د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل کونړ ته په څلور ويکټو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 30.05.2010 10:03

نن د اتصالاتو ولايتي سيالۍ کې د جيم ګروپ دويمه لوبه وه چې کونړ او کابل وکړه کونړ پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. په فيس بوک د ټول افغان په پاڼه توپ په توپ کامينټري روانه ده چې نېغ په نېغه له لوبغالي وړاندې کېږي. په لاندې پته یې احوال ترلاسه کولای شئ:

http://www.facebook.com/pages/The-Cricket-Post/126551630696102

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
کونړ ۱۳۰ ۳۲،۳ ۱۰
کابل ۱۳۱ ۲۹،۱ ۵

د کونړ توپ وهنه:

د کونړ لومړۍ ويکټه په شپږم اور کې هغه مهال وغورزېده چې منډې یې ۲۵ وې. دويمه ويکټه یې هم ډېره زر په ۷م اور کې وغورزېده. درېمې ويکټې یې لږ مقاومت وکړ او په ۱۴م اور کې روښان واخيسته، دا مهال یې منډې ۴۳ وې.

د کونړ څلورمه ويکټ د پاچا حسين وه چې نور الحق واخيسته. پاچا حسين ته ډېره تمه وه ځکه چې د ملي لوبډلې سره یې تمرينونه کړي دي او ښه توپ وهونکی پېژندل شوی دی. د پاچا حسين په سوزېدو د کونړ منډې ۶۶ وې او فشار پرې زيات شو.

په دوه ويشتم اور کې د کونړ پياوړی بلال هم وسوځېد او کونړ په ۸۰ منډو پنځه ويکټې له لاسه ورکړې وې. د کونړ ويکټې زر زر وغورزېدې او ویې نشو کړای چې کابل ته ستر هدف وټاکي. د کونړ ټوله لوبډله په ۳۲،۳ اورونو کې په ۱۳۰ منډو وسوځېده چې ډېری ويکټې یې افتاب عالم واخيستې.

د کابل توپ وهنه:

کابل ښه پيل درلود. د غرمې د ډوډۍ تر دمې پورې یې ۷ اورونه ولوبول او ۴۱ منډې جوړې کړې وې. تر دې مهال د ملي لوبډلې لوبغاړی عبيدالله کونړی د کابل د یوې ويکټې په غوروزول توانېدلی و. د کابل دويمه ويکټه مخکې له دې چې ۶۰ منډې پوره کړي وغورزېده. درېمې ويکټه وغورزېده خو څلورمه ويکټه چې د نور الحق وه تر ډېره ودرېده او مخکې له دې چې په ۲۷م اور کې وغورزېږي د کابل منډې یې ۱۱۹ ته رسولې وې او کابل د بري خوا ورنږدې کړی و. نور الحق ۲۳ منډې جوړې کړې.

له نور الحق وروسته يحی لوبې ته راووت خو په صفر بېرته ولاړ. د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې بل لوبغاړی افسر ځاځی هم د کابل په لوبډله کې لوبه کوي چې په ۶م نمبر راووت. نوموړي  له تېرو ۱۲ ورځو راهيسي په لوبو شمشاد تلويزيون ته ډېره ښکلې وينا هم کوي.

په ۲۸م اور کې په اخري توپ د کابل شپږمه ويکټه وغورزېده خو ډېر اغېز یې ځکه نه لرلو چې منډې یې ۱۲۴ ته رسولې وې او بري ته ټولې ۸ منډې پاتې وې. کابل په ۳۰م اور کې په لومړي توپ په څلوريزه ۱۳۱ منډې پوره کړې او کونړ ته یې په ۴ ويکټو ماته ورکړه.

 د جيم ګروپ څه عجيبه غوندې دی. د شپږو پر ځای په کې پنځه لوبډلې دي. پرون لوګر له جوزجان څخه وګټله او نن کونړ او کابل لوبه کوي. بله لوبډله غزني ده چې نن د ورځې په پای يا سبا سهار به معلومات وشي چې د چا سره لوبه کوي. پخوا په اعلان شوي مهال ويش کې ليکل شوي چې دوه ګټونکي لوبډلې به سره لومړی لوبه کوي او بريالۍ لوبډله به د غزني سره لوبه کوي. يانې غزني بې له دې چې کومه لوبه وکړي کوارټر فاينل ته بريالۍ شوې ده. څه عجيبه غوندې مهال ويش دی. په کار خو دا وه چې غزني په برياليو دوه لوبډلو کې د دويم نمبر لوبډلې سره لوبه کړې وای. د دې لوبې بريالۍ لوبډلې بايد په کوارټر فاينل کې د لومړۍ لوبدلې سره لوبه کړې وای.

وروسته به روښانه شي چې سبا به کومې لوبډلې لوبه کوي. د کرکټ بورډ د رسنيزو چارو مسوول فريد هوتک ټول افغان ته وويل چې د سيالۍ تخنيکي کميسيون به وروسته غونډه کوي چې دا پرېکړه وکړي چې څوک به سبا ته لوبه کوي. د کرکټ بورډ له خوا په ويشل شوي مهال ويش کې راغلي دي چې سبا بايد دواړه بريالۍ لوبډلې (کابل او لوګر) بايد لومړی لوبه وکړي او بريالۍ لوبډله به یې د غزني سره په کوارټر فاينل کوې لوبه کوي. هوتک هم دا خبره تاييد کړه او ویې ويل چې نه شي ويلای چې تخنيکي کميسيون به څه ډول پرېکړه خو وروسته به روښانه شي چې سبا ته کومې لوبډلې لوبه کوي.