د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د توپ وهنې د روزنې لپاره د راشد لطيف سره تړون لاسليک نه شو

کرکټ څانګه 24.06.2010 22:58

د افغانستان کرکټ بورډ هغه اقدام عملي نه کړ چې له مخې یې پتيل شوې وه د پاکستان د پخواني کپتان راشد لطیف سره د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزنې لپاره تړون لاسليک کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ هغه اقدام عملي نه کړ چې له مخې یې پتيل شوې وه د پاکستان د پخواني کپتان راشد لطیف سره د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزنې لپاره تړون لاسليک کړي.

ټول افغان خبر شوی دی چې د کرکټ بورډ او راشد لطیف تر منځ تړون لاسليک کول غوټه شوي و او په همدې موخه راشد لطيف افغان کرکټ بورډ ته د خپل پاسپورت کاپي هم لېږلې وه خو د یو لړ فشارونو په وجه چې د یو شمېر لوبغاړو او د کرکټ سره د تړلو کړیو له په کرکټ بورډ وشول نوموړي سره تړون لاسليک نه شو.

سرچينه وايي چې د ملي لوبډلې روزونکی کبيرخان په دې اند دی چې استرالوی او يا هم د سويلي افريقا کوم روزونکی دې ملي لوبډلې ته د توپ وهنې روزنه ورکړي. نوموړي دا خبره موده مخکې ټول افغان ته په یوه مرکه کې هم کړې وه. هغه مهال کبيرخان ټول افغان ته ويلي و چې د هندوستان او يا پاکستاني روزونکي پر ځای استرالوی یا سويلي افريقايی روزونکی ځکه غوره دی چې د هندوستان او پاکستان خپله توپ وهنه ستونزې لري.

دا مشوره امکان لري په اسانه عملي نه شي ځکه چې هر څوک زړه نه ښه کوي چې په نارامه افغانستان کې افغان لوبډلې ته روزنه ورکړي. ډېر لږ امکان لري چې د استراليا او يا سويلي افريقا کوم ښه روزونکی دې افغانستان ته د روزنې ورکولو په موخه دوامداره سفرونه وکړي. راشد لطیف سره د لوبغاړو د محاورې ستونزه هم ځکه هواره وه چې ډېری لوبغاړی په اردو پوهېږي. همدا لامل و چې د افغان کرکټ یو شمېر مينه وال او شنونکي د راشد لطیف ټاکنې ته خوښ وو.

د شل اورونو په تېر نړيوال جام کې د افغان لوبډلې توپ وهنه کمزورې وه چې د افغان کرکټ څارونکو اندېښنې یې راپورته کړې چې دا لوبډله به ګنې وکړای شي چې د ټيسټ هېوادونو کچې ته ځان ورسوي. له همدې امله د کرکټ بورډ وپتيله چې دې اندېښنو ته مثبت ځواب ووايي او راشد لطيف د توپ وهنې د روزونکي په توګه وټاکي.

د راشد لطیف سره د تړون د نه لاسليک کولو له وجې به افغان لوبډله لږ تر لږه د هالينډ د لوبو تر پای پورې - چې خورا مهمې او اررښتناکه دي - د توپ وهنې روزونکی ونه لري او امکان لري په هالينډ کې د دويمې درجې بهتره هېوادونو ته اسانه شي چې د افغانستان سره مقابله وکړي.