د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څنګه پوهېدی شوچي الله جل جلاله له موږراضي دی؟

عصمت الله عزام 24.06.2010 10:42

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:
که له انسان څخه الله رب العزت راضي شي،دادده لپاره لويه نېکمرغي اوستربرياليتوب دی،که ترې ناراض شي،دائې لويه تباهي،حقيقي بدمرغي،تلپاتې شرمندګي اودسختوعذابونولامل اوسبب دی .
مطلب دادی چي زموږلپاره په ژوندکي لومړنی مهم کاردادی چي الله رب العزت له ځانوراضي کړو.
اوس څنګه به پوه شوچي الله رب العزت له موږراضي دی،که ناراضه ددې لپاره څونښي اواسباب شته،علماءکراموهغه جمع کړې دي په دغونښوکي ځيني ټولنيزي دي،چي دټولني سره تعلق لري .
اوځينې ئې ځانګړې دي،چي ديوه شخص سره تعلق لري،دابايدهرمسلمان په غورسره ولولي اوبيادي دځان اوټولني په هکله فکروکړي چي څومره دانښي په موږکي شته،که وي،دالله تعالی شکردي اداکړي اوپرهغودي ثابت واوسي،که نه وي په ځان کي دراوستو کوښښ دي وکړي.
هغه دادي:
{اول}
په بعضوآثاروکي نقل شوي چي بني اسرائيلوله موسی عليه السلام څخه غوښتنه وکړه چي له خپل رب څخه دي پوښتنه وکړه چي کله له موږراضي اوکله ناراضه وي؟
الله رب العزت موسی عليه السلام ته وحی وکړه چي زه کله باران په خپل موسم کي وروم، ستاسودچاروواک نيکانوته وسپارم اومالونه سخيانوته ورکړم،په دې وخت کي زه له تاسوراضي يم .
اوکله چي باران بې موسمه وروم،بدخلګ مومشران کړم اومالونه موبخيلانوته ورکړم ، په دې وخت کي زه ناراض يم(قوت القلوب ص138)
دانښه دټولني سره تعلق لري،يعني په عمومي توګه چي الله پاک راضي ياناراض وي، دانښي ترسترګوکيږي.
(دوهم)کله چي الله رب العزت يوانسان دخيرپه کاروکي استعمالوي،په خپل طاعت اوعبادت کي ئې استعمالوي،دادالله پاک درضاعلامه ده،چي الله پاک له دې انسانه راضي دی.
اوکله چي يوڅوک دګناه په کاروکي استعمالوي،دالله تعالی په نافرمانئ کي ئې لګياکړي، داله هغه انسانه دالله تعالی دناراضتياعلامه ده .
دې خبري ته الله پاک په خپل کتاب کي اشاره کړې په سورۀ حج کي داسي فرمايي چي ژباړه ئې داده:
ته نه ګورې يقيناًالله ته سجده کوي هغه څوک چي په اسمانوکي دي اوهغه څوک چي په زمکه کي دي،اولمر،سپوږمۍستوري،غرونه،وني،زنده سر(څاروي اونور...)اوډېری له خلګوڅخه.
اوپرډېروباندي دعذاب فيصله ثابته شوې ده،څوک چي الله تعالی سپک کړي،هغه ته هيڅوک عزت ورکوونکی نشته،
يقيناًالله تعالی هغه کوي څه چي غواړي.(الحج18)
په دې آيت کي اشاره ده چي څوک الله پاک ته سجدې کوي هغه مُکرَم اوعزتمند بنده دی،ځکه ئې ځان ته په سجده کړی دی .

