د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان: د جنرال پترویس ټاکنه به بې پايلې وي

ټول افغان 24.06.2010 11:07

د ملا محمد عمر په مشرۍ د دولت وسلواله مخالفه ډله وايي چې د جنرال مکرسټل پر ځای د جنرال ديويد پترویس ټاکنه به کومه پايله ونه لري.

د طالبانو یو وياند قاري محمد یوسف احمدي ويلي دي چې ((د مکرسټل ګوښه کيدل دهغه دڅرګندونوله امله نه، بلکي دالله تعالی غیبي نصرت ،دمظلومو افغانانو ازاراوزموږدشازلمیوقهر مانۍ او قر بانۍ ددښمن ټول ځواک په ګونډوکړی اوپه مجموع کې داوبا ما سترا تیژی ناکامه کړی ، خو او با ما دا هو ښیاری وکړه چي دنکا مۍ لاسونه یې په پوځ او په خاص ډول په مکرسټل پاک کړل او وار یې دمخه کړ،ترڅو په نړۍ او امریکا کې دخپل ځان او خپل ګوند حیثیت وساتي)).

طالبان وايي چې ((د مکرسټل له دندې نه ګوښه کيدل د افغانستان دجګړې منطقي انجام دی او هر څوک که په دې دنده ټاکل کيږی انجام به یې ځکه دا وي چي دافغانستان خاوره او ولس هیڅکله هم دا اجازه نه ور کوی چي پردي دی پکې کا میابه شي دتاریخ په اوږ دوکې تر مکرسټل پیاوړی او تر او با ماتجربه کاره یر غلګرپه افغانستان کې په ګونډو سوی ځکه خو نن افغانستان دیرغلګروهدیره بلله کیږی .))


د طالبانو ویاند ويلي دي چې ((دا اوږده جګړه چي دامریکا په تاریخ کې ساری نلری دزوراوجنرالانو دادلون بدلون له لارې نه حل کیږی مکرسټل او او با ما دزور ازمایلو او د پو ځو نو دزیاتولو ناکامه حر به استعمال کړه)).

قاري یويسف وايي چې جنرال پترویس به هم نتیجه ورنکړی ځکه چي ((نوموړی له دی نه مخکې په مرکزی قومندانۍ کې کار کاوه مشورې او فیصلې یې هغه وخت هم تر عمل لاندی وې ،خو کومه نتیجه یې ورنه کړه استعداد یې هم تر مکرسټل زیات ندی ، تیره اوونۍ دامریکادکانګریس د وکیلانو دپوښتنو دځوابولو په مهال دهغه بې سده کېدو د هغه فیزکی وړتیا او زړورتیاهم تر سوال لاندی راوسته او تر ډیره حده یې نظامي رعب او د څلورو ستورو حیثیت هم په عام ذهنیت کې را ولوید)).