د ښاغلي هدايت د ليکنې اوتور ځواب
09.06.2010 23:50څو ورځې مخکې ښاغلي هدايت زما د هغې ليکنې په اړه چې کابو يوه مياشت مخکې په ځينو ويبپانو کې خپره شوه تور ولګاوه چې ګني د نوموړي له ليکنې څخه مې څه په خپله ليکنه کې رااخيستي دي په داسې حال کې چې دا ليکنه ما کابو درې کاله مخکې کړې وه او يوه برخه مې هماغه وخت ويبپانو ته ليږلې او خپره شوې وه چې تاسو درانه لوستونکي يې لومړۍ برخه د بهير ويبپاڼې د پخوانيو ليکنو د ارشيف په برخه کې د 1387 کال د غوايي په شپږويشتمه کې ليدلی شئ او د هغې دوې نورې برخې مې چې راسره په کمپوټر کې پرتې وې اوس مې ويبپاڼو ته ورکړې چې ښاغلي هدايت داسې ناوړه او ناسم تور راباندې ولګاوه زه د دې جناب دا ښکرور تور او دروغ په کله ردوم او له نوموړي غواړم چې د ادب لمن ډيره ارته ده په هغه برخه کې چې تاسو څه ليکلي کيداي شي ډير نور کسان هم په هغې اړه ليکنې وکړي نو بايده دي چې تاسو پر نورو له تورونو لګولو او ناسمو کلمو له کارولو کار وانخلئ ځکه د ادب ډګر د ناندريو او ناسمو الفاظو د کارولو ځاي نه دی .
مننه