په يوه اثرکي راغلي دي چي دعطاءابن ابي رباح يوه مينځه وه،دشپې دلمانځه تر اداکولو وروسته ئې داسي دُعاءوکړه: اې ربه!ستادمحبت له امله چي له ماسره ئې لرې داحاجت مي پوره کړه؟
عطاء ابن ابي رباح ورته وفرمايل:داسي مه وايه بلکي داسي ووايه چي اې ربه!زماد محبت له امله چي ستاسره ئې لرم داحاجت مي ترسره کړه؟
مينځي ورته وويل:که الله پاک راسره محبت نه درلوی،ځان ته به ئې په عبادت باندي نه درولم.
(کله چي ئې په عبادت درولې يم،له دې معلوميږي چي دالله پاک راسره مينه شته)
عطاءبن ابي رباح ددې دځواب په اورېدوسره ددې فهم اوپوهي ته حيران شو.
په حديث شريف کي هم داخبره راغلې ده چي ان الله اذااحب عبدًااستَعمَله قيل وکيف يستعمله؟قال:
يوفقه لعمل صالح قبل الموت(رواه الترمذي)
{کله چي دالله پاک يوبنده خوښ شي،هغه استعمال کړي.
چاورته وويل :څنګه ئې استعمالوي؟
وئې فرمايل:ترمرګ مخکي دنېک عمل توفيق ورکوي}
(دريم)
کله چي دانسان زړه دالله رب العزت له محبته ډک شي داهم دالله پاک درضانښه ده الله پاک فرمايي:يُحبُهُم وَيُحبُونَهُ {مينه به لري الله پاک ددوی سرهاودوی به دالله سره مينه لري}
په دې آيت مبارک کي الله پاک خپل محبت ددوی دمحبت سبب ښودلی دی،يعني ددوی سره دالله پاک دميني اومحبت لامل دادی چي دوی دالله سره مينه لري.
(څلورم)دالله پاک دکتاب سره تعلق ساتل.
داهم دالله پاک درضايوه لويه علامه ده لکه څنګه چي له ابوهريره رضي الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:قرآن لولئ ځکه قرآن دقيامت په ورځ
ډېرښه سپارش کوونکی دی،قرآن به وايي:اې ربه!ده(دقرآن لوستونکي)ته دعزت حليه(دښائست سامان)ورواغونده،نودعزت حليه به ورواغوستل شي.
(بيابه ووايي)اې ربه!ده ته دعزت جامې ورواغونده،نوهغه به هم ورواغوستل شي.
(بيابه ووايي)اې ربه!دعزت تاج ورواغونده،اې ربه ترې راضي شه،ستاتررضاوروسته بل څه نشته!(رواه الدارمي واسناده صحيح)
(پنځم)
اخلاص،لمونځ اوزکات
له انس ابن مالک رضي الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم
وفرمايل:څوک چي له نړۍ په داسي توګه بيل شي چي دالله سبحانه وتعالی
لپاره اخلاص کوي په عبادت کي،(يعني بل چاته په هيڅ قسم عبادت کي برخه
اوحصه نه ورکوي)لمونځ ئې کړی وي اوزکات ئې ورکړی وي،په داسي
حال کي به مړشي چي الله پاک به ترې راضي وي.
(رواه ابن ماجة واسناده حسن)
{شپږم}
دالله تعالی رضاپه دې هم معلوميږي چي يوانسان په هغوکاروکي بوخت وي کوم چي دالله تعالی درضااسباب دي،چي
هغه تقريباًشل عملونه دي(انشاءالله تعالی په نږدې راتلونکي به هغه هم وليکو،دالله پاک په توفيق سره)
{اوم}
له عبدالله ابن مسعودرضي الله عنه روايت دی چي

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:ان الله قسم اخلاقکم
کماقسم ارزاقکم،وان الله يعطي الدنيا
من يحب ومن لايحب ولايعطي الدين الامن احب،فمن اعطاه الله الدين
فقداحبه،والذي نفسي بيده لايسلم عبد
حتی يسلم قلبه ولسانه،ولايؤمن حتی يأمن جاره
بوائقه.(رواه احمدوالبيهقي وهوفي المشکات)
{الله پاک ستاسواخلاق هم داسي درتقسيم کړي دي لکه څنګه چي ئې
ستاسوروزۍ تقسيم کړې دي،الله پاک دُنيا(مال)خوښ اوناخوښ دواړو
ته ورکوي خودين يوازي هغه چاته ورکوي چي خوښ يې وي،نوچاته چي
الله پاک دين ورکړي نوداسړي ئې خوښ دی،په هغه ذات مي دي قسم وي
دچاپه لاس کي چي زماساه ده،يوبنده ترهغه مسلمان نشي کېدی ترڅوچي ئې زړه
اوژبه اسلام رانه وړي،اوايمان والانشي کېدی ترڅوچي
څنګلوری(ګاونډی)دده له تکليفه خوندي نه وي .
له دې حديث څخه معلومه شوه چي الله پاک له دينداره خلګو
راضي وي ځکه ئې ورته ددينداری توفيق ورکړی دی.
نودينداري هم دالله پاک درضايوڅرګندوی دی.
{اتم}
بله علامه دالله پاک درضاداده چي الله پاک چاته درسول الله صلی الله عليه وسلم دمبارکو
سنتودتابعدارۍ توفيق ورکړي
داددې څرګندوی دي چي له دې سړي څخه الله رب العزت راضي دی.
الله تعالی فرمايي:قُل ان کُنتُم تُحبُونَ اللهَ فَاتبعوني
يُحببکُمُ اللهُ ويَغفرلَکُم ذُنُوبَکُم وَاللهُ غَفُورٌرَحيمٌ{آل عمران}
{ورته ووايه(اې پيغمبره .صلی الله عليه وسلم)که تاسودالله تعالی
سره مينه لری،زماتابعداري وکړئ،الله پاک به ستاسوسره مينه اومحبت وکړئ،
ګناهونه به مودروبخشي اوالله پاک بخښونکی اومهربان دی}
په دې آيت کي ترغيب دی دالله پاک دمحبت حاصلولوته په په تابعدارئ سره دنبي عليه السلام .
له دې آيت څخه په څرګندډول معلوميږي چي دالله تعالی
محبت درسول الله صلی الله عليه وسلم دسنتوطريقودعملي
کولوسره تړلی دی،معلومه خبره ده چي دچاسره الله پاک محبت اومينه لري خامخاترې راضي هم وي
الله پاک دي موږته خپله رضا راپه برخه کړي آمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين