د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهنه د اونۍ په هېنداره کې

ګل آغا احمدي وردګ 14.06.2010 14:10

څلورم اونیز راپور

تېره اونۍ هم د افغانستان د پوهنې ډګر د ګڼو لاسته راوړنو شاهد وو چې د نوو ښوونځیو د تعمیراتو د جوړولو او بنسټ ایښودلو، له ښوونکو څخه د آرموینې د اخیستلو، تعلیمي مرستو سپورتي لوبو په لاره اچولو او داسې نور یې د نمونې په توګه یادولی شو. د دې اونۍ تفصیلي راپور په لاندې توګه د ګرانو لوستونکو د مطالعې وړ ګرزي چې په تاریخ وار ډول ترتیب شوی دی:

د ۱۳۸۹ د غبرګولي ۱۵ نیټه
د ننګرهار د ولايت دكوټ د ولسوالۍ د لاغلجو د ليسې د نوې ودانۍ بنسټ د نوموړي ولايت د پوهنې د رياست د مسوولينو لخوا په داسې حال كې چې  د سيمې قومي مشرانو، استادانو او زده کوونکو هم ګډون درلود كيښودل شوه. د دې ښوونځۍ تعمير په پاخه او اساسي ډول په يوه پوړکې  د ۱۶۵  زرو امريكايي ډالرو په لګښت د سويډن ګميتې په مالي مرسته او لس فيصده د سيمې د خلكو په ونډه اخيستنه د ۶ مياشتو په موده كې جوړيږي چې۳۰ درسي خونې، د احاطې ديوال، ۶ تشنابونه،  او نور ضروري ملحقات به و لري. ياده دې وي چې د يادشوې ښوونځۍ د تعمير په جوړولو سره د نوموړې ښوونځۍ د  زده كوونكو ستونزه به د درسي ټولګيو د نشتوالي له امله حل شي.

د پروان ولایت د پوهنې ریاست په تالارکې ۱۶۰ تنو د دولسمو او څلوارلسمو ټولګيو فارغانو د نوموړي ولايت د پوهنې رياست په اړوندو ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيسته. بریالي کسان به د آزموينې د پایلو څخه وروسته د پروان ولایت د شيخ علي، سرخ پارسا، شينواري، سياه ګرد، غوربند اوكوه صافي د ولسواليو په ښوونځيو کې د رسمي ښوونکو په حيث په دندو وګمارل شي.

د ډایکنډي ولایت د ګیزاب د ولسوالۍ د پوهنې له مدیریت سره د یونیسیف د موسسې له خوا د ځینو اداري، تعلیمي او سپورتي وسایلو مرسته وشوه چې په دې مرستو کې ۵ بابه لویې خیمې، د کرکټ د لوبې درې صندوقه سامان او داسې نور تعلیمي وسایل موجود وو. دغه مرستې د نوموړې ولسوالۍ د پوهنې د چارواکو په حضور کې افغان لوري ته و سپارل شوې.

د بادغيس ولايت مركز د حنظله بادغيسي او آبکمري د لیسو د زده کوونکو او د کرنې د مسلكي ليسې او قرغیتو لیسو ترمینځ  د بادغیس ولایت په سپورتي لوبغالي كې ترسره شوې چې د لوبې په پايله كې ۸ د صفر په مقابل كې د حنظله بادغيسي ښوونځۍ ۲ د ۱  په مقابل د زراعت لیسې په ګټه پاي ته ورسيدې. د یادونې وړ ده چې د فوټبال دغه سیالۍ د بادغيس ولایت د پوهنې رياست د بدني روزنې د آمريت لخوا په لاره اچول شوې وې چې موخه یې د زده كوونكو سپورتي وړتيا لوړول او له نيشه يي توكيو سره مبارزه ګڼل کیږي.

د ۱۳۸۹ د غبرګولي ۱۶ نیټه
د بلخ ولايت د زارع ولسوالۍ د سيد قاسم محمدي  ليسې نوې ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې رئيس لخوا په داسې حال كې چې د دولتى ادارو يو شمير مسئوولينو، د سيمې قومي مشرانو، ښوونكو او زده كوونكو هم ګډون درلود دپټۍ په پريكولو سره پرانيستل شوه. د نوموړې ښوونځۍ تعمير په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنوکې د  ۳۰۸ زرو امريكايي ډالرو په مجموعي لګښت دكليو د پراختيا وزارت په مالي مرسته د ۶ مياشتو په موده كې جوړه شوې چې ۲۰ درسي ټولګي، ۶ اداري خونې، د څښاک د اوبو څاه، ۸ تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري.

د تخار د ولایت د شهید سید عبدالرحمن د کنفرانسونو په تالار کې د نوي میتود تر عنوان لاندې ۶  ورځنی سمینار جوړ شو. دغه سیمنار د یونسیف د موسسې په مالي مرسته او د تخار ولایت د سواد د زده کړې د مدیریت په همکارۍ د ورسج، رستاق، چاه آب، خواجه بهاوالدین، دشت قلعه، بنګي او مرکز تالقان د ۵۰ ښوونکو لپاره په لاره اچول شوی دی چې موخه یې د سیمې ښوونکو ته د تدریس د نوي میتود ور ښودل دي.

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د ادارې او منجمنت  تر عنوان لاندې ۶ ورځنی سمینار جوړ شو. دغه سیمنار د سویډن د موسسې په مالي مرسته او د بامیان ولایت د پوهنې د ریاست په همکارۍ د همدې ولایت د پوهنې د نظارت د غړو، مدیرانو او د ښوونځیو د سر ښوونکو لپاره په لاره اچول شوی دی چې د ګډونوالو شمیر یې ۳۸ تنو ته رسیږي او موخه یې د تعلیمي چارواکو د اداري ظرفیتونو لوړول ګڼل شوي دي.

