د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ د غوراوي کميسيون، د کورني کرکټ او مارکټينګ مديران وټاکل

کرکټ څانګه 28.05.2010 15:38

د افغانستان د کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې په یو شمېر دندو یې ګمارنې کړي دي چې په کې د غوراوۍ مشر (Chief Selector) او د غوراوۍ د کميسيون غړي، د کورني کرکټ مدير، او مارکيټنګ مدير شامل دی.

مشر غوره کونکی او غوراوي کميسيون:

د کرکټ بورډ اجراييه مشر ډاکټر ايمل شينواري ټول افغان ته وويل چې د کرکټ بورډ مشر ډاکتر حضر عمر زاخېلوال چې د ماليې وزير هم دی حامد شينواری د مشر غوره کونکي په توګه او ورسره درې نور کسان (اسدالله، احمدشاه احمدي، او سيد نظيم جار عبدالرحيمزی) د غوراوي کميسيون د غړو په توګه ټاکلي دي.

ټول افغان د کرکټ سره تړلي یوې سرچېنې - چې ويې غوښتل نوم يې خپور نه شي – د حامد شينواري په ګمارنه نیوکه وکړه او ویې ويل چې نوموړی په کرکټ تجربه نه لري چې د غوراوي د کميسيون مشر شي. خو ډاکتر ايمل شينواری دا تور ردوي او وايي چې ډاکتر حامد شينواری په خپل لياقت په دې دنده ګمارل شوی. نوموړی وايي چې حامد شينواري ۲۰ کاله کرکټ کړی چې ټوله تجربه یې کورنۍ ده او د کرکټ په تخنيکونو ښه پوهېږي او پخوا یې هم غوراوی کړی دی. ډاکټر ايمل وايي چې حامد شينواري سره هيڅ ډول خپلوي نه لري.

 ډاکټر شينواری وايي چې د غواروي د کميسيون غړی اسدالله د نړيوالې شورا د معيارونو په اساس د دويمې درجې روزونکی دی. د احمدشاه احمدي په اړه نوموړی وايي چې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې روزونکی پاتې شوی دی او یو داسې کس دی چې په کرکټ کې پرې هيڅوک هم نيوکه نه لري. ايمل شينواری وايي چې اسدالله او احمدشاه دواړه ښه لوبغاړي هم دي او دا مهال په کابل کې په روانه سيالۍ کې د پکتيکا په لوبډله کې لوبه هم کوي چې په کرکټ د دوی د پوهې دليل دی. د سيد نظيم جار عبدالرحيمزي په اړه ډاکتر ايمل وويل چې نوموړی په کرکټ پوه دی. له وړوکوالي یې د پېښور د کچه ګړۍ په کيمپ کې کرکټ کړی دی او دا مهال د کرکټ روزونکی دی او په کابل کې د کرکټ یوه اکاډيمي هم لري.

کورنی کرکټ او مارکټنګ:

د کرکټ بورډ اجراييه مشر زياتوي چې سيد نظيم ته یې د کورني کرکټ مديريت هم سپارلی دی او د تخنيکي مدير دنده یې د ملي لوبډلې غړي دولت احمدزي ته وړانديز کړې ده او د نوموړي د ځواب په تمه دي.  نوموړی وايي چې د مارکيټنګ لپاره یې طارق نعيم ګمارلی. د نوموړي د لياقت او استعداد د دليل په توګه یې وويل چې دوه ماستريانې لري. ډاکتر ايمل وايي چې د ډويلپمنټ يا کرکټ پرمختګ چارې لا له پخوا ډاکتر نور محمد پرمخ بيايي.

