د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښکلي کندهار تر زړه بيا وينې څاڅي (پنځمه برخه)

حبيب الله غمخور 10.06.2010 20:06

 

په کندهارکي دبهرنيانو دعملياتوپه وړاندي دطالبانو غبرگون  :

 

دلراوبر ويب پاڼي دشعری برخې څخه پدغه را اخيستل سوی شعر به ئي پيل کړو

پښتون ته خطاب

پرون سالار وې نن  د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې ايسار پښتونه
د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه
نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه
مغــُل بيا راغله خوشحال خان څه شو او چېرته
چې درته ووايي د ننګ غيرت اشعار پښتونه
اپريدو ونيسئ خيبر مومندو مه ګورئ نور
په ننګ راپاڅېږه ته هم د ننګرهار پښتونه
غواړم له تانه د ميرويس او احمدشاه کارونه
د لويو خلکو په ځای ناست د کندهار پښتونه
د پکتيا پښتونه تاته ډيرې سترګې اوړي
ته مشهور په ننګ غيرت په هر ديار پښتونه
وزيرو تاسې په هر وخت کښې جهادونه کړي
انګرېزان ستا له لاسه تل وو ناکرار پښتونه

خبرې ډېرې دي اوږدې کيسې به نه کومه
دومره تپوس دی اوس له تا ځنې په کار پښتونه

د خوشال خان خټک پښتو پښتونولي دې څه کړه
د احمدشاه او دمحمود شهنشاهي دې څه کړه

 

دطالبانوراټوکېدل دسياسي جوړښت په توگه :

په افغانستان کي پسله هغه چي مرحوم داود خان دپوځی کودتاپه پايله کي دولتي واک خپل کړاوپه افغانستان کي ئي جمهوري نظام ددې هيوادپه تاريخ کي دلومړي ځل لپاره اعلان کړ،دپاکستاني جنرالانوپه سره کي چړکه راولاړه سول .

داودخان ديوشمير سياسي غلطيوسرۀ  هوډ درلوددافغانستان اقتصادي بياجوړونې اوفرهنگی پر مختياته پام راواړوي اوپه افغانستان کي دولتي حاکميت په خپل لاس کي ولري .داعمل که ديوه پلوه ددموکراسي له شعارسر توپيراومخالفت درلود خودبلې خوادپاکستاني چارواکولپاره داسي يو غښتلی حکومت چي واگي ئې ددوي سره تاريخي مخالف داودخان پلاس کي ولري دزغم وړنه وو.

ځکه خوئي دهغې لومړی ورځي نه دهغه دحاکميت په وړاندي دروغجن تبليغات پيل کړه اوعام ولس ئي دهغه په وړاندي پاراوه .ډير ژرئې دهغه پر خلاف پدې نامه چي گويا دشوروي نظام سره ښې اړېکي لري اوځيني شوروي پلوه ئي په حاکميت کښي ځاي لري دگلبدين حکمتيار،احمدشاه مسعود اوبرهان الدين رباني په وجودکي دهغه پر خلاف دبغاوت حرکت پيل کړ. تر څومرحوم داودخان مجبورسوپر ددوي دکړنوپه وړاندي له قهری اوپوځی قوي نه کارواخلي .پايله داسوه چي داټول پاکستان ته وتښتېدل اوپاکستاني استخباراتوله همدې موقع نه په استفادې سره دوي ته هرکلی ووايه اوددوي دپلويانولپاره ئي دپوځی روزنې لومړني مرکزونه جوړکړه .

داچي داسلسله څنگه اوترکومه وغځېدل اوس زمادليکنې موخه نده .خودنجيب الله دحاکميت تر ړنگېدو وروسته دجنرال حميدگل اوجنرال بابر په مشری لومړی مجددي اوبيادابله ورځ دانورټول کابل ته راورسول .

په ارگ کي تر ناستي وروسته ډير ژر ددوي ترمنځ  دپخواني نظام  دولتي اوشخصي شتمنيو،ددولتي مقامونودويش پر سردومره سره وغربول چي يوازي دکابل په ښارکي ۶۰ زرو بې گنا ه انسانانو ژوند له لاسه ورکړ.گلبدين ترپايه دېته زړه ښه نکړچي تر سروبي کابل ته رانږدې شي .

که څه هم مجددي نه غوښتل چي واک داسي ژربل چاته پرېږدي په همدې خاطر ئي مزارشريفي ته دسفرپه وخت کي جنرال دوستم ته دخالد بن وليد اوستر مجاهد لقب ورکړ.مگر ترکومه ځايه چي دا زوړ بوډادپاکستان اونوري نړۍ لپاره چندان منلی نه ،علاقمندي داسي وه چي استادرباني او احمدشاه مسعودته دولتي واک ورسېږي ،همداسي وسول ،استادرباني واک ترلاسه کړ اوبيائې دددوي په اصطلاح مجادينوسره دقران اوقسم سربېره دامريکا ئيانوتر راتگ پوري که څه هم دقلاب په غارکي ناست ووله ځانه دجمهوررئېس نوم ايسته نکړ.دادوره دومره دردونکې اودپښتنوپرخلاف حرکتونه راپيل سول چي هيچاته دزغم وړونه، ځکه خوپاکستان دخپلو نړوالوملاتړوسره دبلې نوي لوبې دپيل په موخه ،خپل ډير پخوا روزل سوي دطالبانوپه نامه دهمدې استادرباني په موافقه چي گويا دگلبدين په مقابل کي به داستادرباني په ملاتړاستفاده ځيني وسي په ۱۹۹۴ کال په نيمايي کي دکندهار دسپين بولدک دولسوالی له لاري لومړي کندهارته رادننه کړل،په کندهارکي تردې شعارلاندي چي دظاهر شاه لپاره مبارزه کوي اوداوسني حاکميت دظلمونوڅخه پښتانه خلاصوي دکندهار يانوملاتړ خپل کړ او بيا زابل ،روزگان ،هلمند ،تر فراه اوهرات پوري ورسېدل .

په ۱۹۹۶  کال ئي دکابل په ښارکي دولتي واک خپل کړچي دشپږکاله حکومت کولونه وروسته دهمدغو امريکائيانولخواد۲۰۰۱ کال داکتوبر پر اومه امريکايي ځواکونه د متحدې جبهي په ملتيا د طالبانو حکومت

چي ددوي په روزلوکي ئي دپاکستان سره لاس پټ و نسکور کړ اوهغوي  فرارته مجبور سول .

طالبانو د۱۹۹۶ کال داگست نه بياد۲۰۰۱ کال تر اکتوبرپوري په هېواد کې  حاکميت درلود ،دوي هم دخپل حاکميت په دوران کي داسي کارونه وکړل چي دهيچالپاره دمنلو وړنه وه.پايله داسول چي دافغانستان نړيوال اعتباراولته په هيوادکي دننه دبشرحقوق له جدي گواښ سره مخامخ سول .ښونځۍ وتړل سوې اودنجونولپاره ښوونځۍ ته تگ قطع سو،دښځولپاره دکاروتحصيل اجازه نه وه ،تلويزيون اوراډيو داسي نشرات لرل چي هيچانه اورېدل ،دمطبوعاتو عقيدې اوبيان ازادی خبره چاپر خوله نشول راوړاي  .

روان کال دمي پر پنځمه په تاند ويب پاڼه کي دښاغلي نصيب صاحب په قلم ليکلې مقاله خبره سول هغه دخپلي مقالې په يوه برخه  کي دطالبانودکړنوارزونه کوي ليکي :((زما هغه طالب هېر نه دی چې ښځو ته به یې د علم د ابتدايي حق څه چې د سپینو بوټونو د پښو کولو په خاطر شلاقې ورکولې ، د سړو ږیرې به یې په جالۍ پیمانه کولې ، په مکتبونو کې یې حتی پرماشومانو په خپل ډول بدوي جامې تحمیلولې او زر نورې بدبختۍ چې زما قلم یې د لیکلو توان نه لري اوممکن تاسو لوستونکي به یې د لوستلو حوصله ونه لرئ .))

((زما له نظره دافغان له لاسه دبل افغان وژنه یوه ترټولو لویه بدمرغې ده؛ داسې بدمرغې چې ګټه یې یواځې دافغانانوتاریخی دښمنانوته رسیږي . . . ))

هغه په يوبل ځاي کي وايي : ((ایا هغو سلګونو زده کوونکو او ښوونکو هم چا ته شیطاني او جاسوسي کړې وه چې تاسو خونخورو په دې خاطر تر تېغه تېر کړل چې مکتب ته تلل ؟ایا دا بهانه کافي ده چې د اول صنف په کتاب کې د الله د مبارکې کلمې په ځای انګور لیکل شوي نو ټول مکتب ته له قرآنکریمونو سره اور ورته کړئ؟)) په همدې ډول ډير دطالبانوله کړنو څخه خوابدي دي  اول ئي له طالبانوداگيله کړې چي دوي دپاکستان او زموږ دهيواد دکورنيو اوبهرنيو دښمنانوپه گټه کارونه سرته رسوی  .

يوبل ليکوال شفیق  سوله مل بياپر طالبانو نيوکه لري  ليکي : . . . طالبانوتاسوبه د سیاسي اسلام  (پاکستاني اهداف)په رامخته کولو هیڅ کله هم د ولس څخه د خپلو بدرنګو څیرو په پټولو بریالي نشي . او اوس  ولس ستاسي څخه  تر هغو کسانو ډير نفرت کوي چي هغوی ئې پر سرونو بمبارۍ کوي  او هیوادئې خپله مستعمیره ګرځولی  دي .

ستاسي هر عمل ناځوامردانه دي چي دبېلګې لپاره  دا څو بیانول غواړم .

۱ : په ۲۰۰۶ کي مو په  ننګرهار کي د میدان هوائې مخته  دخلکو د ګڼه ګوڼي څخه په استفادې  پر بهرنیو ځواکنو حمله وکړه او بیا د بزدلانو په څير مو له سیمي  پښې سپکي کړې  او په وحشي  ځناورانو مو زموږ ۲۱ کسه هیوادوال په شهادت ورسول .

۲ : دایټالوي  خبریال په سر مو معامله وکړه خو افغان خبریال او دهغه غریب ډرایور مو په شهادت ورسول .

۳: په ۲۰۰۸ کي مو په کندهار کي  په شاولیکوټ کي  تر برید وروسته  په یو بزدلانه عمل  د واده په ښځو کي  له ویري  ځانونه پټ کړه او په پای کي د بهرني یرغلګرو په وحشي بمبار کي  زموږ ۹۶ کسان ماشومان او ښځي بې ګناه په شهادت ورسول .

۴ : په ۲۰۰۸  کي مو پر بهرنیو ځواکونو تر برید وروسته په بلابلوک  کي همداسي بزدلانه عمل  د خلکو په کورونو کي ځانونه پټ کړل او د یرغلګرو لخوا مو زموږ ۱۲۰ بېګنا ه هیوادوال په پاسفوریسو او کیمیاوي موادو وسوځول .

۵ : په ۲۰۰۹ کي مو په کندهار کي  په یو ناکامه  برید کي چي د هدف څخه وړاندي  وچاودید په کندهار کي دروژې په څلرمه مو په روژماتي  زموږ  تر سلو زیات هیوادوال په شهادت ورسول  چي تر کلونوکلنوپوري به زموږ دکندهار دماشومانو په زړونو کي دوحشت دغه ننداره  نه هیریدونکې پاته وي .

۶ : په ۲۰۰۹ کال کي مو په کندوز کي زموږ ۱۵۰ بېګناه هیوادوال په لوی لاس له کورونو راویستل او دتیلو په بهانه مو په جرمنیانو په شهادت ورسول .

۷: په کندهار کي  دستاره اڅکزي وژنه  سیاسي نه بلکې د پاکستان یو هدف و چي تاسي ترسره کړ او هغه هیوادپاله  ښځه مو په شهادت ورسول .

دا پورته یو څو مي د مثال په توګه یادي کړې  لاکن ستاسي هر عمل همداسي ناځوانمردانه دي . همیشه  بې دفاع  ولسي وګړي خپل سپر ګرځوي  او د بې دفاع  خبریالو  په نیونه  او یرغمل  مو په وارو وارو انساني او اسلامي ارزښتونه تر پښولاندي کړي دي .

نن مو هم په کندهار کي د عبدالمجید بابي  په وژنه دا ثابته کړه چي  تاسي څومره  دافغانستان د فرهنګ ، تاریخ او پښتو ژبي  د استعدانو په لمنځه وړلو کي  د پاکستان  د اهدافو په وړاندي ددې ولس سره دښمني لري .

همیشه هغه کسان خپل دبرید موخه ګرځوی  چي نه  وسله په لاس کي ګرځوي او نه هم  دولس په منځ کي منفوره دي . . . . تاسي ته  دهدایت  په غوښتنه .

دااونوري تيروتنې چي په غالب گمان دپاکستاني شبکو لخوادوي ورته هڅول کېږي  ددې لامل سولې چي امريکاپر افغانستان درادانگلو لپاره نړيواله موافقه ترلاسه کړي  .

دامريکادپوځی عملياتوپايله وه چي  استاد رباني يوځل بيا د واک پر ګدۍ کښيناست . د رباني دحکومت دوه مياشتي لا نه وې تيرې چې د جرمنې د بن په ښار کې د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس جوړ شو.

 د بن دکنفرانس په غونډوکي  ديوشمير سياسي ګوندونواوتنظيمونو استازواوله غربی نړۍ سره دپخواني اړېکوپر بنياد څوکسانوبرخه درلوده . ګلبدين حکمتيار دبن له لکنفرانس  سره  مخالفت څرګند کړ  اوطالبان چې هغه مهال تازه له واکه بې واکه سوی وه ځکه چا بلنه هم ورنکړه . دبن کنفرانس د پريکړې  له مخې  د حامد کرزي په مشرۍ يوې منځمهاله اداره دشمال ټلوالي په غوښن گډون جوړه سول ،دادوره پاي ته ورسېدل دعبوري حکومت په نامه يوه بله دوره پيل سول ،هلته دځينو تاکتيکي موخوپر بنياددشکل له مخې شمالي ټلواله يوڅه بغل  ته سول ځکه خوئې سمدلاسه ددولت پر خلاف پټ اوښکاره  تبلېغاتوکي گوت څنډنې کولې دکابل په ښارکي وروستۍ بغاوت هم دډيرو يناددوي لخوا تنظيم اورهبري کېده .

په ۱۳۸۲ ل کال داساسي قانون تر تصويب وروسته جمهوري رياست  لپاره انتخابات وسول اودهغوپه پايله کي ددريم ځل لپاره ښاغلی کرزی  دټاکل سوی  جمهور رئيس په نامه پر خپل واک پاته سو.يو کال  لانه وو تيرسوی چي انډيوالانوئي په دولت کي داسي کارواونخروته ملاوتړل چي عام ولس ئي مجبورکړ غرونوته پورته سي . زورواکانو اوجنگسالاروپه سياليوکښي ددولتي فساد،ظلم اوستم قانوني بڼه واخيستل مخې په همدې دجون دمياشتي دسولي مشورتي جرگي په پرانيستونکې ويناکي  خپله کرزی اعتراف کوي  دائې ومنل  ،هغه وويل  (( حکومتي چارواکو هم ناوړه کارونه وکړل، چې دا د ناامنۍ اصلي لامل شو،اوخلک اړ شول چې ټوپک ته لاس کړي .د كرزي په وينا، د سولې د نه راتګ يودليل هم د يو شمېر دولتي مسوولينو له خوا د هغو كسانو د كورونو تلاښي ده، چې له طالبانو سره يې لاس نه درلود، خو د طالب په نوم وځورول سول او بهر ته د تلو لپاره اړ سول))

که رښتيا ووايو په افغانستان کې اداري فساد،لوږي ،بيکاری،ددې غيرتی ولس توهين  او سپکاوی دقومونو تر منځ په لوي لاس اختلاف اچونې،دهيروئينو او تاريکاو سوداگريو،په دولت کې دبنسټپالو،په پاکستان اوايران کي دپردو پلاس جوړسوو جنرالانو،مارشالانواودنورو رتبو خاندانوناروا کړنې دغو ټولو ناخوالو اساسي  لامل سو.

پدې وينا کي ښاغلی کرزی اوس ددې لپاره چي دخلکو اعتماد اوباورترلاسه کړي  دبې امنيودراوستلويوه پړه پر بهرنيو هم واچول څرگنده ئې کړه  : ((خارجيانو هم داسې کارونه وکړل چې د طالب په نامه يې خلک وځورول او خپل هېواد يې پرېښود . په زرګونو داسې طالبان اوحزب اسلامي کې داسې کسان شته، چې نه د دې خاورې او نه د خلکو دښمنان دي، خودلته ځای نه لري، زه شخصاً داسې کسان پېژنم، چې په جهاد کې له موږ سره يوځای وو، خو اوس پرې خبر يم چې پاکستان ته يې پښې سپکې کړې، او دلته د ارام ژوند کولو ځای نه لري. موږ دوی ته د راتلو هرکلی وایو او زموږ غېږه ورته خلاصه ده.)) سوال کېري نو چي پېژنې ولي ئي وطن ته اوسولي ته نه رابولې ،که ته خپله واک نلري نوبياڅوک  داواک لري چي دوي وطن ته راولي اوياددوي ژوند تامين کړي؟پدې خبرواوس نه څوغولېږي اونه څوک باورپرې کوي .

ښاغلي کرزی له  گاونډيانوهم په ډير احتياط سروټکاوه اودهغوي مداخلوته ئي  په گوته نيولوسره وويل :  ((ګاونډيو هېوادونو وسله والو او اورپکو ته ځای ورکړ، اډې يې پکې جوړې کړې، او زموږ د هېواد خلک يې وځپل، زموږ علماء يې ووژل، عام خلک یې ووژل . . . ))

دپورته يادسوو ناخوالو اونانندريوسره زموږ تپل سووگاونډيانودپنځم ځل لپاره په افغانستان کي ديوبل ډول جهاد په نامه افغانان په خپل کورکي جگړې ته وهڅول  .دپاکستان استخابارتي شبکې اوجنرالانوپراخه استفاده وکړه ،په پاکستان کي پټ سوي پخواني طالبان ئي را ولټول ،هغوي ته ئي روحيه ورکړه يوشمير له ځانه خوابدي ئي دوباره خوشحاله کړل اوددوهم ځل جهاد قومانده ئي ورته صادر کړه  چي هغه قومانده تراوسه عملي کيږي .اودادی تر اوسه ئې کله جنرال بابر اوکله جنرال حميدگل رسمي  وياند اولارښود ځانونه معرفي کوي  .

پاکستاني چارواکي  تراوسه هم  دافغانانو اونړيوالي ټولنې په سترگو کي خاورشيندي اودانه منې چي دوي دطالبانونه دفاع کوي هغه ئي  ترنفوذاوتاثير لاندي ،هلته په وسلو سمبالېږي اوافغانستان ته رالېږل کېږي .

په حقيقت کي پاکستاني  چارواکي دطالبانواويا افغانستان دراتلونکي په غم کي نه دي هغوي هغه دچاخبره ((هم دا کوي اوهم  دا)) دوي له يوې خوادطالبانوپه نامه افغانان اونور بهرني بنسټپال اجير افغانستان ته دهغې امريکاپر خلاف جگړې ته رالېږل  له چانه چي هر څه  ترلاسه  کوي . دهمدا امريکاله مادي اومالي امکانا تونه په استفادې  سره دهندسياليوته مټې رانغاړي . دبلې خوا غواړي دافغانستان په راتلونکي برخليک کښي پياوي ځاي ولري اوهره ورځ دهمدې افغان وژنې پر سر له نړۍ والي  ټولنې نه مالي اومادي  امتيازات ترلاسه کړي .دهمد موخې لپاره طالبان هڅوي  اودهمدې موخې لپاره ئې پر پاکستاني اوافغاني طالبانو وېشلي  دي .

څه موده وړاندي دپاکستان دلوي درستيز ناببره راتگ اودافغانستان دسولي په مشورتي جرگه کي دحقاني ډلې دگډون وړانديز اوياداچي  دروان کال  دمی پر پنځمه  دجرمنې دشپېگل  مجلې سره د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حمید ګل په افغانستان کې د سولې لپاره مخکې له مخکې شرطونه مطرح کړي او د سولې امکانات یې په دې ډول تشریح کړي دي وايي : «افغان طالبان د حکومت غوښتونکي نه دي خو غواړي چې په مستیقه توګه له امریکایانو سره وږغېږي،حامدکرزی چې بهرنیانو راوستی باید له واکه لرې شي ،نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، اسلامي شریعت تطبیق او دملا عمر په مشرۍ یوه سراسري شورا جوړه شي .»ديادولو وړده چي شپېګل مجله  لیکي : جنرال حمید ګل چې یو سخت دریځی پاکستانی ګڼل کېږي،

داسي څوک دی چې  په ۱۹۹۰ کال کې يې طالبان جوړ کړل او اوس هم له هغوی سره په تماس کې دی .

ولي افغانان بايد له همدې پاکستاني جنرال نه پوښتنه وکړي چي ښاغلې خيريت دی ؟ چي مور ته لارښوونې کوې اوکه طالبان افغانان وي نوبيائي تاسو ولي نماينده گي کوی ؟ اويادهغوي په ملاتړ اوستازيتوب خبري ؟

دافغانستان دمسلې دحل په اړوند په نړيوال ډگرکي دپاکستاني چارواکودغه ډول دريزونه ددې روښانه بېلگه ده چي دوي دطالبانو وشاته ولاژ اويادطالبانوپه نامه غواړي په افغانستان کي سياسي بهير په خله گټه وځرخوي .

دبينظير بوټودحاکميت پخواني دکورنيوچارووزير نصیرالله بابر په ۱۹۹۶ کال  کي همدغه ژورناليست ته ولي وه چي موږ طالبان جوړ کړه .

نصر الله  بابر دپاکستان دکورنيو ارو پخوانۍ وزير دطالبانو دپروژې بنسټ ايودونکۍ دئ . هغه دفرينټر پوست سره په مرکه کښي په ډاگه اعلان وکړ  چي : د((CIA)) سازمان  په خپله سيمي ته تروريزم راوارد کړ او اوس ددې لپاره  چي دمسوليت پېټۍ له خپلو اوږو کښته کړي ،دتمسا اوښکي تويوی.

بېنظير بوټو هم په لندن کي په يو خبري کنفرانس کي داخبره وکړه چي دطالبانو پروژه دانگليستان  په نوښت ،دسعودي عربستان په مالي لگښت ،دامريکاپه ملاتړ  اودپاکستان  په روزبه جوړه شوې ده .

همدا ډول دامريکا په کنگرس کښ دکلفورنيادايالت  دجمهوريت غوښتونکی گوند استازي  ((داناوراباکر)) د۲۰۰۱ کال دسپتمبر پر ۱۷ په خپله وينا کښي کانگرس ته وويل : ((دطالبانو په رامنځته کولو کي امريکا ډير مهم رول درلود،اوله بلې خوا همدا امريکاوه چي پاکستان ،سعودي  عربستان اودخليج هيوادونه ئې دطالبانو ملاتړ  اوله هغوي سره مرستي ته هڅول ))

له پاکستان  سره ستراتېژيکه  مرسته اوهمکاري هغه وخت تر ټولو ښه په ډاگه شول کله چي دطالبانوپر ضد جگړه په خرپ روانه وه اوطالبانوپه  کندز کي خپلي مورچلي له لاسه ورکولې دپاکستان دهوائي ځواکونودوې الوتکي په کندز کي راکښته شولې تر څودپاکستان داردو افسران  له هغه ځاي نه پاکستان ته يوسي .

ددې خبري دپخلۍ لپاره چي دطالبانودحاکميت په وخت کي پاکستان  دخپلي ژورې ستراتيژۍ  دپاليسی پر بنيادخپل پوځ افغانستان ته دطالبانو څخه دملاتړ په نامه  په افغانستان کي دطالبانو دمخالفينو سره جنگېده ،داگست پر لسمه دژورنالستانو سوالونوته   دښاغلي کرزی  د يوسوال   په جواب  کي کړئ  دی،هغه وويل : (( دطالبانو په وخت کي دپاکستان اردو دلته راغلۍ و او افغانستان ئي اشغال کړئ و)) دافغانستان ملي تلويزيون پدې هکله هغه وخت دCNN تلويزيوني چينل هم په خپل يوه خبر کي داڅرگنده کړه چي دپاکستان پوځۍ الوتکه په کندز کي راکښته شول اوددغه داردو يوشمير پوځی افسران ئي له دغه ځايه پاکستان ته يووړل .

د نیویورک تایمز گزارشگر ليکي (( پاکستان په  ۱۹۹۴ میلادی کال  کي دکورنيو جگړونه په استفادي سره دمجاهدينوله منځه طالبان راپيداکړه اودهغوي پوسيله ئي په افغانستان کي مداخله پيل کړه . ))

ولي ددې ترڅنگ زمادمعلوماتوله مخې داهغه ځوانان وه چي دپاکستان په مدرسوکي دهمدې موخي لپاره روزل کېده له هغوي سره ئي دپخوانيو مجاهدينو يوشمير يوځاي اوډطالبانو حرکت ئې ځيني جوړ کړ .، با استفاده از شرایطی که جنگ های داخلی گروه های مجاهدین بوجود آورده بود، از طریق تشکیل گروه طالبان، در افغانستان مداخله کرد.

دطالبا نوله حرکت نه دپاکستاني چارواکوبېدرېغه  دفاع اوملاتړ :

پاکستاني چارواکي دخپلو سياسي  موخو پر بنياددطالبانودپيدايښت له لومړی ورځې نه بياتراوسه  له هغوي نه دفاع اوملاتړ کوي .دوي دافغانستان دمسلي دحل په وړاندي نه يوازي افغاني چارواکي بلکي امريکا اونړيواله ټولنه غولوي  اوامتيازونه ورځني اخلي .

پسله هغه چي امريکاپر افغانستان حمله وکړه اودطالبانو حاکميت ئي ړنگ کړ پاکستاني چارواکودتروريزم سره دنړيوالي مبارزې دملاتړترنامه لاندي له امريکا اونړيوالي ټولنې سره په ظاهر کي يوځاي سول .  دپاکستان هوايي ډگرونه ئې دامريکا په اختيارکي ورکړه اوڅونفره ئي دطالبانوپه نامه دامريکا دڅارادادرې  ته وسپارل اودگونتانامو زندان  ئي په هغوي ډک چي دورستيو معلوماتوله مخي ډير ئې پدې نه ارزېدل چي تر گونتاناموپوري مصرف پرې سوی واي  . دروان کال دجون دمياشتي دکابل دسولي په مشورتي جرگه کي دهمدغوتسليم سوو کسانو شفاعت وسو اودهغوي دخلاصېدوغوښتنه وسول .پاکستاني چارواکوپدې ډول کړنو غوښتل امريکا اونړيوالي ټولنې ته ددوي له بهيرسره خپل صداقت او وفاداري ثابته کړي .

پسله هغه چي په افغانستان کي دهمدې پاکستاني چارواکوپه هدايت  دافغان دولت او بهرنيانوپر خلاف مخالفت زور واخيست  ،افغان چارواکو اوټولوافغانانوچېغه کړه چي جگړمارله کومي نه راځي اوبيرته چيري ځي .نه پوهېږوچي دکوموسياسو اهدافوله مخې وه ترډيره بهرنيانوهم دافغانانوپردغو چېغوغوږو نه کاڼه اچولي وه  .

ښاغلي کرزی له ډله ايزو رسنيو سره تل داويل چي طالبان دپاکستان لخواحمايه اوتمويلېږي ،که دا دافغانستان دښمنان پاکستان دوي ته پلاس ورنکړي نودوي به هر چيري چي وي  ورپسي ولاړ سي .خوپه ځواب کي بيا پاکستاني چارواکو دجنرال مشرف په گډون دانه منل دناخوالو لامل ئې کله ددولت لخو ا دپښتنوسره جفا بلل اوکله به ئې ويل افغان دولت ددې وړتيانلري چي دخپلو خلکو سوالوته مثبت ځواب ووايي ،بيانو پړه پر موږ اچوي ، چي تر ډيره بريده ددوي خبرهم رښتياوه اوله همدغو ناخوالخنه دوي دافغان ولس پر خلاف استفادې ته بيا ملاوتړل . درې ،څلورځله جنرال مشرف اوکرزی  ديوه اوبل هيوادوته رسمي سفرونه وکه مگر پايله وگټه ئي يوازي  ‌بېله تشريفاتي خبرو بل څه نه وه.

پاکستاني چارواکوپه کراتوداخبره کول کرزی ضعيف ولسمشردی خپل ملت نسي اداره کولاي  ،خلک ځيني نا راضه دي ځکه خپله پړه پرموږ اچوي . پاکستاني چارواکوددې لپاره چي له دغه تورونونه ځان په امان کي وساتي دکرښې سويلي پلوته ئي يوه بنسټپاله ډله دپاکستاني طالبانوپه نامه رافعاله کړه . کله چي به کوم  چاورته وويل په افغانستان کي مداخلې کوی جنگيالي رالېږی ، نودوي به سمدوار لاس وخپلو په اصطلاح پاکستاني طالبانوته ونيوه چي داهم له افغانستان څخه راغلي ،يونيم ټک ټوک به  ئې جوړ کړ .دهغوي پوسيله ئې په پيښور اوتورخم کي امريکايي ټانکرونه وسوځل اوپه مقابل کي ئې  امتيازونه ترلاسه کړه .په حقيقت کي پاکستان اوس پدې مسله کي دومره مخ ته ولاړچي په نړيواله کچه  له امريکا اواروپانه امتيازات اخلي .

پاکستاني چارواکو اوپرويزمشرف تر وروستی ورځې پوري  دوه مخۍ سياست چلا وه ،امريکا او نړيوالو ته  ويل موږ ته پيسي اووسلي راکړۍ چي تروريستان په وځپو،مگر دوي  بيا دهغه پيسو او وسلونه يوه برخه دافغانستان ددولت اونړيوالومخالفينوته ورکولې  او افغانستان  ته  يې زموږدولس  سره دډيورنډ دکرښې پر سر دتاريخي دښمنۍسرته رسولوپه موخه  رالېږلې  .

دپاکستان يوه پر کورناستي چارواکي پدې شرط چي نوم ئي وانه خيستل سي نيويارک تايمز ورځپاڼې سره په مرکه کي  دپاکستان دولت اوطالبانودمشرانوتر منځ دپېچليو اړيکې له يوې ستراتېژيکي لوبې سره مشابه کړي وايې  :(( پاکستان  وابسته به پول آمریکاست، پولی که حاصل این بازی با طالبان است . اقتصاد پاکستان بدون این پول سقوط می کند.))

يو امريکا يي پوځي چارواکۍ دآزادی   راډيو سره په مرکه کښي  څوکاله وړاندي وايي  (( . . . پاکستان او دهغه امنيتي سازمان ( آي آېس آې ) اوس مستقيم دطالبانو پاته شوني ،دالقاعدي سازمان او گلبدين حکمتيار حمايه کوي . زموږ دراپورونو له مخي داډلي په پاکستان کي پټي سوی دي ،اوپه افغانستان کي دپاکستان په اشاره تخريبکارانه کړني کوې .))

 ښاغلي کرزي د۲۰۰۲ دسپتامبر په مياشت کي پر پاکستان رسمي تور ولگاوه چي هغوي گلبدين ته پناه ورکړې او همداډول دالقاعدې سازمان دپاکستان له خاوري دطالبانو په وسيله زموږ په جنوبي او جنوبي غربې سيمو کي دافغانستان او ائېتلاف دقواو پر خلاف وسله والي غلچکۍ حملې کوي .
دامريکا دپوځونووياند په همدغه کال اعلان وکړچي طالبان او دالقاعدي سازمان دبيا جوړوني په درشل کې دې او غواړي دحکمتيار سره  يو ځاي دامريکا او افغانستان دحکومت پر خلاف جهاد اعلان کړي .  
که څه هم  دافغانستان په کورنيو چارو کي دگانډيو هيوادولاس وهنو دبندېدو په خاطر د((۲۰۰۱))زکال ددسا مبر  په مياشت کي دگانډيو هيوادو سره دنړيوالو نورمونو په فام کې لرلواو يودبل په کورنيو چاروکي نه دمداخلو او لاسوهنو دبندېدو يو سندچي دکابل داعلاميي په نامه يادسو دافغانستان او گاونډيو هيوادوتر منځ لاسليک سو . مگر دغه سند دکاغذ پر مخ پاته شو.دافغانستان په کورنيوچارو کي لاس وهنه په خپل ټول قوت روانه ده اووسله وال کسان  له پاکستان او ايران څخه په خرپ رارون دي .

دروان کال دمی پر ۲۱ په تاند ويب پاڼه کي يوخبرنشرسوپه هغه کي راغلي : ((د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د سولې ملي مشورتي جرګه چې ولسمشرکرزی یې دخپل ابتکار په خاطرستايي، ښايي د سولې او پخلاینې لاره اواره نه کړي ځکه چې د جرګې او دسولې دمسودې په تنظیموونکوکې دطالبانوموکل یعنې پاکستان برخه نه لري .

