د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وخت سره زر دى

انبيا ژمن 26.06.2010 18:36

وخت سره زر دی
په شخصي او مسلکي ژوند کې د وخت له مدیریت څخه استفاده

لیکوال: ټرېسي براین
ژباړن: انبیا ژمن

لومړۍ برخه: له ډېر کار او لږ وخت سره مقابله

ډېر کار او لږ وخت:
په ننۍ نړۍ کې د ربړېدنې معمولي عامل د ډېر کار او لږ وخت لرل دي. په رښتينې توګه ویلای شو چې تر ټولو ستره هغه مسئله چې نن ورسره مخ یو، «د وخت بېوزلي» ده. د ځینو محدودیتونو لکه د بودجې کموالی، د کارکوونکو کموالی، د سازمان د وړولو او سیالیزو فشارونو په سبب وګړي د ډېرو مسؤولیتونو منلو ته اړ ایستل کېږي؛ هغه مسؤولیتونه چې د سازمان د عادي کړنو او یا د ادارې د یوې برخې لپاره اړین دي.

تخصص ترلاسه کړﺉ:
د ستونزې د حل لاره دا ده چې د وخت د مدیریت په غولي کې وړتیا تر لاسه کړﺉ. د وخت په مدیریت کې بل هېڅ څیز د پوهې او تجربې له ترلاسه کولو تاسو ته ډېر ارزښت نه لري.

په خلاص ذهن سره نوي آندونه وڅېړﺉ:
تر ټولو ناپوهه مدیر هغه څوک دی چې فکر کوي د وخت مدیریت د زده کولو لپاره وخت نه لري، یا له دې نه هم ډېر بد، په داسې حال کې چې په کار کې ډوب دی داسې فکر وکړي چې د دې موضوع په اړه په ټولو اړینو څیزونو باندې پوه دی.

هېڅکله زده کړه مه دروﺉ:
واقعیت داسې دی چې که آن په خپل ټول کاري ژوند کې د وخت د مدیریت زده کړې وکړﺉ، هېڅکله به ونشئ کولی چې خپلو ډېری غوښتنو ته د لاسرسي لپاره بشپړې زده کړې ترلاسه کړﺉ. دا یعنې تل کېدی شي د وخت په مدیریت کې پرمختګ وکړو ځکه دا لاره پای نه لري.

د وخت د مدیریت راز:
د وخت په مدیریت کې د بریالیتوب راز عبارت دی له:
1. په کارونو کې د لومړیتوب ټاکل
2. د یوه ټاکلي وخت لپاره په یوه فعالیت باندې بشپړ تمرکز
څرنګه چې هېڅکله د ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره کافي وخت شتون نه لري، باید تل کارونه د لومړیتوب له مخې وټاکل شي.
کېدی شي تر ټولو غوره کار دا وي چې تل له خپل ځان څخه دا پوښتنه وکړﺉ: «همدا شېبه تر ټولو غوره استفاده چې کولی شم له وخت څخه یې وکړم څه ده؟» دا پوښتنه له هرې بلې پوښتنې څخه ډېر کولی شي تاسو ته ګړۍ په ګړۍ لارښوونه وکړي.

لومړی ارزښتناک کارونه پیل کړﺉ:
زموږ ټولو طبیعي میلان دې ته دی چې خپله هڅه په کوچنیو کارونو کې وکاروو او د دې لمسون په مقابل کې چې لومړی واړه کارونه بشپړ کړو تسلیمېږوځکه د کوچنیو کارونو ترسره کول آسانه او ډېری یې تفرېح ده. خو سبب کېږي چې د ارزښتناکه کارونو ترسره کول وځنډېږي او په پایله کې په ربړ اخته شو.

پرېکړه وکړﺉ:
هر څوک چې تل خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي له هر لوري د موکو دروازې د خپل ځان لپاره پرانېزي. داسې وګړي په ښو حقوقو سره ګمارل کېږي، لوړتیا ترلاسه کوي او هغوى ته ډېر مسؤولیتونه سپارل کېږي ځکه چې د دې ډول وګړو شمېر ډېر لږ دی.
همدا نن پرېکړه وکړﺉ چې د مدیریت په غولي کې یو له تر ټولو غوره وګړو څخه و اوسئ او له لارې یې خپل شخصي او مسلکي ژوند د پرمختګ او پراختیا په مسیر کې واچوﺉ.
همدا دلیل دی چې فرانکلېن وایي: «که له ژوند سره مینه لرﺉ، وخت له لاسه مه ورکوﺉ ځکه چې وخت د ژوند بنسټ دی.»

له خپلې تر ټولو اررښتناکه پانګې څخه استفاده وکړﺉ:
ستاسو تر ټولو ستره او یواځینۍ پانګه ستاسو وخت او په بل عبارت ژوند دی. که زیات وخت ولرﺉ تقریباً د هر کار ترسره کول شوني دي. ولې که په هر دلیل، وخت ودرېږي، ټول امکانات به له منځه لاړ شي.
لومړۍ ملکه الیزابت، د انګلستان ملکه، د نړۍ یوه له تر ټولو شتمنو مېرمنو څخه وه او د هېواد نیمه برخه په هغې پورې تړلې وه. کله چې د مړینې په پالنګ کې پرته وه، خپل ډاکټر ته یې مخ واړاوه او ویې ویل: «د څو دقیقو ډېر وخت لپاره حاضره یم خپله ټوله شتمني ورکړم.»

همدا اوس پیل وکړﺉ:
زموږ په ټول عمر کې د هرې ارزښتناکه دقیقې د قدر پېژندلو لپاره وړ وخت همدا اوس دی، نه وروسته چې دقیقې له لاسه ورکړو.

عملي تمرین:
1. تل له خپل ځان څخه پوښتنه وکړﺉ: «آیا هغه کار چې همدا اوس یې ترسره کوم غوره کار دی چې کولی شم په دې شېبه کې یې ترسره کړم؟» که ځواب منفي دی، سملاسي هغه کار چې اوس یې ترسره کوﺉ ودروﺉ او داسې کار ترسره کړﺉ چې په هغه شېبه کې له وخت څخه تر ټولو غوره استفاده وي.
2. هره ورځ د کار له پیل څخه مخکې خپلې کړنې د لومړیتوب له مخې وټاکئ. وروسته خپل ځان ته دنده وسپارﺉ چې تر ټولو ارزښناکه یوه یې پیل او تر بشپړ ترسره کېدو پورې یې کار ته دوام ورکړﺉ. په دې ترتیب سره ستاسو ربړ(فشار) په ډېره کچه کمېږي.

دويمه برخه: د اوږدمحاله بریالیتوب کلي

د بریالي وګړو د پرمختګ دلیل:
له سل څخه ډېر کاله کېږي چې د بریالي وګړو په هکله ژورې څېړنې ترسره کېږي. له دې وګړو سره ډېرې مرکې شوې تر څو مالومه شي چې څه ډول فکري تګلاره لري او څه کوي چې له معمولي وګړو څخه په دې کچه ډېر بریالي دي.
په دې برخه کې د بریالیتوب له تر ټولو مهم فکټور (عامل) سره آشنا کېږﺉ او زده کوﺉ چې څنګه کولی شئ دا ځانګړتیا په خپل ځان کې رامنځ ته کړﺉ تر څو د خپل ځان لپاره له بریاوو ډکه راتلونکې تضمین کړﺉ.

د هاروارډ پوهنتون موندنه (کشف):
په کال ۱۹۷۰ کې ډاکټراېډوارډ بن فېلډ له هاروارډ پوهنتون څخه د «ناپاک ښار» په نامه یو کتاب چاپ کړ. په دې کتاب کې لیکونکی یوه له تر ټولو ژورو څېړنو څخه معرفي کوي چې د بریالیتوب او لومړیتوب له مخې د ټاکنې په اړه ترسره شوې ده. د بن فېلډ موخه دا وه چې وویني څنګه ځینې وګړي د خپل کاري ژوند په اوږدو کې مالي خپلواکۍ ته رسېږي. هغه د کار په پیل کې ډاډمن و چې د دې پوښتنې ځواب په ځینو عواملو لکه کورني حالت، د زده کړو کچه، د هوښ کچه، له نفوذ لرونکو وګړو سره د اړیکو په درلودلو او ځینې نورو ملموسو عواملو کې پیدا کېږي. ولې هغه څه چې ویې موندل دا وو چې بریالیتوب په واقعیت کې د یوه ځانګړي «فکر او لیدلوري د تګلارې» پایله ده. دلته د دې فکر د تګلارې ټولیز چوکاټ معرفي کوو.

اوږد محاله لید ولرﺉ:
بن فېلډ د فکر دا تګلاره د «اوږدمحاله لید» په نامه یاد کړه. هغه دې پایلې ته ورسېد چې تر ټولو بریالي وګړي او هغه کسان چې د مالي خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ډېر چانس لري تل په حال زمان کې له خپلې هرې پرېکړې سره راتلونکې هم په پام کې نیسي. همدا رنګه د هغه پام شو چې دا وګړي که د خپلې پلان جوړونې لپاره هر څومره لرې راتلونکې په نظر کې ولري، د بریالیتوب احتمال یې زیاتېږي.
د بېلګې په ډول، د دې دلیل چې یو ډاکټر د ټولنې له تر ټولو د قدر وړ وګړو څخه دی دا دی چې هغه په زده کړو او سختو کارونو باندې ډېر کلونه دې درجې ته د رسېدو په اوږدو کې لګولي دي. معمولاً وروسته له بشپړو او عملي زده کړو ډاکټران ۳۰ کلنۍ ته رسېږي تر څو وکولی شي خپل لګښتونه تأمین کړي. خو له هغې وروسته به دوی د ټولنې تر ټولو ډېر د قدر وړ او بریالي وګړي وي. هغوی اوږد محاله لید لري.