د کرکټ بورډ ويبپاڼه:

ډاکټر ايمل شينواری د ماليې د وزير او د کرکټ بورډ مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال په استازيتوب ټول افغان ته وويل چې دا ګمارنې يې د افغانستان د کرکټ د پياوړي کولو او د یوې ښې ادارې په رامنځ ته کولو په موخه کړي دي. نوموړی زياتوي چې د آی ټي مدير لپاره یې هم ازموينه اخيستې ده او ډېر زر به د کرکټ بورډ ویبپاڼه بډايه کړي او د زاخېلوال په لارښونه په ډېر زر د کرکټ بورډ مياشتني او کلني مالي رپوټونه خپروي چې په کرکټ بورډ کې پوره شفافيت رامنځ ته کړي. شينواری وايي چې زاخېلوال غواړي افغانان د کرکټ بورډ له زره زره حساب څخه خبر شي. شينواری وايي چې افغان ولس ته د زره زره حساب ورکولو ژمن دي او چې په راتلونکې کې به د ويبپاڼې له لارې دا حسابونه شفاف وي او خلک به یې په اړه په اسانه معلومات ترلاسه کولی شي. نوموړي وايي چې په دې حساب کې د ټولو هغه پيسو په اړه معلومات وي چې کرکټ بورډ ته له بېلا بېلو سرچينو څخه لاس ته ورځي.

موده مخکې ټول افغان دا ستونزه روښانه کړې وه چې د کرکټ بورډ تر اوسه خپل ماليي رپوټ نه خپروي چې د شفافيت رامنځ ته کول په موخه رسنۍ د عايد او مصرف په اړه د معلوماتو د کموالي سره  مخ کوي.

ډاکتر ايمل شينواری وايي چې د ملي لوبډلې له پخواني لوبغاړي ريس احمدزي څخه یې غوښتي دي چې د غوراوي په کميسيون کې غړيتوب او د لوبڅارو (امپايرانو) د کميسيون مشري په غاړه واخلي. شينواری وايي چې ريس احمدزی په لوبڅارۍ کې زده کړه کړې ده او د دې دندې لپاره مناسب دی.

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې نن هم د ريس احمدزي او کرکټ بورډ ترمنځ په دې اړه خبرې شوي دي خو ريس احمدزی له کرکټ بورډ څخه غواړي چې مشر غوره کونکی یې وټاکي.

د غوراوي کميسيون جوړول د افغان کرکټ لپاره مهم پرمختګ دی. تر دې مخکې د لوبغاړو غوره کول په ډول ډول کېده چې د دې پروسې په اړه یې یو شمېر پوښتنې او نيوکې راولاړې کړې وې. د کرکټ مينه وال به هيله مند وي چې د غوراوي کميسيون د سم غوراوي په کولو دې ډول ګډوډيو ته پای ټکی کېدي.

د غوراوي کميسيون په په ملي لوبډله کې د ډلګيو جوړولو او په دې اړه د یو شمېر لوبغاړو د اغېز په کموالي کې هم مثبت رول ولوبوي چې دا لوبغاړي لوبو کولو ته متوجه شي.

د غوراوي په پروسه کې بله ستونزه د قامي اړيکو ده. موده مخکې روزونکي کبيرخان ټول افغان ته ويلي و چې تر اوسه ورته په افغانستان کې په رښتيني توګه د چا د استعداد په اړه سفارش نه دی کړی. نوموړی وايي چې تل ورته خلک د خپل قام سره د تړلي لوبغاړي سفارش کوي.

حق حقدار ته سپارل به تل یوه داسې پروسه وي چې د مشر غوره کونکي او غوراوي کميسيون غړو د تقوی او رښتينولۍ پورې به اړه لري چې ټول افغان او افغان ولس به یې په شريکه په راتلونکي کې څاري.

د توپ وهنې روزونکی:

له بله پلوه افغان کرکټ بورډ د افغان ملي لوبډلې د مرستيال روزونکي تاج ملوک عالم استعفا منلې ده او وايي چې امکان لري پرځای یې د توپ وهنې نړيوال روزونکی وټاکي. ايمل شينواری وايي چې د پاکستان او هندوستان کرکټ بورډونو سره یې خبرې رواني کړي دي چې په دې اړه ورسره مرسته وکړي. د پاکستان د پخواني توپ وهونکي راشد لطيف سره هم کرکټ بورډ خبرې کړي دي چې د کبيرخان تر څنګ افغان لوبډلې ته د توپ وهنې روزنه ورکړي.