د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غازي افغان بابکرخېل ديارلسمه ټولگه ټوفل (TOEFL) وييپانگه خپره شوه

فضل قادرانډيوال 02.06.2010 09:22

د غازي افغان بابکرخېل ديارلسمه ټولگه ټوفل (TOEFL) وييپانگه خپره شوه.


پېښور : د ښاغلي غازي افغان بابکرخېل په قلم ليکل شوى ديارلسمه ټولگه (GAB’S Essential Words for the Toefl) خپره شوه. په دغه کتاب ښاغلي محمد عارف همدرد، ښاغلي قدرت الله حداد، ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي، ډاکټر سيد عطاء الله شاه، خليل الله قتيل زوى خوږياڼى، اباسين يوسفزى، ډاکټر عبدالروف رفيقي او فضل قادر انډيوال ليکنې کړي او د دغه کتاب ارزښت يې په بېلا بېلو اړخونو ارزولى دى.

دغه کتاب څو ځانگړتياوې لري، چې په انگليسي، پښتو او اردو ژبو ژباړل شوى او په جملو کې کارول شوي ټکي هم په کې په گوته شوي. ورسره ترڅنگ يې تمرين هم شته، چې د لومړنيو زده کوونکيو لپاره اسانتياوې رامنځته کوي. دا څرگنده خبره ده، چې د تېرو څو کلونو راهيسې غازي افغان د انگليسي ژبې له لارې پښتو ته د چوپړ هلې ځلې کوي او دغه کتاب يې ټولنې ته په ښه توگه وړاندې کړى، چې ټولنه به يې خامخا وستايي. دغه ارزښتناک کتاب د الازهر خپرندويه ټولنې خپور کړى.

کولاى شئ د برېښنا ليک له لارې له ليکوال سره اړيکي ټينگې کړئ.

ghaziafghan1@yahoo.com

ghaziafghan@yahoo.com