د پرېکړو ځواکمنه اغېزه:
له بریالیتوب څخه یوه ډکه د لومړیتوب له مخې ټاکنه یواځې په اوږد محاله لید سره ترلاسه کېږي. د حال زمان پرېکړې ته د ارزښت ټاکلو لپاره باید په راتلونکې کې د هغې ځواکمنه اغېزه وڅېړﺉ. د بېلګې په ډول، که د کار له ترسره کولو وروسته کور ته لاړ شئ د ټلویزیون د کتلو یا ورځپاڼې د لوستلو په ځای خپل وخت له خپلو ماشومانو سره تېر کړﺉ، اوږدمحاله لید لرﺉ ځکه پوهېږﺉ چې یواځې وخت د کورنۍ او وګړو د خوښۍ او روغتیا لپاره ارزښت لري او لوړ لومړیتوب ګڼل کېږي. هغه اغېزې چې له کورنۍ سره د وخت لګول یې په راتلونکې باندې اچوي، ډېرې ارزښتناکې دي. که له کار څخه وروسته په شرکت کې په یوه داسې ښوونیز پروګرام کې نوم لیکنه وکړﺉ چې وړتیاوې مو ډېرې کړي او د شرکت لپاره مو ډېر ارزښت پیدا کړي، تاسو هم اوږدمحاله لید لرﺉ. د ګټور او عملي څیز زده کول کولی شي ستاسو په راتلونکې باندې اوږدمحاله اغېزه ولري.

له سملاسي چړچو څخه سترګې پټې کړﺉ:
اقتصاد پوهان وایي: «د مالي او شخصي ماتو اصلي سبب د خپل ټول عاید لګولو او آسانه او له چړچو څخه ډکو کارونو ته په طبیعي توګه د وګړو د لید لرل دي. له بلې خواه د غوره کارونو ترسره کول که څه هم کېدى شي چې ستونزمن وي، د نفس د عزت او خوښۍ لپاره لوی واټ ګڼل کېږي.» هغه څه ته چې «راتلونکې» وایو ډېر ژر په حال زمان بدلېږي او هرې قربانۍ ته چې نن غاړه کېږدﺉ هغه له خپلې ګډې ګټې سره ستاسو د روښانه راتلونکې په تمه ده.

عملي تمرین:
1. اوږدمحاله فکر وکړﺉ او د خپل ژوند د لس یا شلو راتلونکو کلونو حالت ولیکئ. همدا کار تاسو ته یو اوږدمحاله لید درکوي.
2. د هراوږد محاله کار اغېزې چې ترسره کوﺉ یې و ارزوئ. هغه کارونه چې ډېر اوږدمحاله ارزښت لري ډېر یې ترسره کړﺉ.
3. د ځان عادت وګرځوﺉ چې له سملاسي چړچو او وړو لګښتونو څخه سترګې پټې کړﺉ تر څو په راتلونکي کې ډېرو خوښیو او پایلو ته ورسېږﺉ.

دریمه برخه: روښانه او واقعي ارزښتونه

په پلان جوړونه نیوکه:
له هغو خبرو اترو څخه چې د کلونو په اوږدو کې مې له سلګونو بریالیو پلورونکو سره لرلې، دې پایلې ته ورسېدم چې هغوی ټول په یوه څیز کې ګډ دي او هغه د ځان او راتلونکې لپاره پلان جوړونه ده. ځینې د هغوی د وګړیزو موخو ټاکنې او پلان جوړونې د جریان په پیل کې د دې کار د اړتیا په اړه مشکوک وو ولې د کار په جریان کې هغوی ټولو په دې باور پیدا کړی چې د بریالیتوب لپاره د موخو ټاکل او د راتلونکې لپاره پلان جوړونه ډېر ګټوراو اغېزناک دي.
دا ټول بریالي وګړي د موخې ټاکنې او شخصي پلان جوړونې د نه منلو وړ له ځواک څخه ډېر هېښنده شوي دي. هغوی ټول له هغه څخه ډېر چې دوی یې فکر کولو لوړو موخو ته ورسېدل او هغه د خپل کار او ژوند د هر اړخیزې څېړنې او موخو ته د رسېدو لپاره د یوې بشپړې او روښانه پلان جوړونې پایله بولي.

د نېکمرغۍ تعریف:
نېکمرغي کولی شو په لاندې توګه تعریف کړو: «یوې ارزښتمنې موخې ته په تدریجي ډول رسېدل.» کله چې تاسو د یوې ارزښتمنې موخې په لورپه تدریجي ډول او ګام په ګام پرمختګ کوﺉ، د بریالیتوب او نېکمرغۍ احساس پیدا کوﺉ او داسې انګېرﺉ چې د خپل ژوند د کنټرول لپاره ډېره انرژي او انګېزه لرﺉ او دا سبب کېږي چې د خوښۍ ډېر احساس وکړﺉ او ډېر ژر خپلو ارزښتناکه موخو ته د رسېدو په لار کې له خنډونو او ستونزو څخه د تېرېدو لپاره اړین رواني ځواک او وړتیا ترلاسه کړئ.

خپل ارزښتونه ځانګړي کړﺉ:
د شخصي پلان جوړونې بنسټ ستاسو باور او ارزښتونه دي. دا ارزښتونه د یوه انسان په سرلیک ستاسو د وجود زڼه تشکیلوي، ستاسو د باور اصلي غولی ګڼل کېږي او ستاسو د شخصیت د پيوستون موجب کېږي. ستاسو وجود ستاسو په صفتونو کې ځلا پیدا کوي.
ستاسو ارزښتونه، صفات او باور د داسې چورلیخ (محور) په شان دي چې د ژوند څرخ مو د هغه په شاه او خواه تاوېږي. په ژوند کې ټول پرمختګونه د واقعي ارزښتونو په پېژندلو او د هغه پر بنسټ په ژوند کولو سره د امکان وړ ګرځي.

روښانتيا یا ناڅرګندتيا:
د وګړو د بریالیتوب کچه د هغوی د ارزښتونو په روښانتیا او واقعیت لرلو پورې تړلې ده. بریالي وګړي روښانه، نا بریالي وګړي نا څرګند او ماتې خوړلي وګړي غیر واقعي ارزښتونه لري.

په نفس باندې ډاډ رامنځ ته کول او د نفس عزت:
د ارزښتونو پېژندل او ځانګړي کول په نفس باندې د ډاډ رامنځ ته کولو، د نفس عزت او شخصیت ته د ودې ورکولو لپاره لومړی ګام دی. کله چې د خپلو ارزښتونو پر بنسټ ژوند وکړﺉ، د ذهني ځواک، تسل (رضايت) او ځواکمنۍ احساس کوﺉ او موخو ته لاسرسي پیدا کوﺉ.

عملي تمرین:
1. وګورﺉ چې کوم څیزونه په رښتیا سره ستاسو د خوښۍ سبب کېږي او خپل ژوند ته د هغه پر بنسټ وده ورکړﺉ. خپل رښتیني ارزښتونه ولیکئ او پر بنسټ یې پلان جوړ کړﺉ.
2. د خپلو ارزښتونو د ټاکلو لپاره په خپلو باورونو فکر وکړﺉ؛ په هغو باورونو چې ستاسو خپل دي نه په هغو څیزونو چې نور یې له تاسو څخه په انتظار کې دي. وروسته مو خپل ژوند د هغه له تر ټولو ژورو سره همغږی کړﺉ. هغه وخت به نور هېڅکله تېروتنه و نه کړﺉ.
3. له خپلو ټولو تېروتنو څخه مو څه زده کړﺉ او هغه ولیکئ. له دغو تېروتنو څخه په راتلونکي کې د بریالیتوب په لوري د پورته کېدو لپاره د زینې په ډول استفاده وکړﺉ.

څلورمه برخه: د ژوند درې اصلي محورونه

د ژوند درې اصلي محورونه:
خپل ژوند مو د دریو محورونو لکه «کورنۍ»، «مسلک» او «شخصي موخو» په شاه او خواه کې اداره کړﺉ. اړینه ده چې تل له جاري چارو څخه واټن واخلئ او ځان، ژوند او له خپل وخت څخه استفاده وڅېړﺉ او شننه یې وکړﺉ. تاسو باید د پورتنیو دریو اصلي محورونو پر بنسټ د دې پر ځای چې د ژوند د بېلابېلو فشارونو لاندې راشئ په منطقي وېش سره په خپل ژوند واکمن شئ.

