د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يوه نوي کار د پيل لپاره ١٠ ټکي

انبيا ژمن 26.06.2010 18:29

ژباړن: انبيا ژمن
خامخا پوهېږئ چې د کومې دندې په مرکه کې چې ترسره کوئ يې لومړۍ اغېزه ډېر اهميت لري. او ښايي چې دا ټکى مو منلى هم وي، ځکه چې اوس يو نوى کار لرئ. آيا پوهېدئ چې د يوه نوي کار په پيل کې هم لومړۍ اغېزه اهميت لري؟ د څو لومړيو، ګړيو، ورځو يا آن اونيو په اوږدو کې چې نوى کار پيولوئ ، ستاسو نوى رئيس او ملګري ستاسو په اړه خپل فکر اړوي او همدا مسئله هغه پاتې وخت چې له دې ګومارونکي سره يې تېروئ ټاکي. د بېلګې په توګه که په هماغه پيل کې د داسې وګړي په توګه چې د مسئوليت له منلو څخه ځان تېروئ وپېژندل شئ په ډېرې ستونزې سره کولى شئ هغه سرېښ چې په تاسو باندې نښلېدلى دى وشکوئ او خپل دريځ ته بدلون ورکړئ، آن که په حقيقت کې لياقت يې هم ولرئ. پر عکس د دې، که په څو لومړيو اونيو کې سخت کار وکړئ، په راتلونکي کې ستاسو رئيس او ملګري به په ډېره آرامۍ سره ستاسو له تېروتنو څخه تېر شي.

لاندې لسو هغو ټکو ته اشاره کوم چې کولى شي په فوق العاده توګه ستاسو په رئيس او ملګرو باندې اغېزه واچوي.

1. د کارونو په منځ کې لږ آرام وکړئ
که د يوه نوي کار په لور له خوځښت څخه مخکې لږ دمه وکړئ او ذهن مو آرام وساتئ، کولى شئ مخکيني کاري پلانونه له خپل ذهن څخه پاک او ځان نويو پروګرامونو ته چمتو کړئ. انسانان عادت مخلوقات دي. هره دنده، په ځانګړې توګه هغه کار چې ډېر وخت مو پکې تېر کړى وي، ستاسو په ژوند کې يو ډول خوى او عادت رامنځ ته کوي او سبب کېږي پرته له دې چې تاسو وغواړئ، بدلون ته ميل ونه لرئ. د مخکيني او هغه کار چې غواړئ نوى يې پيل کړئ په منځ کې څو ورځې استراحت کولى شي له تاسو سره مرسته وکړي چې ځان د نوي کار او چاپېريال سره د عادت لپاره چمتو کړئ.

2. څېړنه وکړئ.
ښايي چې د مرکو او کار په لومړيو کې مو د خپل ګومارونکي په اړه ښه څېړنه کړې ده. اوس وخت رارسېدلى چې خپلې څېړنې ختمې کړئ او د نوي ګومارونکي په اړه مو خپل درک بشپړ کړئ. که د خپل مخکيني او نوي کار تر منځ څو ورځې دمه وکړئ کولى شئ له هغه وخت څخه د دې موخې لپاره ګټه پورته کړئ. د نوي ګومارونکي په اړه د څېړنې لپاره د دې نوي شرکت په اړه هره ليکنه له تاسو سره مرسته کوي چې له دې جملې څخه يو هم د کار کوونکو لارښوود کتاب دى. ستاسو موخه دوه اړخه لري: يو، د هغه کار په اړه پوهېدل چې ستاسو شرکت يې ترسره کوي او دا چې تاسو د هغوى لپاره څه په درد خورئ او بل دا چې پوه شئ له خپل کاري چاپېريال څخه څه تمه لرئ. که تاسو او يا په شرکت کې کوم بل کس ستاسو د تخصص اړوند کوم څوک پېژني، پلان جوړ کړئ او له ملاقات څخه يوه ورځ مخکې د غرمې يا يوې قهوې لپاره له هغوى سره د کتنې وخت وټاکئ او په دې کړنلارې سره له هغوى څخه مالومات ترلاسه کړئ.

