د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل غزني ته په ۱۴۷ منډو ماته ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووت

کرکټ څانګه 01.06.2010 10:51

د اتصالاتو په ولايتي سيالۍ کې نن د جيم په ګروپ کې څلورمه لوبه د کابل او غزني تر منځ ده. پچه کابل وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

د لوبې شمېرنپاڼه:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
كابل ۳۴۸ ۴۵ ۹
غزني ۲۰۱ ۳۶ ۱۰

 کابل پچه وګټله او د پيچ حال ته په کتو یې توپ وهنه غوره کړه. د کابل لومړۍ دوه ويکټو په ۲۲ اورونو کې ۱۱۷ منډې وکړې. دريمه ويکټه یې له ۲۲م اور څخه تر ۳۰ اور ودرېده او منډې یې ۱۵۹ ته ورسولې.

غزني وکړای شول چې د کابل څلورمه ويکټه په ۳۳م اور کې وغورزوي. د کابل څلورمې ويکټې ملګرتيا ۹ منډې وکړې. د کابل پنځمه ويکټه (محبت خان) سمدستي وغورزېده. د شپږمې ويکټې ملګرتيا افتاب عالم او نواب خان کوله خو نواب خان په ۳۷م اور کې وسوځېد چې د کابل منډې ۱۸۹ ته رسېدلې وې.

د افتاب عالم شپږيزو د کابل د لوبډلې منډې پورته کړې. نموړي تېزې ۵ شپږيزې ووهلې او مخکې له دې چې په ۴۲ اور کې وسوځېږي د کابل منډې یې د عرفات سره په شريکه ۲۴۶ ته رسولې وې. د کابل اتمه ويکټ د مجتبی وه چې په ۴۴م اور کې وغورزېده. دا مهال کابل ۲۶۵ منډو ته رسېدلی و. خو عرفات لا ولاړ و او ۴ شپږيزې یې ووهلې. روښان هم ورسره ښه ملګرتوب وکړ. روښان په ۴۹م اور کې وسوځېد. د کابل منډې ۳۱۷ وې او د عرفات ملګرتيا ته عبدالهادي راغی.

عبدالهادي دوه ښکلې شپږيزې ووهلې. کابل نهمه ويکټه هم له لاسه ورکړه خو په ۵۰ اورونو کې یې منډې ۳۴۸ ته ورسولې چې د دې سيالۍ تر ټولو ډېرې منډې دي.

د کابل تر ټولو ډېرې منډې سيد عرفات وکړې چې په ۴۷ توپونو ۷۹ منډې وې.

 د غزني پيل ستونزمن و. په دويم اورکې یې لومړۍ ويکټ له لاسه ورکړه. د غزني دويمه ويکټه په ۵م اور کې او درېمه يې په ۱۰م اور کې وغورزېده. د غزني توپ وهونکو ښه مقابله وکړه خو ويکټې یې ونشوې ساتلی.

د غزني اخري ويکټه هم په ۳۶م اور کې وغورزېده او ټولې یې ۲۰۱ منډې وکړې. د غزني لپاره ښه توپ وهنه بهادر خان وکړه چې ۸۸ منډې یې جوړې کړې.

غزني کابله ته په ۱۴۷ منډو بايلوده. کابل په دې ترتيب نيمه پايلوبې ته لار پيدا کړه.

سبا به د دال ګروپ لومړۍ لوبه نورستان او زابل ترسره کوي چې د شمشاد تلويزيون به یې په ژوندۍ بڼه ښيي.