د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميلمنو حقوق

الحاج فضل الله رشتين 28.05.2010 22:59

ميلمه د خداى پاك دوست ګڼل كيږي . كوم څوك چې ستا كورته ستا د ليدلو او ملاقات د پاره درشي نو هغه ستا ميلمه دى او دغه ميلمه په تا باندې ايماني حق لري.
حضرت محمد صلى تالله عليه وسلم فرمائيلي دي چې :
من كان يومن بالله و اليوم الاخر فليكرم ضيفه .( بخاري )
هغه څوك چې په الله پاك او د قيامت په ورځ ايمان لري هغه ته ښائي چې دخپل ميلمه قدر اوعزت وكړي.

د ميلمه حق د يوې ورځې او يوې شپې پورې دى. البته د ميلمه توب موده تر درې ورځوشپو پورې ده له هغه نه پس كه څوك د چا په كوركښې پاتې كيږي نو كوم مصرف چې د كوربه لخوا په ميلمه باندې كيږي هغه صدقه ده . ( بخاري )
حضرت محمد (ص) فرمائيلي دي چې - هغه څوك چې په الله پاك او د آخرت په ورځ ايمان لري نو هغه ته ښائي چې له ميلمه سره ښه چلند او برخورد وكړي ، او ميلمه ته د انعام په وركولو د هغه احترام او درناوى وكړي. يو صحابه پوښتنه وكړه چې يا رسول الله د ميلمه انعام څه شى دى ؟
رسول اكرم (ص) و فرمائيل : يوه ورځ او يوه شپه د ميلمه د ميلمه توب حق په ځاى كول او تر درې ورځو شپو پورې د ميلمه په حيث د ميلمه خاطرداري كول او بيا له دې مودې له تيريدو نه پس كه ميلمه د چا په كور كښې پاتې كيږي او كوربه ورباندې مصرف كوي نو هغه مصرف په صدقه كښې حسابول ..
ميلمه د خداى پاك دوست ګڼل كيږي . دهغه چا كورته چې ميلمه راځي په هغه كور باندې د خداى پاك رحمت وريږي خداى پاك هغه چا ته قدر او عزت وركوي چې د خپل ميلمه قدر او عزت كوي . د چا كورته چې ميلمه راځي او كوربه يې عزت او قدر كوي ، له دې سره خداى پاك د كوربه په كور خپل رحمت نازلوي او په مال او دولت كښې يې بركت اچوي.

افغانان په مهمانوازئ كښې مشهور دي او همدا مهمانوازي د افغانانو يو لوى صفت دى . د يو افغان كورته چې ميلمه ورشي نو د هغه قدر او عزت كيږي او د وس او توان په اندازه دميلمه خيال ساتل كيږي . كه په كور كښې هر څه پاخه شوي وي ، په ورين تندي هغه د ميلمه مخې ته ايږدي.
په فارسي كښې يو متل دى چې : پياز باشد با پيشاني باز باشد.
دا ډير ښګلى متل دى. كه يو څوك د چا كورته لاړشي نو كه كوربه ورته په كونجي تندي او تكبر سره ډير معتبر خوراكونه مخې ته كيږدي نو ميلمه به هيڅكله په دې خوراكونو خوشحاله نه شي .ميلمه د كوربه د ښه برخورد او احترام هيله كوي او كه د ميلمه دا هيله تر سره نه شي نو بيا هيڅكله د داسې يو چا كورته نه ورځي چې له تكبر او غرور څخه كار اخلي او په ميلمه احسان كوي.
ددې د پاره چې مونږ خپل يو ايماني حق پر ځاى كړى وي نو ښايي چې د ا دا لاندنئ خبرې په نظر كښې ولرو :
* د ميلمه قدر او عزت كول
* له ميلمه سره په ورين تندي خبرې كول.
* د ميلمه په راتك خوشحاله كيدل.
* د ميلمه په مقابل كښې له تواضع څخه كار اخيستل.
* په ميلمه باندې نه تنګديل
* د ميلمه له حال احوا څخه ځان خبرول.
* د ميلمه له ستونزو او مشكلاتو څخه ځان خبرول.
* ميلمه ته په ټيټ نظر نه كتل.
* په ميلمه احسان نه اړول.
* ميلمه ته انعام وركول.
* د ميلمه قدر او عزت كول.
* د ميلمه خاطر داري كول.
* خپلو اولادونو ته د مهمانوازئ چل ښودل.
* د ميلمه د هغو حقوقو ادا كول چې خداى پاك د خپل مسلمان بنده په غاړه اچولي دي.