 اسلام اباد دې غښتلې امریکا مخالفې ډلې ته په افغانستان کې د خپل سیال هند د نفوذ پرضد د یوې حربې یا وسیلې په سترګه ګوري اوداسي نه ښکاري ترڅو چې جلال الدین حقاني او د هغه زوی سراج الدین حقاني د سولې په پروسه کې شامل شوي نه وي د سولې هلې ځلې دې بریالۍ شي .

د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتیوت کې د ایروایشیادڅېړنو ريیس سیمبل خان وايي : پاکستان هیله لري چې د امریکا متحدایالتونه به ژر یا ناوخته دې ته حاضرشي چې د حقاني ډله د سولې په پروسه کې شامله کړي . . . خولږ امکان شته چې امریکا دې په نژدې وختونو کې خپل دریځ بدل کړي او غوره به وبولي چې حقانیان ووژل شي .

د  ١٣٨٧ ل کال د تلې پر  ٢٣مه پاکستاني  لیکوال او ژورنالیست احمد رشید د ازادۍ رادیو سره په مرکه کې وویل : (( پاکستان ځکه د طالبانوله تاید څخه لاس وانخېست چې امریکا پرې په دې هکله فشار نه راوړلو. امریکا هغه وخت يوازي  د القاعدې سازمان په عربو غړوپسې وه .په همدې خاطرئي دپاکستان دوسلوالو قواوله  چارواکواو پروېز مشرف  څخه غوښتل  چې د القاعدې سازمان  ډېر عربي  غړي په لاس ورکړي . هغه وخت د طالبانودمخنیوي لپاره امریکاډيره تلوسه او تګلاره نه لرله ، ځکه دپاکستان وسله وال ځواک جنرالانواوداستخبارتي سازمان دطالبانوپه دوباره راټولولېدواوفعاليدولاس پوري کړ اودوه کاله وروسته ئې پر افغانستان ورمارش کړه . ))

احمد رشید په خپل نوي کتاب  کي چي د روان ۱۳۸۷ زېږدیز کال د جون په ۳ نېټه په امریکا کې خپور شو ویلي ؤچې پاکستان اوس هم طالبانو سره مرسته کوي او په افغانستان کې یې استعمالوي.

احمد رشید دا هم ویلي دي چې د افغانستان په هکله دپاکستان تګلارې د پاکستان پوځ جوړوي او په تېرو دېرشو کلونو کې یې په افغانستان کې له مداخلو څخه هېڅ هم لاس ته نه دي راوړي . برعکس تاوان یې کړی دی. د دې تګلارو په نتیجه کې په پاکستان کې ټوپکې، مخدره توکي، تشدد، او ځانمرګو بریدونه زیات شوي دي.

د احمد رشید دا څرګندونې د افغان حکومت او ډېرو شنونکودا دعوې پیاوړي کوي چې وايي پاکستان په افغانستان کې پر طالبانو پوره کنټرول لري او د خپلو موخو دپاره یې استعمالوي .

دنيويارک تايمزپه نويشته کله چي په ۱۹۹۸ م کال کي دبيل کلنتون دامريکادوخت ولسمشرپه امر په افغانستان کي دطالبانو اوالقاعدې دسازمان پر روزنتونو دپوځی الوتکوپوسيله بم واچول سول دهغې بم اوری په پايله کي هم  د آی اس آی څو نفره پوځي ښوونکي له منځه ولاړل .

دتاندويب پاڼې د۲۰۰۸ م کال داکتوبرداومې دخبرله مخې  د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشريف ويندوى ويلې  وه چي نواز شريف چمتو دى دافغانستان دحکومت او وسله والوطالبانوترمنځ په خبرو کې منځګړتوب وکړي . هغه دا خبره په داسي حال کې وکړه چې په پاکستان کې راپورونه خپاره شوي چې نوازشريف دافغانستان د حکومت اووسله والوطالبانوترمنځ په منځګړتوب کې  مهم اواساسي رول لوبولى دى .

نوکه چيري يوڅوک پر چاتاثير ونلري اويائي خبره دمنلو وړنه نوڅنگه کېداي سي په دعوه کي ،هغه هم داسي دعوه دچي دقدرت پر سرده اوپه زرهاووبې گنا ه انسانان ئي قربانيان سول ، منځگړېتوب وکړي ؟ متاسفانه  پاکستاني حاکم اوپر کورناستي چارواکي دافغانستان په مذهبي اوسکولار اپوزيسيون کي داسي نفوذ اوتاثيرلري چي څوک ئي خبره پر مځکه نه غورځوي .

تر کومه ځايه چي طالبان دپاکستاني چارواکوتر پوځی اوسياسي  تاثير لاندي دي ،طبعي ده چي ددوي په پرېکړو اوکړنو کي دپاکستاني استخباراتي چارواکوسيمه ايزي گټې او پاليسي راڅرگنديږي  .

دافغانستان په سياسي ډگر کي طالبانوداڅوکلن  شتون اوددوي فعاليت داپه وار ورا ثابته کړې چي دوي دپاکستاني چارواکوله پاليسی اودافغانستان په اوند سياست نه متاثير دی . دطالبانودکاراووسله وال فعاليت  اساسي لوری  له  هغې خوټاکل کېږي .

دروان کال دجون پر ۶ مه انټرنشنل هیرالډ تریبیون ورځپاڼې ((د یوه پخواني پاکستاني پوځي چارواکي معما وزمه سیاست )) تر سر ليک لاندي يو مطلب خپورکړی .

تر دې سرلیک لاندې راغلي : د پاکستان د استخباراتي ادارې یوپخوانی مقام ډګروال کرنېل امام چې اصلي نوم یې سلطان امیر دی  د شلوکلونو په مخه یې افغان بلواګر د افغانستان په داخل او له دې هیواده دباندې اولومړی د شوروي اتحاد پرضد او بیا په نوي یمو (۱۹۹۰) کلونوکې دطالبانو په ملاتړ د افغانستان د نیولو لپاره اداره کول،یوه بې ساري پاکستانۍ معما ده .

لوېدیځ چارواکي وايي  کرنېل امام لا هم د پاکستان د استخباراتو له یوشمېرپخوانیو افسرانو سره د هغو یاغیانو په جذبولو، روزولو اوتمویل کې مرسته کوي چې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو پرضد جنګېږي او احتمالاً د هغوی د کنټرول کلي هم په لاس کې لري  .

هیرالډ تریبیون زیاتوي : ډګروال امام په خپلو مرکو کې له طالبانو سره له ارتباط او د همکارۍ له لرلو انکار کوي، خوتاییدوي چې د پاکستان استخبارات(آی ایس آی) او د پوځ ځینې پخواني مقامات به له طالبانو سره مرسته کوي  .

ډګروال امام چې یو وخت یې امریکا هم ملاتړ کاوه ،هلته په امريکا کې له چاودېدونکو موادو څخه د استفادې په برخه کې زده کړې کړي او د پراشوت کورسونه هم بشپړ کړي دي . هغه له امریکا څخه پاکستان ته ترستنېدو وروسته افغان شاګردانو ته،چې دکمونستي رژیم له لاسه پاکستان ته تښتېدلي وه،دچریکي جنګ تاکتیکونه  ورزده کول ، د ده په شاګردانوکې ګلبدین حکمتیاراو احمدشاه مسعود اويوشمير نورکسان هم شامل دي .

کرنېل امام د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې له نژدې همکارۍ څخه په استفادې سره په زرګونو افغانان د پخواني شوروي پرضد وروزل ،کله چې شورویان له افغانستانه ووتل اودتنظيموتر حاکميت وروسته طالبان رامیدان ته شول ، کرنېل امام په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د کونسل په حیث مقرر شو. ده له طالبانو سره د افغانستان په اداره کولو کې مرسته کوله . دده  په وینا ده د طالبانو له مشرملاعمر سره نژدې اړیکې لرلې اوحتی دسپټمبر دیوولسمې نېټې له حملو څو ورځې وروسته یې له هغه سره ولیدل . دی وايي ملا عمر ته یې نصیحت وکړ چې جګړې ته دوام ورکړي  خوچریکي یا ګوریلايي جنګ ته .

کرنېل امام په داسي حال کې چې افغان طالبان تاییدوي ، پاکستاني طالبان غندي او پر هغو سخت انتقاد کوي ځکه چې هغوی تېرکال په سوات دره کې د پاکستان د پوځ پرضد جګړه وکړه اود پاکستان په ښارونو کې بمي چاودنې کوي .

