د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان دمادي او معنوي زېرموهېواد

افغان هېواد 24.06.2010 20:39

لکه څنګه چې افغانستان ډېرسرشاره ځوانان ، سرشاره اواتل ولس ، دينداره او خداى دوسته وګړي او ميړنى او سرښندونکى ولس لري همداارنګه داهېواد دطبعي سرچينو ، جامدو او مايعو کانونو له پلوه هم ترډېرو هېوادونو ډېر بداى او ډېر غني دى
زموږ داګران هېواد د نړۍ پر مخ هغه هېواد دى چې که له يوې خوا له هره پلوه د استعدادونو او برياوو په ډګر کې له ډېرو پرمختلليو هېوادونو سره سيالي کولاى شي نو له بله پلوه د طبعي زېرمو د درلودلو له برکته دومره غني اوبډاى هېواد دى چې په نړيواله کچه نوم لري اودومره څه په خپل زړه کې لري چې دطبعي زېرموله پلوه به دنړۍ له زياتوهغو هېوادونوسره چې دطبعي زېرموله پلوه بډايه او مشهور دي په کتار کې ودرېږي، د امريکايي جيالوجستانو او ځمکه پېژندونکيو تازه څېړنه دا ښيي چې زموږ د هېواد په پراخه غېږ کې د يو تريليون ډالرو په بيه طبعي زېرمې موجودې دي چې په دې زېرموکې اوسپنه، مس، ليتيوم، نيو بيوم، سره زر او د کوبالت کانونه شامل دي، د امريکايي ځمکه پېژندونکيو او جيالوجستانو د څېړنې له مخې چې که چېرې يوازې د افغانستان د ليتيوم پر طبعي موادو کار وشي او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي، نو له سعودي عربستان سره چې هغه هم له دې پلوه يو غني هېواد دى سيالي کولاى شي او امکان لري چې له دې هېوادڅخه هم ډېرې زېرمې اوکانونه ولري.
زه باورلرم چې افغانستان ترهغې اندازې چې امريکايي متخصصينو اعلان کړى ډېر کانونه او ډېرې لاس نه خوړلې زېرمې لري خو تراوسه پرې هيچا هم کار ندى کړى .
دغه سروې او څېړنه امريکايي ځمکه پېژندونکيو تر سره کړې ده، دغه نظر امريکايي سياستوالو نه، بلکې جيالوجستانواو ددې فن کارپوهانو ورکړى دى ځکه خو نو له سياسي مسايلو سره کوم ارتباط نه شي پيداکولاى، په دې دليل چې د سياستوالو او فني کارپوهانو د نظر او عمل لارې بېلې دي، نو له دې څخه معلومېږي چې دغه سروې، څېړنه او نظريه يوه علمي او فني څېړنه ده او په اړه يې هم بايد ژور فکر وشي او د ارواښاد الفت صاحب په خبره چې فرمايلي يې دي:
کاڼي لال د بدخشان بوټي کيميا ده
د هر کاڼي او هربوټي په اړه علمي او څېړنيزې څېړنې ته اړتيا ده او موږ بايد ددې پوهه او ظرفيت پيداکړو چې و يې پېژنو، د خپل هېواد او نورو انسانانو د خدمت په غرض يې د استعمال وړ وګرځوو.
خو دغه کار بيا خوا خوږو افغانانو، په وطن مئينو کارپوهانو، د وطن صادقو او رښتينو خدمتګارانو ته اړتيا لري، دا هر څه زموږ دي، مهربان خداى(ج) زموږ د ګټې لپاره زموږ په ځمکه کې پيداکړي دي، که موږ د زړه له کومې وغواړو چې د خپل هېواد او خپلو خلکو په ګټه ور څخه کار واخلو نو په پوره يقين سره دا ويلاى شو چې لوى او مهربان خداى(ج) به په دې لار کې هم را سره مرسته کوي، چې په خپلو رواکړنو او موخوکې بريالي شو، خو له بده مرغه د تاريخ په اوږدو کې او اوس مهال زموږ ځينې ښاغلي د دغه شان ټولګټو کارونو پر ځاى په ډېرو عادي او شخصي چارو فکر کوي او يا هېڅ فکر نه کوي ځينې نړيوال قوتونه او په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه هم موږ ارام ته نه پرېږدي او په يوه او بل نامه مو په داسې چارو بوخت ساتي چې دغه شان ټولګټو چارو ته مو هډو فکر نه شي او په دې اړه د سوچ کولو موقع هم ترلاسه نه کړاى شو.