ستاسو تر ټولو ارزښتناکه شتمني:
ستاسو تر ټولو ارزښتناکه شتمني وخت دی چې له منځه تلونکی دی او نشو کولی زېرمه یې کړو. یواځې کولی شو هغه له کم ارزښته کړنو څخه ارزښتمنو کړنو ته ولېږدوو. د ټولو کارونو ترسره کول وخت ته اړتیا لري او وخت د ژوند د ټولو اړیکو بنسټ ګڼل کېږي. له وخت څخه د استفادې لپاره یواځې څو شېبې فکر مدیریت ته په چټکه توګه وده ورکوي.

د پیل ټکی:
په شخصي چارو کې مو مدیریت له خپل ځان څخه پیلېږي او ښیي چې کوم څیزونه ستاسو په ژوند کې په رښتینې توګه ارزښت لري. څنګه کولی شئ خپل وخت د دریو مهمو زمینو لپاره کنټرول او اداره کړﺉ؟ لومړی، کورنۍ موخې. دا هغه موخې دي چې د هغوی لپاره ګهیځ له خوبه پاڅېږﺉ، ډېره هڅه کوﺉ، خپلو مهارتونو ته وده ورکوﺉ، د خپل عاید د کچې په اړه اندېښمن کېږﺉ او همدارنګه ځینې وخت د کاري فشارونو په سبب ناآرامه کېږﺉ.

خپلې موخې روښانه او ځانګړې کړﺉ:
په شخصي او کورنۍ زمینو کې ستاسو ملموسې (د لمس وړ) اوغیر ملموسې موخې کومې دي؟ یوه ملموسه کورنۍ موخه کولی شي لوی کور، غوره موټر، عصري ټلویزیون، یو ښه سفر او په پیسو باندې اړوند بل هر څیز ولري. غیر ملموسې موخې لکه د کورنۍ له غړو سره د ښو اړیکو لرل، له هغوی سره د چکر وهلو لپاره ډېر وخت لګول یا د کتاب لوستل دي.
د وخت د مدیر اصلي موخه او جوهر شخصي او کورنۍ موخو ته رسېدل دي.

مسلکي موخې:
دوهم غولی، مسلکي موخې دي. دا غولی د لومړﺉ ډلې له اصلي موخو سره په اړیکه کې دی. څنګه کولی شئ داسې عاید ولرﺉ چې په وسیله یې وکولی شئ خپلو کورنیو موخو ته ورسېږﺉ؟ څنګه کولی شئ د داسې مهارتونو او وړتیاوو څښتن شئ چې له نورو څخه مخکې وﺉ. دا ډول موخې ډېرې بنسټیزې دي ځکه له کورنیو موخو سره په اړیکه کې دي.

شخصي موخې:
‌درېم غولی، د شخصیت د ودې موخې دي. هېر نه کړﺉ چې باندنی پرمختګ مو له دنني پرمختګ سره تړلی دی. ستاسو باندنی ژوند ستاسو د دنني ژوند انځور دی. که وغواړﺉ په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې ارزښتمنو موخو ته ورسېږﺉ، لومړی باید خپل ځان ته وده ورکړﺉ. کېدی شي د بریالیتوب تر ټولو لوی راز دا وي چې پوه شئ تاسو واقعاً کولی شئ هر څنګه چې غواړﺉ هماغسې شئ او هرې موخې ته چې هاند کوﺉ ورسېږﺉ، په دې شرط چې له درېدنې پرته په خپل ځان کار وکړﺉ.

عملي تمرین:
1. په منظم ډول خپل ځان له جاري چارو څخه منفک کړﺉ او د هغو څیزونو په اړه چې په رښتینې توګه تاسو ته ارزښت لري فکر وکړﺉ. هر څومره ډېر چې دا کار ترسره کړﺉ، کولی شئ غوره پرېکړې وکړﺉ.
2. خپلې شخصي او کورنۍ موخې په روښانه توګه ځانګړې کړﺉ. هغه وليکئ او په اړه یې له نورو سره هم سلا وکړﺉ.
3. خپلې مسلکي موخې او هغوی ته د رسېدو لپاره اړین اقدامات وټاکئ.
4. هغه موخې چې د خپل شخصیت د پرمختګ لپاره یې لرﺉ ځانګړې کړﺉ او هغوی ته د رسېدو لپاره اړین اقدامات وټاکئ.
5. هره ورځ په دریو پورتنیو برخو کې موخو ته د رسېدو په لوري یو ګام وړاندې واخلئ.

پنځمه برخه: د موخو روښانول

د لویو بریالیتوبونو د ترلاسه کولو لپاره درې کلۍ:
لویو بریالیتوبونو ته د رسېدو لپاره درې کلۍ عبارت دي له:
۱- د موخو رښانول ۲- د موخو روښانول ۳- د موخو روښانول
هو له دې څخه ارزښتناک څیز شتون نلري. په ټولیز ډول په ژوند کې ستاسو بریالیتوب له دې سره تړلی دی چې په کومه اندازه هغه څه چې واقعاً تاسو یې غوړاﺉ تاسو ته روښانه وي.
په هره برخه کې ۸۰ سلنه بریالیتوبونه او نېکمرغۍ د موخو د روښانۍ پایله ده او نه شتون یا لږوالی یې له بل هر فکټور څخه ډېر د نه بریالیتوب او نهیلۍ سبب کېږي. همدا سبب دی چې وایي: «بریالیتوب یعنې موخه لرل. نور هر څه د دې تفسیر دی.» هغه وګړي چې روښانه او څرګندې موخې لري په ډېر لږ وخت کې داسې موخو ته لاسرسي پیدا کوي چې بې موخې وګړي یې تصور هم نه کوي. دا موضوع په هر ځای اوهر ډول شرایطو کې رښتینې ده.

د خزانې کلي:
د دې لپاره چې په خپله برخه کې بریالي و اوسئ، باید انظباط ولرﺉ. د انظباط تر ټولو غوره تعریف دا دی: «په وخت سره د لازمو کارونو ترسره کول؛ که د ترسره کولو یا نه ترسره کولو علاقه یې ولرﺉ یا ونه لرﺉ.» د هغو کارونو ترسره کول چې خوښېږي مو آسانه دي خو ډېری وخت د هغو کارونو په ترسره کولو سره چې خوند ورڅخه نه اخلئ کولی شئ خپل ژوند ته لوړتیا ورکړﺉ.
په خپله برخه کې لوړې او وروستۍ څوکې ته د رسېدو لپاره باید څه ډول پرېکړې وکړﺉ؟ دا پرېکړې هرڅه چې دي له همدا نن څخه یې پیل کړﺉ. یواځې همدا عمل کولی شي ستاسو د ژوند لوری بدل کړي.

خپلې موخې وليکئ او بیا یې وليکئ:
هر څومره چې ډېرې خپلې موخې وليکئ او بیا یې وليکئ او د هغوی په اړه فکر وکړﺉ، ستاسو په ذهن کې ډېرې روښانه کېږي. په دې صورت کې ښايي ډېر به هغو کارونو ته مخه کړﺉ چې تاسو خپلو موخو ته نږدې کوي او په نه اړوندو کارونو به ډېرلږ وخت ولګوﺉ.

موخې ته د رسېدو لپاره اووه مرحلې:
موخې ټاکنې او هغو ته د رسېدو لپاره یو اووه مرحلي فارمول شتون لري چې ټول بریالي وګړي، له استثنا پرته، په لږ بدلون سره له هغه څخه پیروي کوي تر څو لویو بریالیتوبونو ته ورسېږي. تاسو هم کولی شئ دا کار وکړﺉ. اوس دا اووه مرحلې:

وګورﺉ چې څه غواړﺉ:
لومړۍ مرحله: په څرګند ډول روښانه کړﺉ د ژوند په هره برخه کې څه غواړﺉ. ټولیز آندونه په ځانګړو مواردو واړوﺉ.

هغه یادداښت کړﺉ:
دویمه مرحله: د هغه څه له ځانګړولو وروسته چې غواړﺉ یې هغه په تفصيلي او روښانه توګه وليکئ. تل د کاغذ پر مخ فکړ وکړﺉ. موخه چې د کاغذ پر مخ نه وي موخه نه ده بلکه له انرژۍ پرته یوه هیله ده.

محالوېشي وکړﺉ:
درېمه مرحله: د خپلې موخې لپاره وروستۍ نېټه وټاکئ. په دې کار سره ستاسو په ضمیر کې یو ځواک پیدا کېږي چې موخو ته د رسېدو لپاره مو د لازمو کړنو ترسره کولو تا مخه اړوي. که موخه لویه ده، په کوچنیو برخو یې ووېشئ او هرې یوې ته د رسېدو لپاره یې وخت وټاکئ. هېڅ څیز د چانس لاس ته مه سپارئ.

نوملړ چمتو کړﺉ:
څلورمه مرحله: موخې ته د رسېدو لپاره د ټولو اړینو کړنو نوملړ جوړ کړﺉ او په راتلونکي کې هم په همدې ډول چې نوي اقدامات مو ‌ذهن ته راځي نوملړ ته یې اضافه کړﺉ تر څو بشپړ شي.

نوملړ تنظیم او اداره کړﺉ:
پنځمه مرحله: د کړنو نوملړ په يوه پلان واړوﺉ. په دې صورت سره هغوی د ارزښت له مخې اولویت بندي کړﺉ او وروسته یې په ترتیب سره وليکئ او د هرې یوې لپاره یوه موده وټاکئ.

