د افغانستان کورنۍ شل اوريزه سيالي به د جون په پای کې پيل کېږي
13.06.2010 18:33د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له ۵۰ اوريز بريالۍ سيالۍ څخه وروسته پلان لري چې شل اوريزه سيالي ترسره کړي.
د کرکټ بورډ اجراييه مشر ډاکتر ايمل شينواری وايي چې هيله مند دی چې شل اوريزه سيالي د روانې مياشتې (جون) په پای کې پيل شي.
د پنځوس اورونو کورنۍ سيالي د تېرې پنجشنبې په ورځ کابل وګټله چې په پايلوبه کې یې پکتيا ته ماته ورکړه.
دا دوهم ځل دی چې د کرکټ بورډ به شل اوريزه سيالي جوړوي. تېر کال ورته سيالي په جلال اباد کې ترسره شوې وه چې په پايلوبه کيې کندهار خوست ته ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
شينواری وايي چې راتلونکي سيالي به په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي چې ۲۵ او يا ۲۶ ولايتي لوبډلې به په كې برخه اخلي.