د بادغیس ولایت د ښوونځيو ښوونكو ته ۷  ورځنۍ وركشاپ  د نوموړي ولايت د پوهنې رياست په تالارکې په لاره واچول شو.  نوموړی ورکشاپ د ورلډ ويژن موسسې په مالي ملاتړ او د پوهنې ریاست په همکارۍ جوړ شوی چې د دې ولایت د مرکز په شمول د مقر او قاديس  ولسوالیو د ښوونځيو ۱۲۲ تنو د روغتيا او د ژوند د مهارتونو ښوونكو ګدون پکې كړى چې له مخې به یې د روغتيا په هكله پوهنیزې زده کړې ترلاسه کړې. پاتې دې نه وي چې د ورلډ ويژن موسسې په روان كال كې ۲۴۰ ښوونځۍ د روغتیا د پروګرامونو د زده کړې د پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولې دي.

د بلخ ولایت د قزانچِي بابا له لیسې سره د همدې ولایت د امنیت د ریاست د مسوولینو له خوا د دوو تختو شپږمتره قالینو، یو سیټ پردو او داسې نورو اړتیا وړ موادو مرسته وشوه چې د نوموړې لیسې مدیر په مننې سره د ملي امنیت د ریاست دغه هیوادپاله مرسته و ستایله چې د هیواد له تعلیمي بهیر سره یې کوي.

د بغلان ولايت د حضرت حمزه او زمانخیلو د هلکانو دلیسو د زده کوونکو ترمینځ د بغلان ولایت د قهوه خانې د باغ په سپورتي لوبغالي كې د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې. په نوموړو لوبو کې د دغه ولايت د پوهنې ریاست د مسوولینو سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو، زده کوونکو او د والیبال مينه والو ګډون درلود، چي لوبه ۳ د ۱ په مقابل كې د حضرت حمزه ليسې دټيم په ګته پای ته ورسيده.  د یادونې وړ ده چې د والیبال دغه سیالۍ د بغلان ولایت د پوهنې رياست د بدني روزنې د آمريت لخوا په لاره اچول شوې وه او موخه یې د زده كوونكو سپورتي وړتيا لوړول او له نيشه يي توكيو مبارزه ګڼل کیږي.

د ۱۳۸۹ د غبرګولي ۱۷ نیټه
د پروان په ولایت کې د دوو لومړنیو ښوونځیو هرې یوې رحاشت او موسی خیلو د جوړولو د بنسټ ډبرې کیښودل شوې چې په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د نوموړي ولایت د پوهنې د ریاست چارواکو، دولتي مامورینو، د سیمې مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه. د نوموړو ښوونځیو په تعمیراتو باندې په ټولیزه توګه ۱۱۵ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې د آسیایي موسسې د مرستو د ادارې له خوا یې مالي لګښت په غاړه اخیستل شوی او په راتلونکو ۶ میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي. باید وویل شي چې هره ښوونځۍ به ۶ درسي ټولګي، دوې اداري خونې، د دیوالونو احاطه، ۴ تشنابونه، د چښلو د اوبو یو څاه او ۱۰۰ میزونه او چوکۍ ولري.  

د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ د نسوان سنجیدق  د منځنۍ ښوونځۍ ودانۍ د نوموړې ولسوالۍ د ولسوال او د پوهنې رئیس لخوا په داسې حال كې چې د سيمې قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو هم ګډون درلود دپټۍ په پريكولو سره پرانيستل شوه. د نوموړې ښوونځۍ تعمير په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ كې د پوهنې وزارت  اړوند د پوهنې د ظرفیتونو د لوړوالي د ادارې (ايكويپ) د پروګرام څخه د ۲۴ لكو افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې ده چې ۶ درسي ټولګي، ۳ اداري خونې، د احاطې ديوال، ۳ تشنابونه او نور د اړتيا وړ  ملحقات لري.

د وردګو او میدان د ولایت د پوهنې رياست او امريكا د پرمختيايي ادارې مسؤولينو د دغه ولايت د جلريز ولسوالۍ د بي بي عايشې د نجونو  او د نرخ ولسوالۍ د خالد بن وليد دمنځنيو ښوونځيو لپاره د واليبال، فوټبال او باسكټبال د ميدانونو د رغولو چارې پرانیستلې. د دې ميدانونو د رغونې چارې رسماًٌ له هغه غونډې وروسته پيل شوې چې په همدې موخه جوړه شوې وه او په غونډه کې د همدې ولایت د پوهنې پر رئيس سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، او د امريكا د پرمختيايي اداري مسؤولينو هم ګډون كړى وو. دغه لوبغالي چې په هر يوه به ۵۰۰۰۰ امريكايي ډالره لګښت راځي، د امريكا د پرمختيايي ادارې USAID لخوا وركول كيږي او په پام كې ده چې په دوو مياشتو  كې به يې د جوړولو چارې بشپړې شي.

د جوزجان ولایت د چرمګر د لیسې سره د چښلو د اوبو د څاه کیندنې په موخه د ملي امنیت د ریاست له خوا یو شمېر نقدي مرسته وشوه او د نوموړي لیسې مدیریت ته و سپارل شوه. د دې خبرې یادونه هم ضروري ده چې نوموړې لیسې ته به د څښاک د اوبو د څاه کیندلو سره د همدې لیسې د ۱۵۰۰ زده کوونکو د چښلو د اوبو ستونزه حل شي. په همدې توګه باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د نوموړي ولایت د ملي امنیت د ریاست له خوا له مختلفو لیسو او ښوونځیو سره د کمپیوټرونو، پرنټرونو، بادپکو، فرشونو، پردو او داسې نورو تعلیمي وسایلو مرسته هم شویده.