بلې دغه ددوي پلاس ۍوړ سوی پاکستاني طالبان ځکه غندي چي دده په ويناپه پاکستان کي گډوډي جوړوي اويائي دپاکستان دپوځ پر خلاف حله کړې ،سره لدې چي هغه حمله اويا حملې هم دپاکستان دځارادارې دزياتو امتيازاتودترلاسه کېدوپه موخه يوه اوپراتيفي لوبه وه چي ترسره ئي کړه .په هغه لوبه کي بريالي راوختل له امريکا نه ئي ډير ي پيسې ئي ترلاه کړې .داچي په افغانستان کي انسانان مري اوامن له جدي گواښ سره مخامخ دی يوبيارغونې کارپر مخ نه ځي بيانو کرنيل امام خوښ دي اونورو ورانيوته ئي هم هڅوي .

دا دشرم  خبره ده چې پاکستانی جنرال حميدګل، ډگروال كرنيل امام، جنرال احمدشجاع پاچا او داسې نور تل دډله ايزو رسنيوسره په مرکو اوخبروکي هڅه كوي ځانونه دطالبانو دوستان ور وپېژني . دوي تر طالبانو وړاندي داوړانديز کوي  چې له طالبانو سره بايد خبرې وشي ،دوى دې ته تيار دي چې د طالبانو او امريكايانو تر منځ منځګړيتوب وكړي . ديوه افغان لپاره شرم اوعار خبره چي دخپل وطن تاريخي دښمن دهغه استازيتوب وکړي اويا څوک دهغوي استازيتوب اومنځگړيتوب ومني .

پاکستان همدا اوس لکه څولسيزي  پخواچي يو وخت ئي دمجاهدينودساتلو ،روزلو او وسلو سمبالوپه خاطر امتيازترلاسه کاوه اوترهغه وروسته ئې دکابل حکومت ته په مختليفو نومونو کسان لېږل اودهغه دولت سره دهمکاری په نامه نه يوازي داچي نوري پيسې ئي ترلاسه کولې ،ددولت په پلانو هم کره خبريده .

داکار همدا اوس هم پر مخ بيايي ،له يوې  خوا دتروريزم سره دمبارزې ترنامه لاندي له امريکا او اروپايي ټولنې مالي ،مادي اوسياسي امتيازات ترلاسه کوي ،سره له دې چي ټول (امريکا )په سره کي داچيغه وهې چي پاکستان دتروريزم سره په مبارزه کي له دوي سره صادق نه دي .

همدا پرون دمي ۱۷ مه دامريکا دڅار ادارې په داگه وويل چي پاکستاني استخباراتي سازمان دوي ته دملابرادرنه دتحقيق په وخت کي تر لاسه سوي ټول اورښتياني معلومات نه ورکوي .سره له دې چي دير پر دې خبره چي پاکستاندي رښتيا هم ددښمنۍ له مخې هغه نيولی وي پدې ورستيو کي شکمن سوی دي

البته دپاکستان  اوسنۍ ولسمشر په خپلو څرگندونوکښي پردې خبره ټينگارکوي چي غواړي دافغانستان سره په سوله اوښه گاونډيتوب په فضاکي ژوندوکړي ،خومتاسفانه تر اوسه  هغه پدې نه دی توانېدلۍ چي ددې هيواد اردو،استخباراتی کړی اومذهبی گوندونه  ترخپل حاکميت  اوتاثير لاندي راولي اوهغوي پدي باوري کي چي دافغانستان  په کورنيو چارو کي لاس وهنه اودهغوي خاوري ته دبنسټپالو لېږنه اوياهلته ديوه بنسټپال رژيم جوړېدل اوحمايه دپاکستان اوسيمي په گټه نه دي .

دپاکستان تر څنگ ايران هم پدې سياليوکي ډير شاته ندی پاته سوي دبې بي سي دخبر له مخې د"سنډي ټايمز" ورځپاڼې دروان ز کال مارچ پر ۲۱ مې په گڼه کې ليکلي چې طالب ليکو ته نوي ورمات شوي کسان د افغانستان او ايران پر پوله د ايرانيانو له خوا روزل کېږي.

د ورځپاڼې په ليکنه ،روزونکي ملکي کالي اغوندي او طالبان نه پوهېږي، چې دوى پوځيان دي که د استخباراتو غړي .

ورځپاڼه د طالبانو له دوو قومندانانو سره د خبرو پر بنسټ وايي هغوی په قاچاقي ډول د ایران جنوب د زاهدان ښار ته ولېږدول شول او هغه پوځي مرکز ته د رسیدو په موخه یې څو ساعته په دښتو کې مزل وکړ  .

دغه قومندانان وايي د هغوی پوځي روزنکو هر ه ورځ د جګړې عملي زده کړې ورکولې .

په لومړۍ میاشت کې یې ورزده کړل چې څنګه پر پوځي کاروانونو برید وکړي، او د ناټو د ځواکونو له رارسېدو مخکې څنګه له سیمې پښې سپکې کړي.

په دوهمه میاشت کې د ماین اېښودولواودهغو سرتېرو په لومه کې اچولو زده کړه ورکول شوه چې په ټپي سرتېرو پسې راځي،او په دریمه میاشت کې یې دا زده کړل چې څه ډول پر پوځي مرکزونو او پوستو بریدونه وکړي .

ورځپاڼې لیکلي ایران له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو چې سنیان دي مخالفت کاوه، خو د طالبانو یوه قومندان چې له سنډې ټایمز سره یې مرکه کړې ددې بدلون په اړه وايي : زموږ مذهب او تاریخ سره بېل دي، خو موخه او هدف مو یو دی، موږ دواړه غواړو چې امریکاییان له منځه یوسوو.

دازادی راديودخبرله مخې  د۲۰۱۰ کال دمی پر ۳۰په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال  سټنلي مک کرسټل نن خبریالانو ته وویل چې ښکاره شواهد او اسناد شته چې ځینې طالبان په ایران کې روزل شوي دي .

جنرال کرسټل په کابل کې خبریالانوته  وویل : ((د افغانستان لوېدیځ ګاونډي سره له دې چې په عمومي ډول د وسله والو یاغیانو پرضد د افغانستان له حکومت سره مرسته کړې ده ، په عین حال کې داسي څرګند اسناد اوشواهد شته چې دې هیواد (ایران)په ځینو مواردو کې طالبانو ته وسلې اوجنګي روزنه ورکړې چې دا نامناسب کار دی .)) تېره میاشت هم مک کرسټل ویلي وو چې داسي نښې نښانې شته چې طالبان په ایران کې روزل کېږي . تر دې پخوا د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس هم ورته څرګندونې کړې وې .

خو تر دې پخوا د افغانستان د فراه او هرات ولایتونو امنیتي چارواکو په ځلونو د ایرانیو وسلو او ماینونود نیولو ادعاوې کړې وې خو وروسته د دوی په وینا د مرکزي حکومت له لوري منع شول چې په دې باب څرګندونې وکړي .

ددې تر څنگ ديادولووړ ده چي ايران هم دفرهنگی يرغل تر څنگ سخت علاقمند دی چي خپل پخواني او اوسنې روزونکي ئي په دولت کي څرگند ځاي ولري ،تر څودهگوي په مرسته نه يوازي داچي ددولت رازونوباندي خبروي بلکي گواړي پر امريکاهم دهمدغوپوسيله سياسي فشار ژودنی وساتي .

همدا ډول تراوسه لادعربې هيوادنه دوي ته مرستې روانې دي  دبېلگې په توگه په ۲۰۰۹ کال کي داکتوبرپر ۲۸ دويسا ورځپاڼي  په يوه ليکنه کښي دواشنګټن پوسټ په حواله له دې راز نه پرده پورته کړه چي تېر كال له بهرنيو هېوادونو څخه  له طالبانو سره ۱۰۶ ميليونه ډالره مرسته شوې .دواشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، چې د افغانستان وسله وال طالبان له بېلابېلو لارو تمویلېږي .

ورځپاڼه لیکي،طالبانودخپلومالي سرچینو د ترلاسه کولو لپاره یو هراړخیز سیستم جوړکړی چې په هغو کې بسپنه،مالیه،جریمه اونورې طریقې شاملې دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان او امریکايي چارواکو په حواله لیکي چې وايي، د طالبانو دمالي سرچینو بندول ناممکن کار دی .

