د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي لوبډله هالينډ ته د خالي په ورځ راونېږي. د تمرين انځورونه او رپوټ

کرکټ څانګه 24.06.2010 11:47

روزونکی کبيرخان ميرويس اشرف ته لارښوونه کوي.

د افغانستان ملي لوبډله به د راروانې خالي په ورځ چې د جون د ۲۶مې سره سمون خوري هالينډ ته د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د سيالۍ لپاره راونېږي.

ملي لوبډله دا مهال په جلال اباد کې د تمرين په موخه کيمپ لري. ټول افغان د ملي لوبډلې کيمپ چې په ننګرهار کرکټ اکاډيمي کې د تېرې پنچشنبې (۱۷م جون) راهيسي د اتو ورځو لپاره ترسره کېږي کتلی دی.

 د تېرې خالي په ورځ د لوبډلې روزونکی کبيرخان هم له برتانيې جلال اباد ته ورسېد او سمدستي يې لوبغاړو ته لارښوونې پيل کړې.  د تېرې خالي په ورځ په ننګرهار کې د هوا حالات کابو ۴۰ درجې و چې د هالينډ له هوا سره ۱۸ درجې توپير لري. ملي لوبډلې په ډېره ګرمۍ کې تمرينونه ترسره کول.

د ننګرهار په کرکټ اکاډيمۍ کې څلور ډوله پيچونه شته دی چې د هالينډ پيچونو ته ورته له وښو ډک پيچونه هم لري چې لوبغاړو سره د لومړي ډويژن لوبو ته د تياري په ترڅ کې مرسته کوي.

کپتان نوروز منګل ټول افغان ته وويل چې لوبډله د هاليڼډ لوبو ته چمتو ده.

روزونکی کبيرخان په جلال اباد کې ټول افغان ته وويل چې د عمليات ټپونه یې لا پوره جوړ نه دي خو لازمه یې وګڼله چې د لوبډلې سره نږدې وي او لارښوونې ورته ورکړي. نوموړي وويل چې په ننګرهار کرکټ اکاډيمي کې هالينډ ته ورته پيچونه شته دی.

ټول افغان چې کله د لوبډلې کيمپ ته ورسېد نو ویې ليدل چې په ملي لوبډله کې ۱۵ اساسي او څلورو احتياطي لوبغاړو په ډېره جذبه تمرين کاوه. ويکټ ساتونکی شهزاد محمدي هم په تمرين کې و خو وروسته باوري سرچينو ټول افغان ته وويل چې نوموړی پېښور ته د یو واده لپاره ولاړ. سرچينې ټول افغان ته وويل چې شهزاد د کرکټ بورډ او د لوبډلې د مديريت له اجازې پرته لوبډله پرېښې ده او پېښور ته تللی دی.

د هالينډ په سفر کې به د لوبډلې سره نوی مدير مل وي. نوی مدير سيد نظيم جار نومېږي او د غواروي د کميسيون غړی هم دی. جار ټول افغان ته وويل چې د لوبډلې لپاره یې د هالينډ ويزو ته عريضه کړې ده او په ۲۶م د جون به هالينډ ته روانېږي او په ۲۷م به هلته رسېږي.

د لومړي ډوېژن لوبې به په هاليڼډ کې د جولايي په لومړۍ نېټه پيل کېږي او تر لسم پورې دوام مومي. افغانستان به لومړۍ لوبه د جولايي په لومړۍ نېټه د کاناډا سره کوي. کاناډا پخوا افغان لوبډلې ته دوه ځلې ماته ورکړې ده او یوه ماته یې خوړلې ده.


روزونکی کبيرخان لوبغاړو ته لارښوونې کوي.

د لوبډلې نوی مدير سيد نظيم جار چې د کچه ګړۍ له وختونو د کرکټ سره نږدې پاتې شوی دی.

د ننګرهار کرکټ اکاډيمي چلونکی او د کرکټ بورډ تخنيکي مدير د خپلې اکاډيمۍ د نوي باولينګ ماشين زور ازمايي. نوموړی نور علي ځدراڼ ته د ماشين له لارې توپ اچوي.

د نورو انځورونو لپاره لاندې ټک ورکړئ:

  • Img_0836 Img_0839 Img_0838 Img_0840 Img_0845 Img_0846 Img_0851 Img_0857 Img_0864 Img_0873 Img_0874 Img_0877 Img_0876 Img_0886 Img_0888  Img_0865