د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميليبنډ جنرال پيټرويس سولييز حل ته هڅولی

ټول افغان 27.06.2010 10:42

د برتانيه د بهرنيو چارو پخواني وزير ډيويډ ميليبنډ – چې د کارګر ګوند مشرۍ ته کانديد دی – په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نوي مشر جنرال ډيويډ پيټرويس ته په یو سرخلاصي ليک کې ويلي دي چې د جګړې د پای ته رسولو  دې یو شمېر ګامونه واخلي چې د دولت مخالفينو سره په کې خبرې هم شاملې دي.

پخواني وزير ډيويډ ميلبنډ موده مخکې هم په افغانستان کې د سولې راوستو په اړه یوه ليکنه کړې وه چې نوم یې وو: ((په افغانستان کې جګړه څنګه پای ته ورسوو)) او په کې یې ويلي و چې د افغانستان د ستونزې حل په جګړه کې نه بلکه په سياسي حل کې دی.

د ميليبنډ مخکېنۍ ليکنه ټول افغان.کام په انګليسي او پښتو بڼه خپره کړې ده. دلته یې ولولئ.

ميلبنډ له د امريکايي ځواکونو له نوي مشرتابه څخه غوښتي دي چې د دولت ځينو مخالفينو سره خبرې پيل کړي. نوموړي وايي چې ځينې په دې لټه کې دي چې د مذاکراتو لپاره مناسب وخت پيدا کړي په داسې حال چې دا [پروسه] پيل شوې ده او هره ورځ د خلکو په ذهنونو کې بڼه خپلوي او بدلوي.

ميلبنډ له پيټرويس څخه غوښتي دي چې بايد قبيلې (پښتانه یې مطلب دی) او سيمه ييز ځواکونه په پروسه کې ننباسو او القاعده وباسو.  ميلبنډ په ليک کې پيټرويس ته ليکلي دي چې که چېرته د جګړې پرځای سياسي حل وموندل شي نو ټولې خواوې په د افغانستان په ابادولو کې برخه واخلي او بهرني ځواکونه به د جګړې پر ځای وکړای شي د ملاتړي او روزونکي رول ولوبوي.

ميلبنډ په ليک کې پيټرويس ته ويلي دي چې د افغانستان ستونزه ملي او سيمه ييز اړخونه لري. د افغانستان په ملي کچه یې څلور ګامونه اخيستل اړين بللي دي:

۱. ناراضه په واک کې شريکول. ميلبنډ په پخوانۍ ليکنه کې ويلي و چې ميليبنډ منلې ده چې د بون په پروسه کې پښتانه له واکه بې برخې کړای شول او څومره چې لازمه وه هغومره واک ورنکړل شو چې وروسته د ستونزو لامل وګرځېد. ميلبينډ افغان پوځ ((له پښتنو پرته ملي اردو)) بللی واو ويلي يې و چا دا کار د پاکستان تشويش هم راپارولی دی ځکه دا ډول اردو د هندوستان په ګټه ده.

۲. ميلبنډ سيمه ييز ارګانوو لکه ولسواليو او شوراګانو ته نور واک ورکول.

۳. ملي شورا ته بايد نور واک ورکړل شي.

۴. اداري فساد بايد له منځه یووړل شي.

په سيمه ييزه کچه ميلبنډ په دې باور دی چې د افغانستان ګاونډيان بايد دوه واقعيتونه ومني:

۱.افغانستان بايد د ګاونډيانو لخوا بيا ونه نيول شي او بيا د یو استراتيجيکې هستې په ډول د یو بل په ضد ونه کارول شي. په مخکينۍ ليکنه کې ميلبنډ ليکلي و چې ګاونډيان باید د افغانستان خپلواکي ومني او درناوی یې وکړي.

۲. په افغانستان کې بد وضعيت د ټولو ګاونډيانو په زيان دی.

جنرال پيټرويس ته د مليبنډ بشپړ ليک دلته په انګليسي لوستلای شئ.