اقدام وکړﺉ:
شپږمه مرحله: د پورتني پلان پر بنسټ لاس په اقدام پورې کړﺉ. مهمه دا ده چې کار پیل کړﺉ.

هره ورځ یو کار ترسره کړﺉ:
اوومه مرحله: هره ورځ د یو له داسې کړنو ترسره کولو ته مخه کړﺉ چې تر ټولو غوره موخې ته چې وخت مو یې له مخکې ټاکلی دی نږدې کړي. پرېکړه وکړﺉ چې د کال هر ورځ داسې کار وکړﺉ چې موخې ته د رسېدو په مسیر کې مو وړاندې یوسي. د دې فارمول په کارولو سره به مو ورځنۍ لاسته راوړنې هېښنده شي.

له ۳ سلنې ډلې سره یو ځای شئ:
څه ناڅه (تقريبا) په سلو کې درې وګړي لیکل شوې موخې او پلانونه لري چې هره ورځ ورباندې کار کوي. کله چې تاسو خپلې موخې لیکئ، د دې ‌ډلې له تر ټولو بریالیو وګړو څخه ګڼل کېږﺉ او په ډېره چټکۍ سره به هغو پایلو ته ورسېږﺉ چې دوی رسېدلي دي.

خپلې موخې هره ورځ بيا وګورئ:
خپلې موخې هره ورځ بيا وګورئ تر څو ډاډ پیدا کړﺉ چې اوس هم تر ټولو مهمې موخې دي. په دې ترتیب به د وخت په تېرېدو سره خپل نوملړ ته نوې موخې وراضافه کړﺉ او هغه موخې چې نور ارزښت نه لري ړنګې به یې کړﺉ. د خپلو موخو لپاره، په هر ډول چې وي، بشپړ او څرګند پلان چمتو کړﺉ او هره ورځ په دې پلان کار وکړﺉ. دې ته وایي لوړه عملکړنه او بریالیتوب ته د رسېدلو راز.

عملي تمرین:
1. د یوه کال لپاره د خپل نظر وړ د لسو موخو نوملړ چمتو کړﺉ. جملې په حال زمان کې په داسې ډول وليکئ چې ګنې یو کال تېر شوی دی او تاسو خپلو موخو ته رسېدلي ياستئ.
2. د لس موخو نوملړ ته وګورﺉ او ځان ته ووايئ: «کومه یوه له دې موخو په رښتینې توګه کولی شي په ژوند مې اغېزه وکړي؟» دا موخه، هر څه چې وي، دایره ترې تاو کړﺉ او بلې پاڼې ته یې ولېږدوﺉ.
3. اوس ذکر شوې اووه مرحلې د دې موخې په اړه اجرا کړﺉ. دې موخې ته له پلان جوړونې وروسته، هره ورځ په دې پلان کار وکړﺉ او د راتلونکو اونیو او میاشتو په اوږدو کې د خپل ځان اصلي منظور یې وګڼئ.

شپږمه برخه: اوږدمحاله لید

اوږدمحاله لید:
د یوه متفکر انسان نښه، د یوه کار د ترسره کولو یا نه ترسره کولو د پایلو دقیق ارځ (سنجش) دى. تاسو او ستاسو د سازمان لپاره د یوه کار ارزښت د هغه په ځواکمنو پایلو پورې تړلی دی. په دې تګلارې سره ستاسو د کړنو او دندو ارزښت ځانګړی کېږي او پوهېږﺉ چې راتلونکی کار مو څه دی. داسې ښکاري هغه وګړي چې په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې اوږدمحاله لید لري د خپلو کړنو او له وخت څخه د استفادې لپاره ډېرې غوره پرېکړې کوي.

راتلونکې ته فکر وکړﺉ:
بریالي وګړي د راتلونکي لپاره روښانه لیدلوری لري او راتلونکو پنځو، لسو او شلو کلونو ته فکرکوي. هغوی خپلې جاري کړنې او ټاکنې څېړي تر څو ډاډمن شي چې دا کړنې د هغوی له اوږدمحاله لید سره غږملي لري.
که پوه شئ چې په اوږد محال کې په واقعي توګه کوم څیزونه ستاسو لپاره ارزښت لري، د لومړیتوب له مخې د لنډمحاله کړنو ټاکل آسانېږي.

د کار پایلې و ارزوئ:
مهم او بې ارزښته کارونه کولی شو په لاندې توګه تعریف کړو: مهم کارونه اوږدمحاله ځواکمنې پایلې لري او بې ارزښته کارونه یا دا ډول پایلې نه لري یا یې پایلې هېڅ دي. په هر کار باندې له پیل څخه مخکې باید له ځان څخه پوښتنه وکړﺉ: «د دې کار د ترسره کولو یا نه ترسره کولو ځواکمنې پایلې څه دي؟» هر څومره چې ستاسو د راتلونکې موخې روښانه او څرګندې وي ستاسو په جاري کارونو به یې اغېزه ډېره وي. د یوه اوږدمحاله لید په لرلو سره په ښه توګه کولی شئ خپلې جاري کړنې له اوږدمحاله کړنو سره غږملې کړﺉ تر څو خپلو موخو ته ورسېږﺉ.

د تر ټولو ارزښتمنې کړنې لپاره تر ټولو لوړ لومړیتوب:
که د یوه کار ترسره کول مهمې مثبتې پایلې ولري، هغه د لومړيتوب له مخې په لومړۍ درجه کې راولئ او له واټن پرته کار پیل کړﺉ. که په چټکه او سمه توګه د یوې کړنې نه ترسره کول مهمې منفي اغېزې لري، هغه هم د لومړیتوب له مخې په لومړۍ درجه بدلېږي او سملاسي پاملرنې ته اړتیا لري.

په ځان کې انګېزه رامنځ ته کړﺉ:
انګېزه لمسوونکي (محرک) ته اړتیا لري. هر څومره چې د یوه عمل یا چلند ځواکمنه اغېزه په ژوند باندې ډېره او مثبته وي په ټنبلۍ او هغه کار باندې د ترسره کولو د بري انګېزه زیاتېږي.
د لومړیتوب له مخې د شخصي او مسلکي کارونو د ټاکلو لپاره یوه تر ټولو غوره لار د ټاکنو، پرېکړو او چلندونو د ځواکمنې پایلې ارزول دي. دا کار تاسو ته انګېزه درکوي تر څو د خواه وهونکو پایلو د مخنیوي او مطلوبو پایلو ته د رسېدو لپاره ډېر هاند وکړﺉ.

عملي تمرین:
1. خپلې ټولې کاري دندې نوملړ کړﺉ او له دریو تر پنځو پورې هغه ګڼې چې د نورو په پرتله غوره پایلې لري وټاکئ.
2. فرض وکړﺉ که د خپل وخت هره دقیقه په هغو کارونو چې تر ټولو لوړ لومړیتوب لري ولګوﺉ، د میاشتې په پای کې به یوه ۱۰۰۰۰۰ ډالریزه بدله ترلاسه کړﺉ. په دې صورت کې به ستاسو عملکړنه څنګه وي؟
3. «پیل کړﺉ! ذهن فعالېږي. ادامه ورکړﺉ! کار بشپړېږي.»

اوومه برخه: د پارېتو اصل

د پاريټو اصل:
د وخت مدیریت او ژوند یو له تر ټولو ګټورو بنسټونو څخه یو د ۸۰/۲۰ بنسټ دی چې د هغه د اټالیایي بنسټګر چې وېلفرېډو پاريټو دی، په نامه یادېږي چې په کال ۱۸۹۵ کې یې وپنځاوه.
د پاريټو پام شو چې د هغه په ټولنه کې خلک په دوو ډلو وېشل کېږي: «مهم او لږ شمېر» چې ۲۰ سلنه شتمن او ځواکمن وګړي دي او «ډېر شمېر او بېوزله» چې د ټولنې ۸۰ سلنه وګړي دي.

لوی کشف (موندنه):
د پاريټو وروسته پام شو چې ډېری اقتصادي کړنې هم له دې اصل څخه پیروي کوي. د بېلګې په ډول، د دې اصل مطابق ۸۰ سلنه هغه پایلې چې ترلاسه کوﺉ یې ستاسو د ۲۰ سلنې کړنو پایله ده. ۲۰ سلنه پېرودونکي ۸۰ سلنه پېرودنه کوي، ۲۰ سلنه توکي او خدمتونه ۸۰ سلنه ګټې رامنځ ته کوي، د وګړي ۲۰ سلنه کړنې د هغه د کار ۸۰ سلنه ارزښت دی او همداسې نور. نو په دې بنسټ ستاسو د لسو موخو له نوملړ څخه د دوو موخو ارزښت او اهمیت د اتو نورو یا له دې نه هم د زیاتو موخو څخه ډېر دی.

تر ټولو لوړه پایله:
هېښنده ټکی دا دی چې د هرې کړنې د ترسره کولو لپاره اړین وخت ممکن دی چې تقریباً یو شان وي خو د کړنو له منځ څخه یوه یا دوې کړنې د پاتې نورو کړنو په نسبت پنځه یا لس برابره ډېر ارزښت لري.
کېدی شي د کړنو له نوملړ څخه یوه له نورو ټولو کړنو څخه ډېر ارزښت ولري. دا هماغه کړنه ده چې تل باید لومړی ترسره شي.