3. مسلکي جامې واغوندئ
د يوه منظم او مرتب ظاهر ښکاره کول ستاسو د کار په عادت او برخې باندې مثبته اغېزه کوي. په پايله کې، کله چې نوى کار پيلوئ، بايد د خپل کار له صطحې څخه يوه يا دوې درجې لوړې جامې واغوندئ. کله چې څو مهمې او حياتي ورځې تېرې شوې، کولى شئ لږ آرامې جامې واغوندئ؛ له دې پرته چې اندېښمن شئ نور وانګيري ستاسو مالي وضعيت ښه نه دى.

4. ژر راشئ وروسته لاړ شئ
که داسې وي چې له هرچا څخه وروسته شرکت ته داخل شئ او له هر چا څخه ژر بهر شئ ، سبب کېږي چې نور و انګېري چې تاسو په هغه چاپېريال کې د شتون علاقه نه لرئ. دا کېدى شي ډېر خطرناک وي، په ځانګړې توګه د کار په څو لومړيو اونيو کې مو. په بدل کې، هڅه وکړئ تل له نوروڅخه لږ مخکې د خپل کار ځاى ته ورسېږئ او د هغه ځاى د پرېښودلو لپاره هم بيړه ونه لرئ. دا کار سبب کېږي ټول و انګېري چې له خپل کار سره مينه لرئ او وروسته په راتلونکي کې که کومه ورځ ناوخته کار ته ورسېږئ ټول فکر کوي چې خامخا مو کومه مهمه ستونزه لرله.

5. خپل ملګري (همکاران) وپېژنئ
په خپل کاري ځاى کې د پخېدو لپاره بايد کوښښ وکړئ ځان د شرکت په ټولنيز جال کې ګډ کړئ. که خوښېږي مو او که مو نه خوښېږي، د ورځې ډېرى ګړۍ له همدې وګړو سره تېروئ. سربېره پر دې، د دې وګړو آندونه کولى شي په کار کې ستاسو پر برياليتوب نېغه اغېزه ولري او همدارنګه سبب کېږي په کاري محل کې له خوښيو ډکې شېبې ولرئ. هر کار چې کوئ، کوښښ کوئ چې ځان له ملګرو څخه لرې نه کړئ. سره له دې چې کېدى شي خوښېږي مو له خپلو مخکينيو ملګرو سره غرمه وخورئ خو په دې کار سره خپلو نوو ملګرو ته يواځې ښيئ چې تاسو يو له هغوى څخه نه ياستئ. نو هڅه وکړئ چې له خپلو نوو ملګرو سره د غرمې او چى خوړلو په وخت کې اړيکه ټينګه کړئ.

6. مرسته وغواړئ
يو بل له هغو کارونو څخه چې په نوي کاري ځاى کې د پخېدو لپاره اړين دى ترسره يې کړئ، مرسته غوښتل دي. خو ډېرى وګړي داسې انګيري چې دا کار د هغوى د وضعيت کمزوري ښيي، په حقيقت کې، پرعکس د دې مسئلې رښيتې ده. که له خپلو ملګرو څخه د مرستې غوښتنه و نه کړئ، يواځې خپل ځان له هغوى څخه لرې کوئ او سربېره پردې د نه منلو وړ تېروتنو لپاره ډېر وخت او انرژي له لاسه ورکوئ. خو کېدى شي نه مو خوښېږي يوه پوښتنه په وار وار وکړئ. که فکر کوئ کوم پېچلى کار ستاسو لپاره ستونزمن دى، يا په بشپړه توګه کومه ښه خاطره نه لرئ، کله چې له خپلو ملګرو څخه مرسته غواړئ، ويې ليکئ. که هره پوښتنه يواځې يو ځل وپوښتئ، رئيس او ملګري مو ډاډ پيدا کوي چې باهوښه او وړ ياستئ.