واقعيت دادى چې زموږ د لرغوني او تاريخي هېواد مهربانه غېږ له هر ډول مادي او معنوي شتمينو ډکه ده،پوره اوماموره ده، علمي او اتل شخصيتونه دې خاورې زېږولي دي، لوړ استعدادونه دې خاورې روزلي دي او قېمتي زېرمې د دې وطن په خاوره کې موجودې دي، خو که د دې خاورې بچيان د دې جوګه شي چې دغه ټول وياړونه وساتي او د يوې خوږې ورورګلوۍ په رڼاکې هغه شان برياوې تر لاسه کړي چې د دې وطن له حقيقي بچيانو سره ښايي، اما له بده مرغه د دې تاريخي وطن په غېږ کې ځينې داسې اشخاص هم شته چې له ملي ګټو څخه شخصي ګټې ورته ارزښت لري او دې پر ځاى چې پر ملي ګټه فکر وکړي د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ د ژوند چارې پر مخ بيايي اوتل دخپل ځان اويوه قوم دګټې اوفايدې په خاطر هلې ځلې کوي اوله نورو افغانانوسره يې دمور اوميرې سلوک پيل کړى دى ،داسې لکه دانورقومونه اوقبيلې چې دافغانستان اتباع نه وي او يواځې همدوى ددې ملک اوسېدونکي وي .
له بلې خوا د تاريخ په اوږدو کې په دوامداره توګه دغه تاريخي ټاټوبى، دغه د آسيا زړه او دغه د ځمکې پر مخ ثاني جنت د بهرنيو پر غلګرو تر تاړاکونو او ير غلونو لاندې راغلى او زموږ خلک يې په دوامداره توګه په جګړه کې ښکېل ساتلى دى، نو د دې وخت يې نه دى پيداکړى چې د دغه شان ملي شتمنيو او طبعي زېرمو د را اېستلو لپاره فکر کولو ته موقع پيداکړي او دغه خداى(ج) ورکړې شتمني او طبعي زېرمې د خپل وطن او خپلو خلکو په ګټه وکاروي، خو اوس چې دعمل او تمدن او علمي تکنالوژۍ زمانه ده له نړيوالو پوهانو او متخصصينو او د خپل هېواد له کارپوهانو، سياستوالو او چارواکيو څخه زموږ د خلکو هيله دا ده چې د ورانولو، وژلو او بې کوره کولو ،دشتواوبيابانونو ته دشړلو پرځاى د دغو طبيعي زېرمو د رااېستلو او د انسانانو په ګټه په کارولو خپله انرژي په کار واچوي، تر څو هم دوى او هم موږ ته د هغه ګټه ورسېږي اودخپل خراب اوله تاوتريخوالي څخه ډک ژوند موپرې دارامۍ اوسوکالۍ پرمخ بوځو .
اوس چې امريکا هم پدې متيقنه شوه چې دافغانستان غېږه له ډېرو مادي او معنوي شتمنيو ډکه ده او افغانستان ډېر قيمتي او ناسپړلي کانونه لري نو بايد دې کانونو په رااېستلو کې له افغان دولت سره مرسته وکړي چې دابه ددوى په ګټه هم وي دافغانستان دولت ته به هم ګټه ورسوي او افغانانو ته به کار هم وموندل شي .
خداى(ج) دې وکړي چې تر دې وروسته زموږ په وطن کې چې د اوږدو جګړو او تباهيو له امله د ژوند له ټولو امکاناتو څخه بې برخې دى د جنګ جګړو اوتاوتريخوالي ځاى مينه، محبت او ورورګلوي ونيسي او بيا د همدغې مينې، محبت او ورورګلوۍ په سيوري کې خپل هېواد، خپلو خلکو او بشري نړۍ ته د خدمت مصدر وګرځي،اوخپل دې خدمت هم دخپل هېواد اوهم دخپلو کړېدلو او ځورېدلو هېوادوالو دتلپاتې ناسور زخومونولپاره يوه دمرهم پټۍ شي ، له دغومره زياتو مادي او معنوي شتمينو څخه د بشريت په ګټه استفاده وکړي،په خپلو لاسونو دغه شتمني راوباسي او په دې توګه زموږ هېواد د نړۍ د هغو هېوادونو په ليکه کې و درېږي چې همدا اوس د تمدن او پر مختګ لوړو پوړيو ته رسېدلي دي او ځانونه د نړۍ له بډايه هېوادونو له جملې څخه شمېري.