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره CIA اټکل کوي چې د طالبانو له مشرانو او د هغو له متحدانو سره پروسږکال له بهره ۱۰۶ میلیونه ډالره مرسته شوې ده. د امریکا د خزانې وزارت او د ملګروملتو امنیت شورا له لسو کلونو راهیسې پر هغه لېست کار کوي چې له طالبانو سره په مالي مرستو د تورنو کسانو نومونه پکې راغلي دي. دکره معلوماتوله مخې دمالي مرستو دالړی له ډير پخوا پيل سوې  اودوام لري .

که ددغوډلوسره چي اوس ددولت پر وړاندي جنگېږي دبهرنيو مرستو اوملاتړ مسله نوره هم وڅېړوليکنه ډيره اوږدېږي  پر يوه ټکي بايد سلا اوسو چي ټولي بدمرغی له گاونډيانوراپېښي اودافغان پوسيله ئي زموږتر دې گدان پوري  دجگړي اور رارسولی .

په کندهارکي دهغوعملياتوپه وړاندي چي دليکنې په پيل کښي مو بحث پر وکړاوداټوله ليکنه همدې مسله ته ځانگړې سوېده طالبان هم لس تر زنه ندي کښېنستلي،هغوي هم دپه سيمه کي دخپل نفوذاوسلطې دساتلوپه موخه  يوسلسله کارونه پيل کړي دي .

دروان کال دثور پر ۱۲ دفایننشیل ټایمز ورځپاڼه لیکي :  په داسې حال کې، چې زرګونه امریکایي عسکر د کندهار د عملیاتو د پيل لپاره تیاری نیسي د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال دیوید پیتریوس خبرداری ورکوي، چې دغه عملیات به اسانه نه وي او وسله وال طالبان کېدای شي د دغو عملیاتو په مقابل کې په وحشت ناکو بریدونو لاس پورې کاندي  .

ورځپاڼه زیاتوي چې وسله والو طالبانوددغو عملیاتوپه درشل کې په سیمه کې خپلو بمي او انتحاري بریدونو اوقتلونو ته زور ورکړی ،کېدای شي طالبان  د خپلو پناه ځایونو او اډو څخه دفاع اومقاومت وکړي.  

فایننشیل ټایمز  لیکي امریکایي منصبداران په دی باور دي، چې له کندهاره د طالبانو لیرې کول، چې د افغانستان دوهم لوی ښار او د جنوب تجارتي مرکز ګڼل کیږي په ټول افغانستان کې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره مهم دی . دغه ټکي ته دښاغلي کرزی ميرزي ورورچي په مختلفوجرمونوترون دي درې ورځي وړاندي ارياناتلويزيون سره په يوه ځانگړي مرکه کښي وکړه ،هغه وويل چي کندهاردطالبانو مرکزدی اوبايد دوي دلته کمزوي اوله دې ځاي نه وشړل سي .دده په ويناکه بهرنيا پدې وتوانېږي چي په کندهارکي امنيت تامين کړي په ټوله افغانستان کي به امنيتي وضع تغير وخوري .

،امريکا يان پدې باوردي که دوي له کندهارنه طالبان وشړي اوماته ورکړي نو د دوی مشران د سولی خبرو ته کښېنی .

جنرال ډیویډ پيتریوس  دامني او وايي سره له دې، چې د کندهار د ښار  وضعه د ورځی له مخې عادي وي او په ښار کې د خلکو  او ترانسپورټي وسایلو ګڼه ګوڼه وي، خو بیا هم خلک اندېښمن دي .

د کندهار چارواکو  فایننشیل ټایمز  ورځپاڼی ته ویلي دي، چې ډیرې کورنۍ د طالبانو  د ګواښونو او بریدونو له ویرې خپلې لوڼه ښوونځیو ته نه استوي او داسې سیمې هم شته، چې امنیتي ځواکونه د شپې له مخې نه شي ورتلای.

متاسفانه ياخپله نه پوهېږي اوياغواړي خلک وغولوي .طالبان اوددولت بله هره مخالفه ډله دخپل سرنه ده يوڅوک ئي شاته ولاړدی اوله يوخوامالي ،مادي اوتخنيکي مرستي ترلاسه کوي ،ځکه دوي نسي کولاي پر خپل سر  دچاسره خبروته کښېني که امريکا غواړي طالبان خبروته کښېني ترهرچادمخه دي دپاکستاني جنرالانوسره خبري وکړي .

دپاکستان داستخباراتويوپخوني جنرال  او اوسني لوي درستيز په کراتوداخبره کړې که څوک غواړي له طالبانوسره خبري وکړي لومړی دي زموږ سره خبري وکړي ،موږ کولاي سوهغوي له امريکا اويابل چاسره خبروته وهڅو.حتادوي داهم په ډاگه ويلي هرې هغه هڅي به ناکامه وي په کومي کي چي دپاکستان گډون له پامه غوږځول سوی وي .

امريکا هم لکه کرزی صاحب .هغه چي داهر ولايت ته ولاړ سي اوياله بهرنی سفره راسي په ارگ کي ژورنالستان راټول کړي اوخبروپه جريان کي څوځله په تکرار ووايي زه حاضريم چي دطالبانوسره خبري وکړم هغه زموږ ورونه دي . خوکرزی صاحب لاتر دفتره نه رسېدلی چي دطالبانووياند دملامجاهد په نامه  اعلان وکړي چي موږ دهغه حکومت اوهغه چاسره چي دامريکاگوډاگۍ وي خبروته نه يوتيار .

په کندهارکي دبهرنيانو دعملياتوپه وړاندي دطالبانو غبرگون په توگه داپریل۱۹د طالبانود یوه مهم قومندان په وینا،چې دکوټې له شورا سره نژدې اړیکې لري وويل ، په داسي حال کې چې ناټو او امریکايي پوځیان په کندهار کې د پراخو عملیاتو تیاری نیسي دوي هم دې ولایت ته جنګیالي لېږي او د بمي حملو پلانونه جوړوي .

د مبین په مستعار نوم د طالبانو قومندان اسوشیتید پریس خبري ژانس ته وویل : که پر دوی فشار زیات شو شاتګ به وکړي کله چې بهرني پوځیان ولاړل بېرته به راشي ،لکه همدا اوس په هلمند کي پدې ورستيو ورځوکي افغاني اوبهرني چارواکي دډله ايزو رسنيوسره په خبروکي دامني چي دهلمند امنيتي حالت مخ پر خرابېدواوډاډمن نه دی .

اسوشیتید پریس وايی چې له قومندان مبین سره یې د کندهار په مرکز کې خبرې کړي . ډيره جالبه ؟؟؟

له يوطالب قوماندان سره دکندهارپه مرکز کي خبري کوي اوبل لورته وايي موږ دطالبانوپر خلاف جگړه ايزعمليات کوو،له يوه سره  اړېکي  نسي او دبل په وژلوپسي راغلی دي !!!!

داسي ښکاري چي ددې عملياتوترنامه لاندي نورمخې پرتې دې،دسړي هغه ((ديوه بام اودوهواووقيصه ورپيادسي .))

په دابله مياشت کي چي ښاغلی کرزی دبارک اوباماسره دراتلونکي سيست اوپاليسی په اړه دهغه دموافقې ترلاسه کېدوپه موخه دامريکاپه لور روانېده طالب چارواکو له وړاندي خبر ورکړچي موږ به مو پر ارامه پرې نږدو.

دمې۸ وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې  خبر ورکړ  چې له ورځې نه چي کرزی دامريکا په لور سفر پيلوي  دوي به  په افغانستان کې د بهرنیانواو د هغو د افغان ملاتړو پرضد د الفتح په نوم پسرلني نوي عملیات پیل کړي .

طالبانو ویلي چې د دوی په دې پسرلنیو عملیاتو کې به ،چې په کندهار کې د ناټو ترعملیاتو مخکې پیلېږي، د چادونو،وژنو(ترور) اوتښتونو له تاکیتکه کار واخیستل شي .وسله والوطالبانو بیا بیا ویلي چې ترهغوبه جګړې ته دوام ورکړي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلو ته حاضر شوي نه وي . که له يوې خوادکندهارپر شاوخوا باندي دامريکا تازه دمه پوځ ځاي پر ځاي کېږي نوددې تر سره يوځاي طالبان هم دمقابلې لپاره لکه چي امريکا جنرالان وايي تيار نيسي .

