لغمان:دسبو او ميوو دساتلو ستره سړه خونه جوړه شوه!
21.06.2010 12:34ددغې سترې خونې دپرانستې په مراسمو کې دلغمان دوالي محمداقبال عزيزي سربيره دافغانستان دکرنې او اوبو لګولو وزير محمداصف رحيمې او په کابل کې دامريکا دسفارت مرستيال برخه اخيستې وه ،دلغمان والي وويل پخوا به دلغمان کروندګرو دځاې دنشتوالي له امله خپل دسبو او ميوو حاصلات په ارزانه بيه پلورل خو اوس کولاې شي چې هر وخت وغواړي خپل حاصلات په ښه او وړ بيه وپلوري ،دکرنې وزير وويل دا ستره سړه خونه دګاونډيو هيوادونو ايران،پاکستان،چين او روسيې په اندولو معيارونو جوړه شويده چې دسلګونو ټنو تازه ميوو او سبو دايښودلو وړتيا لري پر دې سړې خونې چې په درې بلاکونو کې جوړه شوې دامريکا دپرمختيايي ادارې يو مليون ډالر لګول شويدي.په لغمان کې دسبو او ميوو دساتلو دا سړه خونه داسې مهال پرانستل کې چې پدغه ولايت کې دبيا رغاونې پر لسګونو نورو پروژو هم کار روان دى