تر ټولو ارزښتناکه کړنې
ډېری دا ډول کړنې تر ټولو سخت او پېچلي کارونه دي خو پایله او په سمه توګه د ترسره کولو بدله یې ډېده عالي ده. په همدې دلیل تاسو باید په کوټلې توګه د کم ارزښته کارونو په ۸۰ سلنه ډله له فعالیت څخه تر څو چې د ۲۰ سلنې ډلې کارونه باقي پاتې وي، ځان وساتئ.
په هر کار باندې له پیل څخه مخکې، تل له ځان څخه پوښتنه وکړﺉ: «آیا دا کار د ۲۰ سلنې له ډلې څخه دی که نه؟»

د کار پیل:
د یوه مهم کار تر ټولو ستونزمنه برخه د هغه پیلول دي. د یوه ارزښتمن کار له پیلولو څخه وروسته په طبیعي ډول د هغه کارد ترسره کولو لپاره لازمه انګېزه پیدا کېږي. ستاسو د مغز یوه برخه په مهمو او اغېزه لرونکو کارونو باندې د فعالیت لپاره لېواله کېږي. د خپل ذهن دا برخه تغذیه کړﺉ.

د ژوند مدیریت:
د وخت مدیریت په واقعیت کې د شخصي ژوند او چارو او د راتلونکو کړنو او پېښو د ترتیب او کنټرول مدیرت دی. تاسو تل د راتلونکو کړنو د ټاکلو لپاره آزاد ياستئ خو په شخصي او مسلکي ژوند کې د بریالیتوب راز د مهمو او ارزښتمنو کړنو په ټاکنه کې دی.
کاري او اغېزناک وګړي تل ځان ته دنده سپاري چې لومړی مهم کارونه، هر څه چې وي، ترسره کړي. په پایله کې د هغه ګټه او خوند له عادي وګړو څخه ډېر دی. تاسو هم باید په همدې توګه عمل وکړﺉ.

عملي تمرین:
1. همدا نن د خپلو ټولو موخو، کړنو، پروژو او مسؤولیتونو نوملړ چمتو کړﺉ. کوم یو د هغو په ۲۰ سلنه ډله کې دی (یا کېدی شي وي) چې ۸۰ سلنه پایله رامنځ ته کوي.
2. پرېکړه وکړﺉ چې له دې وروسته خپل ډېر وخت په هغو محدودو کړنو چې په رښتینې توګه ستاسو په ژوند او کار اغېزه اچوي، ولګوﺉ او کم ارزښته کارونو ته لږ وخت ځانګړی کړﺉ.

اتمه برخه: په مهمو پایلو تمرکز وکړﺉ

کلیدي پوښتنه:
یوه تر ټولو مهمه پوښتنه چې باید په خپل کاري ژوند کې یې په وار وار له ځان څخه وکړﺉ او هغې ته ځواب ورکړﺉ دا ده: «ولې ماته حقوق راکوي؟»
واقعیت دا دی چې ډېری خلک په سمه توګه نه پوهېږي چې په کوم دلیل حقوق ترلاسه کوي. که تاسو هم له دې پېچلتوب سره ګیر ياستئ او نه پوهېږﺉ چې کومو پایلو ته د رسېدو لپاره ګمارل شوي ياستئ، غوره عملکړنه، ډېر عاید او چټکه لوړتیا به تاسو ته ستونزمنه شي.

د انتظار وړ پایلې ځانګړې کړﺉ:
تاسو په دې دلیل ګمارل شوي ياستئ چې ځانګړې پایلې رامنځ ته کړﺉ. تنخا یا حقوق د کار د ځانګړي څرنګوالي او کمیت په مقابل کې ورکول کېږي چې د نورو د کار له ترکیب څخه وروسته په داسې خدمتونو او محصولاتو اوړي چې پېرودونکي یې پېرودلو ته حاضر دي.

د هر کار مهمې پایلې ځانګړې کړﺉ:
هر مسلک د یو شمېر کړنو ټولګه ده چې ځانګړو پایلو ته د رسېدو لپاره طراحي شوې ده؛ هغه پایلې چې هغو ته رسېدل د سازمان په دوامداره ګټو او پرمختګ باندې مثبتې اغېزې اچوي. هر یوې هغې کړنې ته چې ستاسو مسلک جوړوي نه پاملرنه سبب کېږي چې سازمان د خپل نظر وړ پایلو ته ونه رسېږي.
له مخکې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره ستاسو د سازمان ماتې ستاسو د نه بریالیتوب په مانا ده.
د کارونو د ترسره کولو لپاره داسې پوهې او ځانګړو مهارتونو ته اړتیا لرﺉ چې تل د بدلون په حال کې دي. دا چې مسلک یې تاسو ته سپارلی دی د هغو پوهو او مهارتونو په سبب دی چې مخکې مو ترلاسه کړي دي. پس هغو پایلو ته د رسېدو لپاره چې د سازمان د نظر وړ دي باید دا پوهه او مهارتونه په رښتینې توګه وکاروﺉ.

یواځې تاسو خپله مسؤول ياستئ:
مهمې پایلې هغه دي چې بشپړ مسئولیت یې ستاسو په غاړه دی. یعنې که هغه ترسره نه کړﺉ، د ځمکې پر مخ پاتې کېږي. دا پایلې تر خپل کنټرول لاندې راولئ ځکه هغه ستاسو د فعالیت پایله او د نورو کارکړن ګڼل کېږي. ستاسو کار د دې پایلو پر بنسټ څېړل کېږي او نه ترسره کول یې د نورو کار هم بې نظمه کوي.

خپل ځان ته ګڼه ورکړﺉ:
د مهمو پایلو له ټاکلو څخه وروسته ستاسو بل کار ستاسو خپلې عملکړنې ته ارزښت ورکونه ده. کولی شئ خپل ځان ته د هرې مهمې پایلې د رسېدو لپاره چې له تاسو څخه یې انتظار کېږي له ۱۰څخه ګڼه ورکړﺉ. دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې وګورﺉ د ځواک او کمزورۍ ټکي مو کوم دي. په کوم ځای کې مو عالي پایلې ته لاسرسي پیدا کړې ده او په کوم ځای کې مو عملکړنه کمزورې ده.
دې قاعدې ته پام وکړﺉ: تر ټولې کمزورې پایله (ستاسو تر ټولو ټیټه ګڼه) ستاسو له مهارتونو او وړتیاوو څخه ستاسو د ګټې اخیستې او استفادې د کچې ټاکونکې ده.
ډېر احتمال لري چې ستاسو عملکړنه د بېلګې په توګه په شپږو مواردو کې عالي خو په یوه برخه کې کمزورې وي. همدا کمزورې عملکړنه ستاسو د شاه ته پاتې کېدو سبب کېږي ځکه ستاسو د ټیټې عملکړنې اندازه ده چې ستاسو له بېلابېلو وړتیا وو څخه ستاسو د استفادې کچه ټاکي. د کمزورۍ دا ټکی نه پرېږدي چې تاسو ته لوړ مسئولیتونه وسپارل شي، ستاسو په کارېدنه منفي اغېزه اچوي او له رئیس او ملګرو سره د مښود )احتکاک) رامنځ ته کولو په دایمي منبع او په پایله کې په بې انګېزۍ او نهیلۍ بدلېږي.

څنګه کولی شئ یوه عالي عملکړنه ولرﺉ:
واقعیت داسې دی چې ټول وګړي د ځواک او کمزورۍ ټکي لري. کوښښ مه کوﺉ چې له خپلو کمزورو ټکو څخه دفاع او یا ټینګار پرې وکړﺉ. په بدل کې هغه په څرګنده او مفصله توګه وپېژنئ او وورسته په پلان جوړونې او هڅې سره خپل د کمزورۍ ټکي په ځواکمنو ټکو واړوﺉ. یعنې په هماغه برخه کې چې کمزوري ياستئ پوهه او تخصص ترلاسه کړﺉ تر څو په هغې کې متخصص شئ. فکر یې وکړﺉ، ممکنه ده تاسو له یوه عالي عملکړنې سره یواځې د یوه حساس مهارت په اندازه واټن ولرﺉ. هغه مهارت چې تاسو یې غواړﺉ کولی شئ ترلاسه یې کړﺉ.
یوه تر ټولو هغه غوره پوښتنه چې کولی شئ له خپل ځان څخه یې وکړﺉ او ځواب ورکړﺉ دا ده: « هغه څه ته مهارت ویل کېږي چې که ترلاسه یې کړم او په ښه توګه ورڅخه استفاده وکړم، زما په مسلکي ژوند به تر ټولو ډېره اغېزه وکړي.»
له دې پوښتنې څخه په خپل باقي کاري ژوند کې د خپلو مسلکي چارو د لارښوونې لپاره استفاده وکړﺉ. د دې پوښتنې د ځواب لپاره خپل ځان ته رجوع وکړﺉ ځکه چې په معمولي توګه په ځواب یې پوهېږﺉ.