دکندهار دښاردامنيتي حالت په وړاندي دډله ايزورسنيولخوايوه عجيبه اوغريبه  مرموزه چوپتيا خپره سويده ،ته وايي په کندهارکي خيري خيريت دی .حقيقت خودادی چي دکندهار عام ولس داڅومياشتي دسرپه ورېښتيانو ځړېږي .هر انۍ شپې پاڼې خپرېري اوخلک ارول کېږي چي دولتي ،شخصی اوبهرنيو موسيسوسره دکارلپاره ولاړ نسي .ځوانان بيکاره په کوڅوکي گرځي انجونې له ډاره ښوونځيوته نشي تلاي  ،په ولسواليو کي عملأ ښوونځي يوازي په نامه پاته دي وزير ساحب ئي ددې پر ځاي چي دمعار په برخه کي کوم مثبت کارو کړي دښاغلي کرزی  اوارمريکادحاکميت دټينگېدولپاره شپه او ورځ په نوروکارواخته دی .لکه دافغانستان په پالمان کي دکندهاردخلکو استازي  ښاغلي علومي په خبره له کندهرنه اوس يوحقيقي خبر نه نشرېږي اومرموز سانسورپرې لگېدلی دي .

خوداسانسورپه هيواکي دننه اوبيرون دکندهار له حالت نه افغانان بې خبره نسي ساتلاي ،اوس افغانان دکورنيو کورنيودغړودژوندپه حالت باندي دخبرېدوپه موخه هم کولاي سي ټول حقايق اورښتيا ځانته معلوم کړي .

دمی پر ۱۵ مي کندهارته زنگ وواهه اوديوشمېرکندهاري ځوانانو احوال مي پوښت ،په کندهارکي دعملياتو دپيل تر اعلان وروسته  يو ځوان هم نه دولتي اونه هم دکومې بهرني پروژي سره دکار لپاره له کوره وتلاي  سي ! دغه حالت ته کرزی اوامريکا يان امنيت اوډاډمن ژوند وايي ! دغه کورنۍ چي ځوانان ئي  دطالبانوله ډارنه چي ژوندئي له خطر سره مخامخ کېږي کارته نسي تلاي پر ځاي ده له  ښاغلی کرزی اوښاغلی اوبامانه پوښتنه وسي دوي څه وخوري اوچيري ولاړسي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

دغه پوښتنه دطالبانو مشر ملاعمر اودهغه بهرنيو ملاتړوته هم متوجه ده ،که جهاد داوي اوداسلام  په نامه سياسي واک ته درسېدولپاره کورنۍ له لوږي مری  افغان ولس له دې ډول جهاد نه نفرت لري .

دې اتو کلو ثابته کړه چي ښاغلي کرزی دخپلو مخا لفينوپه وړاندي معينه اودوامداره ستراتېژي اوسياسي قرار نلري ،کله يوڅه اوکله بيابل څه وايي  .يو ځل وايي دملاعمر کورته ورځم بل ځل چي کومه حمله وسی ټولوته له يوه سره دبشريت اواسلام ددښمنانو خطاب کوي . طالبانوته هم پاکستانيان بله لاراوگودرنه ورښي ،يوازي همدا خبره ورته کوي تر ورستی طالبه جگړې ته دوام ورکړه چي موږته گټه لري .

له هغو ټولوافغانانو څخه چې افغان دښمنه ځواکونه يې په هيواد کې داسلام او وطن څخه ددفاع په نامه جگړې ته هڅوې غوښتنه  داده تر څو دغه ټکې ته پاملرنه وکړې ،چې هلته او دلته داوړه افغانان مری؛ زموږ هيواد په کنډواله بدلېږې ،په ټوله نړی کښې دوحشی او قاتل قوم په نوم يوځل بيا شهرت  راکول کيږې ،خپله غواړې په تمدن کې ژوند وکړی او ددنيا له ټولو نعمتونه برخمن سی،ولي موږ ته وايي  :  جگړه دي ددنيا او اخيرت توښه ده . ځوان زلمي ته وايي په ځان پسې بمان وتړه واسکټ واغونده  اوځان د کافرو سره يو ځايوالوزه وه ،دخداي (ج) ديدارته به په هغه ثانېه کي ولاسړ شې ،مگر هيڅوک دا پوښتنه نه کوې چې دغه ثواب ولې خپله دغه ښاغلی چې نور هڅوې نه غواړي ؟ که ټپه رښتياسره په دغه واسکټ الوزونه انسان جنت ته ځي نودادنياخوپاني ده اوموږ ټول شکر الحمدالله مسلمانان يونوداعلماولي بيادغه عمل ته دخپل نفس قتل اوگناه وايي؟؟؟

راسی ټول واسکټونه واغوندوچي جنت ته ولاړسو.خوزه فکر کوم دادنياخداي تعلادخپلو بنده گانو لپاره پيداکړې چي ژووند ورباندوکړي اوهغه خداي ورکړی ژوندپه هوسايي،سوکالي اوايمانداری سره تيرکړي،که خداي تعلاغوښتلاي چي بنده گان ئي مړه اوسي ونو ولي ئي بياژوندي پيدا کول اوولي ئي په قرانکريم کښي په تکرارخپلو بنده گانوته داخبره کړې چي دادنياماستاسو لپاره پيداکړ ده. 

هيواد والو!

راسی دخداي تعلاله پيرزويل سوو نعمتونه چي ژوند اودهغه دوام دي په پاکه ،سپېڅلې اوانساني روحيه ژوند وکړو ،پرې نږدوچي زموږ دهيوادوالوژوندله جدي گواښ سره مخ سي اوياديوچاياکوم گوند، تنظيم اوډلې دچاکميت لپاره  هيواد په کنډواله بدل اودواړې خوزموږ ورونه له ژوند نه محروم سي .

سره لدې چي دبهرنيانو شتون پر موږ دهمد پورته يادسوو سپېڅلونومواودغوکسانوپه دولت کي پاته کېدوله مخې پر موږ وتپل سو خو اوس بايد لکه دنړئ نور هيوادونه له دغه امکاناتونه دخپلو ملي گټوپه موخه پراخه استفاده وکړو اوددې امکانات برابرکړوت څوبهرنيان خپل وطن ته ستانه اومو دسولي اوملي تفاهم په فضاکي دحکمتونودجوړيدو جوگه سو.د ايو تريخ حقيقت  دۍ که داځل بهرنيانو زمونږدهيواد نه مخ واړاوه ،پاکستانی ملايان  ،آي آيس آي ،ايراني اخوندان  او عربي شيخان، ليري او نږدې پراته دښمنان به دافغان بنسټپالواو ملي يووالي د دښمنو عناصرو پوسيله زموږ دا زورېدلی اوکړېدلی ولس داسی له پرېشانی سره مخامخ کړي چې بيا به يې دخلاصو ن لاره  څوک موندلاي نشي  . 

څوک به داسلام ،څوک به دشمالي ياجنوبي  اومرکزی افغانستان نارې وهی،بيا به تلويزيون او راډيو په درخته ځړېږې ،مطبوعات به ورک او دښوونځيو او پوهنتونوپر ځاي به ديوبند، تهران او عربی وهابي مدرسو دروازې  خلاصی شي،ښځه به دڅلورو ديوالو زندانی،اوښاغلي به چړچې کوې  .

  درنو هيوادوالو !

جگړه په هره موخه چې وي زموږ دولس او هيواد په گټه  نه بلکې دهغو په گټه ده کوم چې تاسو هم ځيني ناراضه او خفه  ياست . پردی  پردی   دي ،هر څوک چې وی ؛ راشی دهغو سره سيالي وکړو چې دځمکو ،غرونو ، رودونو او فضانه دخپلو خلکو په گټه کار اخلي ،هغوي هستوی وسلې جوړوي او موږ ته وايي  : په جگړه کي دي خيردی ترې تير نشې .

ترڅوبه دجگړې او انسان وژنې قهرمانان اوسواوخدعلم څخه ليري ،له تمدن ،هوساژوند ،پرمختگ اوسو کالی نه مو ولي بدراغلي ؟ تاسودغو ښاغلو دژوند سطحې ته وگوری کوم چي موږ جگړې ته هڅوی اود ښوونځۍ دروازې راباندي سوځي ،ډاکتر،ښوونکی ،عالم ،ژورناليست ،انجينير ،مامور اويامزدورکار ردرباندي وژنی .ددوي هيوادونه دپرمختگ په لوردرومي خوموږ بياوراني اوخرابی ته هڅوي .

راسی دورورگلوی ،يووالي اودوستی په فضاکي دهغوسره سيالي وکړوچي په سوله اوپوهاوی سره خپل ټاټوی اوهيوادجوړوي اوله زبرځواکوسره له دې لاري سيالی ته مټې رانغاړي  .ومن الله التوفيق