د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وخت مديريت - ۴

انبيا ژمن 14.06.2010 16:37

د وخت مديريت
ژباړن: انبيا ژمن
لاندينيو ټکو ته په دې ترتيب سره امتياز ورکړئ:


هېڅکله ١ امتياز
ځينې وختونه ٢ امتيازه
ډېرى وختونه ٣ امتيازه
تل ٤ امتيازه

1. تل په وخت او چمتو غوڼدو ته ځم
2. د غونډې په خونه کې دېوالي ګړۍ په داسې ځاى کې ځوړندوم چې ټولو ته د ليدو وړ وي
3. له هغو غونډو څخه چې ترتيبوم يې د نظر وړ پايله ترلاسه کېږي
4. کومې کتنې چې ترتيبوم ډېرى يې ترسره کېږي
5. ترلاسه شوي ليکونه دفتر ته له رسېدو سره سم خلاصوم
6. د خپل کار اړوند خپرونې په ورځپاڼو او مجلو کې مطالعه کوم
7. د کار په محل کې هغو خپرونو ته چې نه يې مطالعه کوم نومليکنه نه کوم
8. له فکس څخه ترلاسه شوي ليکونه په هماغه ورځ لولم
9. کله چې ملګري کار ترسره کوي مزاحمت يې نه کوم
10. هغو ملګرو ته چې غواړي له ما سره وګوري له مخکې وخت ټاکم
11. د ورځې يوه ګړۍ له ملګرو سره د کتنې لپاره ځانګړوم
12. کله چې په فکر کې ډوب يم د خونې ور بندوم
13. د متقابلو ټلفوني اړيکو په اړه په خپله ژمنه عمل کوم
14. زما ټلفوني خبرې لنډې دي
15. د ملګرو يا خپل مرستيال په مرسته سره ټولو ټلفوني اړيکو ته له ځواب ورکولو څخه ځان ساتم
16. له مخکې ټاکم چې څو ټلفوني اړيکو ته کولى شم ځواب ووايم
17. د کورنيو يادداښتونو له ترسره کولو سره سم هغه سملاسي او په نظري ډول ګورم
18. کورني يادداښتونه وروسته په بشپړ ډول لولم
19. تل مې پام دى چې مېز مې بوخت او ګډوډ نشي
20. د کار ميز مې تل مرتب او پاک دى
21. هغه کارونه چې خپله کولى شم ترسره يې کړم خپلو ملګرو ته سپارم
22. د هغو کارونو په اړه چې نورو ته يې سپارم لازمې څارنې ترسره کوم
23. له ملګورو څخه غواړم چې کاري پلان يې له يوه مخ څخه ډېر نه وي
24. د سازمان د مالوماتو تر لاسه کولو په سسټم کې د مالوماتو ترلاسه کوونکى ځانګړوم
25. د تفکر او عمل هرې کړنې ته متناسب وخت ځانګړى کوم
26. د خپل ورځني کار يو لړ چمتو کوم
27. زه په ځانګړو ګړيو کې کار کوم نه له هغې نه ډېر
28. هڅه کوم له کارکوونکو سره نېغه اړيکه ولرم
29. د خپلو ملګرو د هر يوه مثبتو ځانګړتياوو ته سخته پاملرنه کوم
30. د ټکنالوجۍ له وروستيو مالوماتو څخه پوهاوى لرم
31. تر لاسه شوي برېښليکونه زېرمه او وروسته يې مطالعه کوم
32. په کمپيوټر کې د شته فايلونو بيا کتنه کوم