توره بوړه محاذ: د کونړ په ناوې کې مو د دولت او بهرنيانو ۷ پوځيان مو وژلي دي
02.06.2010 09:31د تورې بوړې د جهادي محاذ په نامه د طالبانو وسلواله ډله وايي چې د کونړ ولايت د سرکاڼو د ولسوالۍ په ناوه سيمه کې یې پرون په دولتي کتار بريد کړی او درنه جګړه یې ورسره کړې ده چې وروسته په کې بهرني ځواکونه هم شريک شول.
قاري سجاد چې ځان د دې وسلوالې ډلې وياند پېژني وايي چې جګړې ۴۵ دقيقې دوام وکړ او په ترڅ کې څلور دولتي او درې بهرني پوځيان وژلي دي. قاري سجاد د خپل يو ملګري وژنه هم مني.
دولت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.