالفه لوبډله خفه کړي. هغه لوبغاړي بايد ولوبول شي چې لوبې ګټي، بل هر ډول ټکی (او د چا خوښي او خپګان) بايد ارزښت ونه لري.

د یو بل تاريخي بري په هيله