عملي تمرین:
1. هغه مهمې پایلې چې له تاسو څخه یې په کار کې انتظار کېږي وپېژنئ او هغه یادداښت کړﺉ. د خپلې عملکړنې د ارزونې لپاره، د هرې پایلې په اړه، له ۱۰ څخه ځان ته ګڼه درکړﺉ.
2. هغه مهارت چې که تاسو یې ښه وکاروﺉ ستاسو په کار تر ټولو ډېره اغېزه اچوي ځانګړی کړﺉ او هڅه وکړﺉ په یوې هوښیارانه پلان جوړونې سره په هغه برخه کې لوړه پوهه او مهارت ترلاسه کړﺉ.

نهمه برخه: بشپړ تمرکز

د خپل ژوند کنټرول په لاس کې ونيسئ:
د فشارونو او ربړونو د له منځه وړلو لپاره اړینه ده چې د خپل ژوند د کړنو کنټرول په خپل لاس کې ونيسئ. په دې منظور باید د خپلې هرې ورځې لپاره پلان جوړکړﺉ او د لومړیتوب له مخې د کارونو له ټاکلو وروسته له ارزښت څخه په ډکو کړنو تمرکز وکړﺉ. د وخت د مدیریت راز په ارښتناکه کړنو تمرکز او تر ۱۰۰ سلنې پورې د هغو تر بشپړولو پورې د هغې څارنه ده.

څنګه کولی شئ بشپړ تمرکز ولرﺉ:
د بشپړ تمرکز وړتیا نه یواځې تر ټولو سخته ستونزه ده چې د مدیر په مخه کې پرته ده بلکه په احتمالي ډول تر ټولو لږ ځانګړتیا ده چې د کار په محل کې پیدا کېږي. زموږ د هرې مهمې دندې ترسره کول وړ او بسیا وخت ته اړتیا لري. په ډېرو مواردو کې د وګړو د بشپړ تمرکز نه لرل په دې دلیل دي چې د هغه کار د ترسره کولو لپاره یې وړ او بسیا وخت په پام کې نه دی نیولی. که د کوم کار د ترسره کولو لپاره بسیا وخت شتون ونه لري، مجبور یو هغه په بیړه او له تمرکز پرته ترسره کړو او که هغه وخت چې د یوه کار د ترسره کولو لپاره یې په پام کې نیسو وړ نه وي، مثلاً غواړو کله چې ستړي یو کار وکړو، آن که وغواړو هم، نه شو کولی بشپړ تمرکز پرې ولرو. ځینې وخت د ډېرو مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره وخت په پام کې نه نیسو او اساساً له یاده باسو چې ترسره یې کړو. نو په دې بنسټ ورځنی وخت باید په داسې ډول پلان کړو چې د ټولو هغو مهمو دندو د ترسره کولو لپاره چې زموږ په بریالیتوب پورې تړلې دي وړ او بسیا وخت ځانګړی کړو. د دې کار لپاره اړ یو غیر اړین کارونه د خپل ژوند له پلان نه ړنګ کړو. د یوې سمې کاري پلان جوړونې پرته هېڅ څوک نشي کولی په مهمو کارونو بشپړ تمرکز ولري.

په خپل ځان کې انرژي رامنځ ته کړﺉ:
هغه مثبت او هېښنده ټکی چې د «لومړیتو ب په ټاکلو» او «په کړنو باندې په تمرکز» کې شتون لري دا دی چې کله تاسو دا دوه کارونه ترسره کړﺉ په چارو باندې به د کنټرول او بشپړ واک احساس ترلاسه کړﺉ او همدارنګه چې په مرور سره د مهمو کارونو ترسره کولو ته مخه کوﺉ، د انرژۍ او شوق جریان به ستاسو په وجود کې خپور شي. د هغه کار په بشپړولو سره چې تاسو او ستاسو سازمان ته ډېر ارزښت لري، د رضایت، د نفس د عزت او خوند احساس به وکړﺉ او په څرګند ډول به د لویو بریالیتوبونو په لور خپل پرمختګ ووينئ. دا انګېرنه ستاسو د غوره عملکړنې سبب کېږي.

له ربړ لرونکو کارونو څخه ځان لرې وساتئ:
له بلې خواه د کم ارزښته او کوچنیو کارونو ترسره کول یواځې د ربړ رامنځ ته کېدو سبب کېږي. آن که په لسګونو دا ډول کړنې بشپړې کړﺉ، بیا به هم د خوښۍ او بریالیتوب احساس ونکړﺉ.

عملي تمرین:
1. د لومړیتوب له مخې د کارونو له ټاکلو مخکې له ځان څخه پوښتنه وکړﺉ: «کوم یو، که چټک او په ښه توګه ترسره کړم، زما په کاري وضعیت به تر ټولو زیاته مثبته اغېزه وشیندي؟» له هغې وروسته سملاسي پیل وکړﺉ.
2. د یوې ارزښتمنې کړنې له پیل نه وروسته په خپل ټول ځواک سره په هغه تمرکز وکړﺉ تر څو بشپړ شي. مه پرېږدﺉ کم ارزښته کارونه ستاسو تمرکز ګډوډ کړي او تاسو وځوروي.

لسمه برخه: له هرې دقیقې څخه ګټه پورته کړﺉ

د سلګونو ګړیو او زرګونو ډالرو سپما:
د وخت مدیریت د بریالیتوب اصلي عامل دی. په ارزښتمنو کړنو تمرکز او د انرژۍ لارښوونه له بل هر عامل څخه ډېر د عاید او بریالیتوب د کچې ټاکونکي دي. ستاسو تر ټولو ستره پانګه ستاسو ذهن دی او باید تل د خپل تفکر څرنګوالی لوړ کړﺉ. د دې کار لپاره یوه تر ټولو غوره لار په پوهنیز وخت باندې د موټر چلولو د وخت اړول دي چې په موټر کې د غږیزو پیتو په اورېدلو سره ممکن دی. احصائیه ښیي چې یو معمولي امرکایي ډرېور هر کال له ۲۰۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰۰ کیلو مټرو پورې ډرېوري کوي. یعنې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ګړیو پورې د موټر په مخه کې ناست وي. دا وخت له ۱۲ څخه تر ۲۵ کاري اونیو او د پوهنتون د ټولې دورې له وخت سره برابر دی.

د ډرېورۍ له وخت څخه د زده کړې لپاره استفاده وکړﺉ:
که هغه پرېکړه چې کوﺉ یې یواځې دا وي چې د ډرېورۍ له وخت څخه د خپلې زده کړې لپاره استفاده وکړﺉ، په یوه تر ټولو هوښیار او لایق وګړي به واوړﺉ. ډېر خلک د ډرېورﺉ په وخت کې یواځې غږیزو خپرونو ته په غوږ نیولو سره له هېڅ څخه هر څه ته رسېدلي دي.

په ټولو سمینارونو کې ګډون وکړﺉ:
د دې ټولو سربېره، اړینه ده چې وګړیزو او مسلکي اړخونو ته د پرمختګ لپاره په هغو سمینارونو کې چې ستاسو له مسلک سره برابر او یا په ټولیز ډول د بریالیتوب او د وخت مدیریت په غولي کې ترسره کېږي، ګدون وکړﺉ. په دې ناستو کې تاسو له داسې آندونو او لارو سره بلدېږﺉ چې په دې سمینارونو کې د ګډون نه کولو په صورت کې په اونیو او میاشتو هڅې او سختې مطالعې سره امکان لري ترلاسه شي.

خپل عاید لوړ کړﺉ:
په یاد ولرﺉ، ډېر عاید په ډېرې زده کړې سره ترلاسه کېږي. د باندينۍ نړۍ پایلې تل د دننۍ نړۍ له چمتووالي سره غږملې دي. د بسیا مالوماتو له لرلو پرته په هېڅ غولي کې نشو کولی بریالیتوب ته ورسېږو. دوامداره زده کړه لږ تر لږه په هره برخه کې د بریالیتوب شرط ګڼل کېږي.

عملي تمرین:
1. همدا نن یو وړ غږیز پلان د خپلې زده کړې لپاره چمتو او له واټن پرته له هغې څخه استفاده پیل کړﺉ. هغه وخت کولی شئ د ډرېورۍ وخت په پوهنیز وخت واړوﺉ چې پرېکړه وکړﺉ هېڅکله به موسیقۍ یا بلې خپرونې ته غوږ نه نیسئ.
2. هغه سمینارونه او پوهنیزې خپرونې چې د باخبره او ځیرکو وګړو له خواه چمتو کېږي پیدا کړﺉ او ګډون پکې وکړﺉ. په وړاندې کتارونو کې کېنئ، په پاملرنې سره یادداښت وکړﺉ او غوره آندونه په چټکۍ سره په کار واچوﺉ.

یوولسمه برخه: د انرژۍ د دریو بېلابېلو ډولونو ډېرول

د بریالي وګړو نښې:
د ډېری بریالي وګړو نښه د انرژۍ د لوړې سطحې لرل دي. ځکه چې انرژي د هر کار د ترسره کولو لپاره د سونګ اړینه بېلګه ده. د انرژۍ او بریالیتوب د کچې تر منځ نېغه اړیکه شتون لري. نشو کولی انځور کړو چې یو ستړی او کمزوری وګړی ارزښتمنو کارونو ته لاس واچوي. له بلې خواه، له انرژۍ څخه ډک، مثبت او مخکښ وګړي له عادي وګړو څخه ډېر ژر د ژوند له غوره والي او هوساینې څخه ګټه پورته کوي.