7. داوطلبه شئ
په څو لومړيو اونيو کې په ډاډ سره ستاسو ګومارونکى ستاسو د نورو ملګرو په پرتله تاسو ته سپک او آسانه کارونه سپاري. سره له دې چې تمه نه کېږي ډېر ژر پرمختګ وکړئ خو رئيس مو تمه لري کله چې د ډېر کار د ترسره کولو لپاره وړتيا پيدا کړئ څرګنده يې کړئ. له هغه څو اونيز سپک کار څخه استفاده وکړئ او ډېر ښه په خپل کار باندې فکر غونډ کړئ او هر کار چې تاسو ته سپارل کېږي په ځيرکتيا او پاملرنې سره يې ترسره کړئ او هڅه وکړئ په خپل کار کې وړتيا تر لاسه کړئ. او تاسو خپله د شرکت څارونکي ته ووايئ چې نوي مسئوليت او د ډېرو کارونو ترسره کولو ته چمتو ياستئ. هر څومره چې ژر وکولى شئ د سختو او درنو کارونو ترسره کولو ته چمتو شئ، هم په رئيس او هم په ملګرو به ډېره مهمه اغېزه واچوئ. آن کولى شئ د ځينو ځانګړو پروژو د ترسره کولو لپاره داوطلبه شئ. خو په ياد مو وي چي يواځې هغه وخت دا کار وکړئ چې ډاډمن ياستئ کولى شئ خپلې ټولې دندې په ښه توګه ترسره کړئ.

8. پلان جوړ کړئ
د يوه پلان لرل سبب کېږي خپل کارونه ښه کنټرول کړئ او په هماغه لومړيو اونيو کې خپلو موخو ته ورسېږئ. ستاسو په پلان کې بايد ټول هغه څيزونه چې بايد زده يې کړئ شامل وي، او همدارنګه د ځان لپاره څو موخې چې تاسو ته انګېزه درکړي. موخې او هغه وړتياوې مو چې بايد زده يې کړئ په ترتيب سره د لومړيتوب له مخې وټاکئ. په ياد مو وي مهم ټکى دا دى چې د خپل ځان لپاره پېچلتوب رامنځ ته کړئ تر څو ستاسو لپاره د انګېزې سبب شي خو په داسې کچې سره نه چې زړه مو له کار څخه سوړ کړي. ښکلى کار چې کولى شئ ترسره يې کړئ دا دى چې خپلې موخې او پرمختګونه خپل رئيس ته وړاندې کړئ. سره له دې چې شونې ده و انګېرئ دا کار مو ځان ښودنه وي، خو ستاسو د رئيس لپاره د ځاى غوښتنې او نظم نښه ده.

9. له خپل رئيس سره اړيکه ټينګه کړئ
لکه څنګه چې د خپلو موخو په اړه د رئيس خبرول کولى شي په هغه باندې يوه ښه مثبته اغېزه او له تاسو سره مرسته وکړي، ستاسو د کار د بېلابېلو اړخونو په اړه له هغه سره خبرې هم کولى شي ستاسو په اړه د هغه ډاډ او اطمنان جلب کړي. ستاسو رئيس په دې دليل تاسو ګومارلي يئ چې د هغه لپاره تاسو يو تر ټولو غوره کس ياستئ او په بل عبارت هغه ستاسو په اړه زيان منلى او مطمئناً خوښوي چې ستاسو له پرمختګونو څخه خبر وي.

10. مثبت ليدلوري ولرئ
خوښ باوره وګړي تل په نورو باندې غوره اغېزه اچوي. هغه وګړي چې د کاراو مسئوليتونو او نوو ستونزو لپاره مثبت ليدلوري لري او خوښ باوره دي، په ډاډ سره ډېر د ټولو د خوښې وړ ګړځي، کله چې له نوو وګړو يا خپلو ملګرو سره په نښه کېږئ، تل موسکا کوئ. د کوم څيز په اړه له ګيلې او شکايت څخه ځان وساتئ. د څو لومړيو اونيو په اوږدو کې د خپلو ټولو ملګرو د کار د محل په اړه له غيبت کولو څخه ځان لرې وساتئ.