د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مقالې لیکنې عمومي چوکاټ

اېمل افغان 14.06.2010 09:53

د یوې بشپړې،علمي،تحقیقي معاري مقالې په لیکني چوکاټ کې دا لاندې درې برخې شاملې دي:
۱ – سریزه:
سریزه (مقدمه) د لیکنې لومړۍ. خو اساسي برخه ده لیکوال باید د مقدمې د لیکلو پروخت ډېرمحتاط وي. زیاتره لوستونکي د لیکنې ارزښت او اهمیت په مقدمه کې لټوي. په سریزه کې لیکوال معمولاً هغه کلیمات او عام ټکي راوړي چې وروسته ورباندې په اصلي برخه کې بحث او خبرې کېږي سریزه د لیکنې د روح، د محتوی او معنا د هندارې حیثیت لري، څومره چې لنډه ، خو جامع، جذابه ،خوندوره او منظمه وي هغومره په کې د هڅونې قوت زیات وي او لوستونکي دې ته اړ باسي چې ټوله مقاله ترپایه په غور ولولي، او که د لیکنې سریزه بې خونده او ګډه وډه وي د لوستونکي په هماغه پیل کې له لوستنې څخه زړه مړېږي، ډېرامکان شته چې هسې بې معنا خبرې ورته ښکاره شي او له لوستنې یې صرف نظر وکړي.
په مقدمه کې لیکوال په عمومی توګه دا یادونه کوي چې ولې یې دا موضوع انتخاب کړه، څه دلچسپي یې ورسره لرله، د لیکنې هدف او اهمیت یې څه دی؟
ځینې لیکوال په سریزه کې د موضوع پس منظر ته ځغلنده، کتنه کوي او لوستونکي ته تر لیکنې لاندې موضوع روښانوي.
په سریزه کې باید مطالب داسې ترتیب شي چې د اصلي موضوع څېړنې ته لار پرانیزي او لیکوال باید د همدغه فکري انتقالي حرکت په نتیجه کې بې له دې چې یو ناڅاپه د موضوع د معنا او محتوی فکري رابطه قطع شي، د اصلي موضوع لیکنې او څېړنې ته ورداخل شي.
په غربي نړۍ کې زیاترو لیکوالو پخپلو لیکنو کې د سریزې لیکنه پرېښې او له پامه یې غورځولې ده، هغوی سریزه لیکنه د ځان او لوستونکي د وخت ضایع ګڼي او پرته له سریزې په اصلي موضوع پیل کوي. خو په شرقي لیکنو کې بشپړ دود دی او تقریباً هیڅ لیکنه بې له سریزې نه پیل کېږي.
۲ – اصلي مطلب:
دا د لیکنې ترټولو مهمه برخه ده چې لیکوال په کې د ټاکل شوي عنوان تر مفهوم لاندې په اصلي او مرکزي موضوع بحث کوي. په دې برخه کې ټول اړوند مطالب په بېلوبېلو پراګرافونو کې او که لازمه ولیدل شي په بېلو بېلو څنګزنو(بغلي) عنوانونو کې یو په بل پسې په منظمه توګه تشریح او څېړل کېږي.
په اصلي برخه کې ترټولو مهم او ستر کار د واقعیتونو څېړنه او سپړنه ده لیکوال باید هڅه وکړي موضوع د حقایقو په رڼا کې لوستونکی ته وړاندې کړي او د موضوع تیاره ګوټونه او اړخونه باید د پاخه استدلال او قوی منطق په څراغ روښانه کړي.
په اصلي برخه کې پرلیکوال لازم دي چې د یوې برخې ترڅېړنې وروسته د څېړنې او سپړنې لپاره د بلې برخې د انتخاب تشخیص په ښه توګه وکړای شي او په دې باید وپوهېږي چې د موضوع بېلابېل اړخونه څنګه په ترتیب سره راوړي چې د ټولې موضوع څېړنه بشپړه کړای شي او بیا ترې په اسانه یوه جامع نتیجه را وباسي او نوروته یې وړاندې کړي.
لیکوال په دغه برخه کې معمولاً نظریات او شواهد راټولوي او بیا پرې د خپل فکري او علمي قوت په وسیله یوه رایه قایموي.
۳ – لنډیز او نتیجه:
دا د لیکنې وروستې برخه ده. په دغه برخه کې لیکوال لومړی د ځینو هغو مهمو مسایلو چې د اصلي موضوع د روښانتیا او ثبوت لپاره په بېلابېلو پراګرافونو کې راغلي په ډېر لنډیز سره یادونه کوي او بیا په ځانګړي لیکني مهارت سره له ټول بحث او لیکنې نه یوه لنډه ، خو جامع نتیجه اخلي او لوستونکي ته یې وړاندې کوي.
د لنډیز او نتیجې په برخه کې کله – کله لیکوال د هغو ټکو لنډه غوندې یادونه هم کوي چې د موضوع په روښانتیا کې پوره اغېزه لري، خو له ده څخه د اصلي برخې د لیکنې پروخت پاتې شوې او هېر شوې وي.
لنډیز او نتیجه د لیکنې ډېره مهمه او ارزښتناکه برخه ګڼل کېږي او زیاتره لوستونکي د وخت د کموالي او یا ځینو نورو ملحوظاتو له مخې یوازې د لیکنې سریزه لنډیز او نتیجه ګوري، ترڅو په سریزه کې ورته د موضوع د عمومي محتوی پس منظر څرګند شي او له لنډیز او نتیجې څخه ورته د لیکونکي اصلي غایه او د لیکنې اوڅېړنې ځواک، استعداد او مهارت ورمعلوم شي.