فزیکي انرژي بنسټیزه ده:
موږ ټول فکر کوو چې یواځې یو ډول انرژي شتون لري چې د شپې له خوب څخه برابرېږي او د ورځې په اوږدو کې له هغې څخه استفاده کوو. د هغې وسیلې په شان چې په بېټرۍ سره کار کوي، موږ هم هره شپه له ۷ څخه تر ۸ ګړیو پورې خپلې بېټرۍ چارجوو،. له انرژۍ څخه دا ډول درک ډېرناقص دی. ځکه چې په دې واقعیت نه پوهېږي چې انرژی درې بېلابېل ډولونه لري چې د هرې یوې شتون د وګړي د بریالیتوب لپاره اړین دی. د انرژۍ درې بېلابېل ډولونه عبارت دي له: فزیکي انرژۍ، احساسي انرژۍ او ذهني انرژۍ څخه. هر یو له دې دریو ډولونو څخه له دوو نورو ډولونو سره توپیر لري ولې درې واړه تړلي او یو له بله سره اړیکه لري.

د تندي خوله:
فزیکي انرژي ملموسه او د انرژۍ د دوو نورو ډولونو بنسټ دی. دا انرژي د بدني کارونو د ترسره کولو لپاره ده او په فزیکي کار سره د تنخا ترلاسه کولو لپاره له دې انرژي څخه استفاده کېږي.

د احساس منبع:
د انرژۍ دوهم ډول احساسي دی چې د لېوالتیا او هېښندتوب زېږنده دی. دا انرژي د ژوند د ځلا، د مینې او محبت د احساس، خوند او خوښۍ سبب کېږي. همدا انرژي ده چې ژوند ته خوند ورکوي، په حقیقت کې هر کار او خبره چې کوو په یو ډول له یوه مثبت یا منفي احساس سره تړلي دي چې ستاسو له احساسي انرژۍ څخه سرچینه اخلي.

د پنځونې سرچینه:
درېم ډول، ذهني انرژي ده چې کولی شو هغه د پنځونې، نوښت، د ستونزو د حل او پرېکړو کړلو بنسټ وبولو. له دې ډول انرژۍ څخه د ځینو کارونو د ترسره کولو لکه پلور، راپور او وړاندیز لیکلو، ورځنۍ او اونیزې پلان جوړونې او د نویو موضوع ګانو د زده کولو لپاره استفاده کوﺉ. د ژوند څرنګوالی په ټولیز ډول د دې انرژۍ په کچې پورې تړلی دی.

خپلې تر ټولو ارزښتمنې انرژۍ ذخیره کړﺉ:
د دې سبب چې ډېری خلک په ژوند کې له ټولو وړتیاوو څخه استفاده نه کوي دا دی چې خپله انرژي په فزیکي او احساسي سطحه له لاسه ورکوي نو په دې اساس د ذهني کړنو لپاره ډېره کمه انرژي پاتې کېږي. ډېری وختونه د وګړو احساسي انرژي د منفي احساساتو په وسیله له منځه ځي. دا ډول احساسات د اور په شان د انسان انرژي په چټکۍ سره په داسې توګه سوزي چې د رغېدونکي او مثبت فکر لپاره بسیا انرژي نه پاتې کېږي. په واقعیت کې، له غوسې څخه ډک یو پنځه دقیقه یي چلند کولی شي د یوه عادي وګړي د اتو ګړیو د کار په اندازه انرژي ولګوي.
تاسو باید هڅه وکړﺉ چې تل آرام او مثبت و اوسئ او په یو او اغېزناک ډول کار وکړﺉ تر څو تل د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره بسیا ذهني انرژي ولرﺉ.

عملي تمرین:
1. وڅېړﺉ او وګورﺉ چې له کومو لارو څخه ستاسو فزیکي، احساسي، او ذهني انرژي لګېږي او یا بې ځایه مصرفېږي او هڅه وګړﺉ چې هغې ته وده ورکړﺉ.
2. له ځواکمنو او سالمو خوړو څخه استفاده وکړﺉ تر څو ډېره فریکي انرژي ولرﺉ ځکه دا ډول انرژي د انرژۍ د نورو ډولونو بنسټ ګڼل کېږي.
3. په آرامۍ او خوښ طبیعت سره د ورځنیو ستونزو د مقابلې لپاره خپله احساسي انرژي ذخیره کړﺉ. هر څومره چې ډېره انرژي ولرﺉ خوښ او اغېزناک به وﺉ.

دوولمسه برخه: د بریالیتوب د ځواک پنځولو اصل

عملکړنه:
کله چې عملکړونکي شئ «د بریالیتوب د ځواک پنځولو اصل» فعالېږي. د دې اصل په مطابق که څه هم په دروندوالي او اصطکاک باندې د بري لپاره ډېر ځواک ته اړتیا ده ولې د خوځښت دوام ډېر لږ ځواک ته اړتیا لري.
بریالیتوب سرعت لري او هغې ته د رسېدو لپاره باید له درېدنې پرته خوځښت ته ادامه ورکړﺉ.

خپل ځواک ډېر کړﺉ:
واقعیت دا دی هر څومره ګړندی چې خوځښت وکړﺉ، ډېر ځواک پیدا کوﺉ. ډېر کارونه په ډېره چټکۍ سره ترسره کوﺉ او ستاسو کارېدنه ډېرېږي. په ډېر سرعت سره کولی شئ، تجربه، پوه او ډېره وړتیا ترلاسه کړﺉ.

د روڼ آندۍ په کرښه وخوځېږﺉ:
د سملاسيوالي احساس کولی شي تاسو په خپل مسلکي ژوند کې د روڼ آندۍ کرښې ته ولېږدوي. هر څومره چې چټک او ډېر کار وکړﺉ، د نفس د عزت او ویاړ ډېر احساس به هم وکړﺉ.

له ځان سره مثبتې خبرې وکړﺉ:
کار ته د دوام ورکولو یوه تر ټولو آسانه او په ورته وخت کې تر ټولو ځواکمنه لاره دا ده چې تل ځان ته ووايئ: « ډېرعالي، ادامه ورکړه! ادامه ورکړه!»
هر کله چې و انګېرﺉ لازم سرعت مو له لاسه ورکړی دی یا مو تمرکز په کم ارزښته خبرو او کړنو له منځه تللی دی، دا جمله له ځان سره تکرار کړﺉ: «اوس ځم کار ته!»

د عمل په سرعت نامتو شئ:
په پایله کې بل هېڅ عامل د عمل د سرعت په اندازه د مهمو کارونو په ترسره کولو کې له تاسو سره مرسته نه کوي ځکه سبب کېږي د یوه ارزښتناک او تر ټولو ښاغلي وګړي په سرلیک په خپله برخه کې وپېژندل شئ. په ننۍ نړۍ کې چې هر څه په ګړندي سرعت سره مخ ته ځي او ډېری خلک د وخت له کمښت او له کارونو څخه د شاه ته پاتې کېدو ګیله کوي د عمل سرعت ډېر اهمیت لري. ټول غواړي د داسې چا سره کار وکړي چې کار په چټکه توګه ترسره کوي.

عملي تمرین:
ښه کار په تمرین کولو سره ترلاسه کېږي. خپل سرعت ډېر کړﺉ او پرېکړه وکړﺉ چې هر کار له مخکې څخه په چټکه توګه ترسره کوﺉ.

دیارلسمه برخه: د عاید د زیاتې اندازې لپاره دوې پوښتنې

بشپړه څېړنه:
د زماني پلان مطابق په تر ټولو مهمو دندو او د هغوی د بشپړولو د تمرکز لپاره باید له خپل ځان څخه دوې پوښتنې وکړﺉ. لومړۍ پوښتنه دا ده: «زما تر ټولو ارزښتناکه کړنې کومې دي؟» په بل عبارت هغه تر ټولو مهم کارونه چې په سازمان ، کورنۍ او په ټولیز ډول ستاسو په ژوند باندې تر ټولو ډېره اغېزه اچوي کوم دي؟
دا تر ټولو مهمه پوښتنه ده چې کولی شئ له ځان څخه یې وپوښتئ او هغې ته ځواب ورکړﺉ. لومړی تاسو خپله په دې اړه فکر وکړﺉ، وروسته بیا له رئيس، همکارانو، تر لاس لاندې وګړ، ملګرو او کورنۍ سره هم په دې اړه سلا وکړﺉ. ستاسو تر ټولو ارزښتمنې کړنې باید په بشپړه توګه تاسو ته روښانه او څرګندې وي.

خپل ځواک متمرکز کړﺉ:
دویمه پوښتنه دا ده: « کوم کار دی چې یواځې زه کولی شم ترسره یې کړم او که په ښه توګه ترسره شي، په رښتینې توګه به اغېزه لرونکى وي؟»
دا پوښتنه د مدیریت د ګام وړاندي پېټر ډراکر له خواه مطرح شوې ده او د کارونې د ډېروالي لپاره یوه تر ټولو غوره پوښتنه ده.
د ورځې هره ګړۍ کولی شئ دا پوښتنه له خپل ځان څخه وکړﺉ. په هره ګړۍ کې به د دې پوښتنې لپاره یو ځانګړی ځواب شتون ولري، د ځواب له ځانکړېدو وروسته یواځې په هماغه موضوع کار وکړﺉ.

