د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سبا به ناوخته وي

سیدعبدالله ولي زی 22.06.2010 13:07

سبا به ناوخته وي« د افغانستان دثبات او پرمختيا څو مسلې» کتاب چې ډاکتر محمد ابراهیم شینواري لیکلی او  دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی، د لوستونکو د لوستنې لپاره اوس تیار دی

دا یو ډیر ښه زیري دی  چې له دې خبر شو چې په دغه کتاب د علمي پوهې په محدوده کې زموږ تنده ماتولای شي؛ او زه د دې زیري رسول تاسو ته اړين بولم؛ او غواړم څو کرښې د کتاب د چاپېدو په مناسبت ولیکم .

کتاب په ۱۵۴ مخونو کې په ښکلي او ښه کاغذ چاپ شوی او پښتۍ یې په رنګه کارډ کاغذ کې چاپ شوی؛ او پکې  یوه سریزه، یوه پایله او ۲۲ بیلابیلې لیکنې یو ځای شوي دي؛ چې ټولې د افغانستان له ثبات او پرمختیا سره تړاو لري . د هرې مسلې سببونه سپړل شوي؛ بیا یې د حل لارې هم په نښه شوي، او چارواکواو مسولانو ته پکې مشخص وړاندیزونه شوي او ترې غوښتل شوي دي؛ چې که د دغو مسلو حل ته نن اقدام و نه کړي او معقولې، علمي او عملي پالیسي ګانې ورته جوړې نه شي؛ نو سبا به ناوخته وي . د هرې موضوع په باب ارقام، حقیقتونه، مثالونه او ملي او بین المللي تجربې هم ذکر شوي؛ چې لیکنو ته یې یو مستدل او منطقي شکل ورکړی دی . لیکنې په احساساتي او د ورځې مود ګرمونکې او راپارونکي ډول نه دي لیکل شوي؛ بلکې برعکس په استدلال، د مالوماتو او مثالو په وړاندې کولو، حوصله او سنجش لیکل شوي؛ او لوستونکي هم دغه ډول له ځان سره بیايي .  کتاب د ثبات، توازن، انکشاف، ټولنیز عدالت، ملي یووالي، ملت جوړونې او نورو موضوعاتوپه باب بیخي نوي مالومات وړاندې کوي .