کابل د ولايتي سيالۍ اتل شو
13.06.2010 17:19لنډه شمېرنپاڼه:
لوبډله | منډې | اورونه | سوځېدلي |
پکتيا | ۱۶۲ | ۴۸ | ۱۰ |
کابل | ۱۶۳ | ۳۹ | ۴ |
د کابل ولايت د اتصالاتو د ولايتي سيالۍ اتل شو.د پنجشنبې په ورځ چې د جون د ۱۱مې نېټې سره سمون خوري کابل په پايلوبه کې پکتيا ته په شپږو ويکټو ماته ورکړه او د افغانستان د یوې ورځنيو لوبو اتلولي یې خپله کړه.
پکتيا په نيمه پايلوبه کې لغمان او کابل پنجشېر ته ماتې ورکړې وې.
په پايلوبه کې د کابل ولايتي لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې بلنه یې پکتيا ته ورکړه. پکتيا خپله لومړۍ ويکټه په نهم اور کې په ۳۹ منډو له لاسه ورکړه. نورې ويکټې یې هم ټينګې نه شوې. سره د دې چې ۴۸ اوره لوبه یې وکړه خو ټولې ويکټې يې په ۱۶۲ منډو له لاسه ورکړې.
د کابل پياوړې لوبډلې ته د ۱۶۳ منډو هدف ستونزمن نه برېښېده. همداسې وشول او په اسانه یې په ۳۹م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې. کابل د ۶ ويکټو تر څنګ ۱۲ اورونه لا په لاس کې لرل چې ستر بری بلل کېږي.
کابل د هېواد اتل شو.
په ولايتي سيالۍ کې ټولو ۲۳ ولايتي لوبډلو برخه اخيستي وه.
د کرکټ بورډ پلان لري چې د جون په ۲۰مه نېټه د کابل په انترکانتننتل کې ولايتي سيالي ونمانځي او بريالۍ لوبډلې او لوبغاړي وستايي.