د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

WCL لومړي ډويژن لپاره لوبډله اعلان شوه. بشپړ رپوټ

کرکټ څانګه 30.05.2010 21:19

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن يا World Cricket League Division One لپاره لوبډله اعلان کړه چې ۱۵ په کې اساسي او ۴ په کې احتياطي لوبغاړي دي. د لومړي ډويژن لوبې به په هالينډ کې د جولای له لومړۍ نيټې څخه تر ۱۰مې نيټې پورې ترسره کېږي.

په اساسي لوبغاړو کې د محمد نبي پر ځای ميرويس اشرف د کپتان نوروز منګل مرستيال ټاکل شوی دی. محمد سږه کال د سريلانکا د تمريني کيمپ په مهال د کريم خان صادق پر ځای د کپتان مرستيال ټاکل شوی و. هغه مهال ويل کېدل چې د نوروز منګل له تقاعد کېدو وروسته د محمد نبي عيسی خېل د کپتانولو لپاره نوموړی د نوروز منګل مرستيال وټاکل شو. ميرويس اشرف د شل اورونو په نړيوال جام کې د سويلي افريقا خلاف ښه توپ واچاوه او په توپ وهنه کې وځلېد په داسې حال کې چې د محمد نبي توپ اچونه او توپ وهنه ونه ځلېده.

په لوبډله کې دولت احمدزی نه دی شامل کړای شوای. نوموړي ته د افغانستان کرکټ بورډ د تخنيکي مدير دنده وړانديز کړې ده. د کرکټ بورډ اجراييه مشر ډاکترايمل شينواری وايي چې د دولت احمدزي د ځواب په تمه دي. په لوبډله کې ريس احمدزی چې د شل اورونو په نړيوال جام کې له کرکټ څخه تقاعد اعلان کړی و خو څو ورځې وړاندې یې ټول افغان ته وويل چې د کرکټ بورډ د غوراوي کميسيون ته یې خبر ورکړی چې غواړي بېرته یوه ورځنۍ لوبې وکړي هم نه دی شامل کړای شوی.

په لوبډله نوې څېرې توپ وهونکی جاويد احمدي او ويکټ ساتونکی مراد علي دي. د مراد علي شاملول داسې هڅه ښکاري چې د کرکټ بورډ غواړي په راتلونکې کې د شهزاد محمدي تر څنګ یو بل ښه ويکټ ساتونکی هم ولري. تېره اونې پخواني ويکټ ساتونکي کريم خان صادق ټول افغان ته ويلي و چې غواړي بېرته ويکټ ساتنه پيل کړي. خو داسې ښکاري چې د کرکټ بورډ کريم خان صادق ته ويکټ ساتنې د دندې د مسوليت ورکولو پر ځای مراد علي په لوبډله کې شامل کړ.

افتاب عالم او خالقداد نوري بېرته په لوبډله کې ځای جوړ کړی دی او شفيق الله شفق او نصرت الله نصرت له لوبډلې بېرون پاتي شوي دي. نصرت الله نصرت په احتياطي لوبغاړو کې د عزت الله، نور الحق او حمزه هوتک تر څنګ شامل شوی دی.

WCL لومړي ډويژن ته اعلان شوې لوبډله:

۱. نور علي
۲. کريم خان صادق
۳. محمد شهزاد
۴. نوروز منګل (کپتان)
۵. اصغر ستانکزی
۶. محمد نبي
۷. شبير نوري
۸. مراد علي
۹. جاويد احمدي
۱۰. حميد حسن
۱۱. شاهپور ځدراڼ
۱۲.خالقداد نوري
۱۳. ميرويس اشرف (مرستيال کپتان)
۱۴. افتاب عالم
۱۵. سميع الله شينواری

احتياطي لوبغاړي:

۱. نصرت الله نصرت
۲. عزت الله
۳. نور الحق
۴. حمزه هوتک

 د غوراوي په رپوټ کې راغلي دي چې د لوبغاړو په غوره کولو کې د شل اورونو د نړيوال جام لپاره د غوراوي په پړاو کې، په نړيوال جام کې، د آسيايي شورا د ايليټ په سيالۍ کې، او د ۱۹ ټيټ لوبډلو په نړيوال جام کې د لوبغاړو لوبې او د دوی بدني روزنې ته پام شوی دی. سره د دې چې په رپوټ کې دا نه دي راغلي چې د راتلونکې لپاره د تکړه لوبغاړو لرل هم د غوره کونکو په پرېکړه اغېز لرلو او که نه خو ځوانو لوبغاړو شاملول دا مانا لري چې د کرکټ بورډ هغه غوښتنو ته مثبت ځواب ويلی دی چې د ښه راتلونکي لپاره یې ورو ورو د ځوانو لوبغاړو روزل او شاملول غوښتل.

په رپوټ کې راغلي دي چې مشر غوره کونکی ډاکتر حامد شينواری دی او د کميسيون غړي اسدالله، احمدشاه احمدي، او سيد نظيم جار عبدالرحيمزی دي. رپوټ د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال لاسليک کړی دی.

د کرکټ بورډ رپوټ د کتلو لپاره دلته ټک ورکړئ.

يادونه: بښنه غواړو چې مخکې مو د احتياطي لوبغاړي عزت الله نوم اسدالله ليکلی و.