عملي تمرین:
1. د خپل مسلک ټولې کړنې نوملړ کړﺉ او وروسته د هغو تر ټولو ارزښناکې وټاکئ.
2. پرېکړه وکړﺉ چې د نوملړ تر ټولو مهمه کړنه پیلوﺉ او د هغې تر ۱۰۰ سلنې بشپړېدنې پورې له کار څخه لاس نه اخلئ.

څوارلسمه برخه: له خنډونو څخه د پرمختګ د زینې په سرلیک استفاده

له خنډونو څخه مثبته استفاده:
موږ ټول تېروتنې کوو او هر څومره چې بوخت وو، ډېرې تېروتنې کوو. پوښتنه دا ده: «د ژوند هسکو او ژورو په مقابل کې باید څه ډول چلند ولرو؟»
په دې برخه کې د مثبت او منفي نړۍ کتنې ترمنځ توپیر پېژنو او زده کوو چې څنګه کولى شو له خپلو تېروتنو څخه درس واخلو او د ستونزو په مقابل کې پایښت ولرو.
نړۍ کتنه په دوه ډوله ده: مثبته او منفي. هغه وګړي چې منفي لید لري ځان د یوه قرباني په توګه ویني او ژوند په سلسله ییز ډول له ستونزو او ظالمانه آندونو څخه تفسیروي. هغوی ډېرې هیلې نه لري او څه بریالیتوب یې هم نه په برخه کېږي، د ستونزو د څرګندېدو په وخت کې خپلې اوږې پورته اچوي او په هېښنده ډول وایي: «ژوند همدا دی چې دی.»
له بلې خواه هغه وګړي چې لید لري، د خپلې شاه او خواه نړۍ له موکو او امکاناتو څخه ډکه ویني. هغوی فکر کوي هره پېښه چې رامنځ ته کېږي د یوه لوی جریان یوه برخه ده چې د هغوی د بریالیتوب او نېکمرغۍ لپاره رامنځ ته شوې ده. له ژوند، کار او اړیکو سره یې چلند مثبت، له خوښۍ ډک او د مثبت انتظار لرونکي دي او ډېر لږ نهیلي کېږي.

خپل ذهن ځواکمن کړﺉ:
کله چې د تېروتنو د پېژندلو مهارت زده کوﺉ، خنډونه او ماتې د ذهني ځواک د ځواکمنولو او پرمختګ لپاره د موکې په توګه وينئ او ستاسو لپاره به ستونزې د پرمختګ زینه وي.

زیانونه کم کړﺉ:
واقعت داسې دی چې ټولنه، کورنۍ، شرکتونه او زموږ اړیکې په دې سبب پایښت او خپلې ودې ته ادامه ورکوي چې باهوښه وګړي تل هڅه کوي خپلې تېروتنې تر ټولې کمې اندازې ته راټیتې کړي او خپل ځور او زیان کم کړي. یواځې هغه وخت تېروتنې ډېرې ځوروونکې او ګرانېږي چې وګړي د خپلو تېروتنو له منلو څخه منکرېږي او د خپلو پرېکړو په ټینګار سره د هغو پایلې اوږدې کوي.

له تېروتنو څخه زده کړه وکړﺉ:
له تېروتنو څخه زده کړه یو بنسټیز مهارت دی چې تاسو ته وړتیا درکوي تر څو په ځای د دې چې د بدلونونو قرباني شئ، په هغوی باندې واک پیدا کړﺉ. هغه څوک چې خپلې تېروتنې ته یې پام شي او په چټکۍ سره خپل لوري ته بدلون ورکړي، د مالوماتو، ټکنالوجۍ او سیالۍ په دې عصر کې به ګټونکی شي.
د تېروتنو په سمولو سره کولی شئ په هره برخه کې له خپلو سیالانو څخه مخکښ وﺉ. هغه وخت به تاسو د شرایطو پنځوونکي وﺉ نه د هغوی قرباني.

عملي تمرین:
1. داسې انځور کړﺉ چې اوسنۍ تر ټولو ستره ستونزه او خنډ مو له تاسو سره د مرستې او ارښتناکه لوست د ښوونې لپاره رالېږل شوي دي. دا لوست څه شی دی؟
2. که تېروتنه مو کړې ده یا مو ټاکنه سمه نه ده، د ډېر زیان د مخنیوي او منلو لپاره چمتو و اوسئ. ومنئ چې هېڅ څوک بشپړ نه دي او نه شي کېدی چې تل سمې پرېکړې وکړو. وروسته بیا کار ته ادامه ورکړﺉ.
3. له هرې تېروتنې څخه درس واخلئ او هغه یادداښت کړﺉ. خپلې تېروتنې په راتلونکي کې لویو بریالیتوبونه ته د رسېدو لپاره زینه وګڼئ.

پنځلسمه برخه: له خپل دنني لارښوود څخه استفاده وکړﺉ

له لارښوونکي ځواک څخه استفاده
تاسو په خپل دننه کې ځواکمنې ذهني او احساسي وړتیاوې لرﺉ چې تاسو ته د ژوند په هره برخه کې په دقیقه توګه او وخت سره لارښوونه کوي. په دې برخه کې به زده کړﺉ چې څنګه وکولی شئ ځان د دې ځواک په خواه کې راولئ تر څو په هره برخه کې د سمې پرېکړې وړتیا ترلاسه کړﺉ.
موږ پوهېږو چې د انسان بدن په طبیعي ډول د روغتیا او ودې په حال کې دی او د سمې پالنې په صورت کې چې خدای غوښتني وي په ډېره سوکالۍ سره کولی شي تر ۱۰۰ کلونو پورې دوام وکړي. کله چې د بدن کوم ناروغه غړي ته پاملرنه ونشي، نښې یې د خوږو یا ناآرامۍ په ډول راڅرګندېږي او سبب کېږي چې ډاکټر ته په تګ سره یې درملنه وکړو؛ سره له دې چې پوهېږو د خوږو او نا آرامۍ په اړه بې پروایي کېدی شي په سخته ناروغۍ واوړي.

د سمو او ناسمو مواردو پېژندل او ځانګړول:
په همدې ترتیب طبیعت د احساس له لارې هم د ځانګړولو او تشخیص وړتیا راکړې ده. لکه څنګه چې طبیعت د خوږو په وسیله موږ ته د فزیکي کارونو د ترسره کولو یا نه ترسره کولو لارښوونه کوي، د احساس یا ذهن په برخه کې هم د احساسي خوږو له لارې موږ ته لارښوونه کوي.
لکه څنګه چې د بدن طبیعي حالت تندرستي او فعالیت دی، د احساس طبیعي حالت هم آرامي او خوښي ده. له دې طبیعي حالته هر ډول اوښتنه د ناوړه عمل، فکر او څرګندونو نښه ده. د دننۍ خوښۍ او آرامۍ احساس د کارونو د لږ یا ډېرو ترسره کولو تر ټولو غوره نښه ده. که ښه احساس نه لرو، باید چلند ته بدلون ورکړو او که ښه احساس لرو باید ادامه ورکړو.

پیغام رواړونکی:
په ذهن کې د غم احساس په بدن کې د خوږو د احساس په شان دی. ذهن غواړي دا پیغام تاسو ته ورسوي هغه څه چې تاسو یې کوﺉ تېروتنه ده.
ډېری وخت زموږ ځور د داسې څیز په سبب دی چې هغه ته «دننۍ ناخوښي» وایو. کله د بېخوبۍ په ناروغۍ لګیا کېږو، کله غمجن او اندېښمن کېږو او ډېری وخت د داسې پېښو په سبب چې له اصلي موضوع سره هېڅ اړیکه نه لري ځورېږو او نا آرامه کېږو. په داسې وختونو کې یو ژور احساس موږ ته وایي چې یوه ناخوښه پېښه رامنځ ته شوې ده او موږ هڅه کوو ځان له داسې حالت څخه خلاص کړو.

دننۍ خوښي:
دننۍ خوښي تلا له یوه مثبت بدلون څخه مخکې رامنځ ته کېږي. که د هغې تېروتنې په اړه چې رامنځ ته شوې ده په هېڅ صورت ناآرامه نشئ، هېڅکله به د شرایطو د بدلون یا ښه والي په فکر کې لاړ نشئ. یواځې د یوه حالت د ناآرامۍ په سبب ده چې د سمون په لور د ګام اخیستلو لپاره اړینه انګېزه رامنځ ته کېږي. خپلو دننیو غوښتنو او ویناوو ته غوږ ونيسئ او ډاډ پرې ولرﺉ. هغه کارونه ترسره کړﺉ کوم چې ستاسو د خوښۍ سبب کېږي. هغه وخت به هېڅکله هم تېروتنه ونکړﺉ.

عملي تمرین:
1. خپلو دننیو ویناوو او غوښتنو ته غوږ کېږدﺉ او ډاډ پرې ولرﺉ. که په ژوند کې کوم شی ستاسو د ناخوښۍ سبب دي، د هغو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړﺉ.
2. په یاد ولرﺉ چې طبیعت غواړي تاسو، هوسا، محبوب او شتمن و اوسئ او له داسې وضعیت څخه هر ډول اوښتنه د یوه اصلاحي اقدام د اړتیا نښه ده.