د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار هرات ته په ۱۲۲ منډو ماتې ورکړه

کرکټ څانګه 26.05.2010 22:32

ضمير خان د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

نن د اتصالاتو په ولایتي  سیالیو کې ننګرهار هرات ته په ۱۲۲منډو ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره د ننګرهار لوبغاړي ضمیر خان پکې آل راوینډرشو او په سیالیو کې یې لومړۍ سلیزه ووهله، د هرات شپږ لوبغاړي یې وسوځل او د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ننګرهار پچه وګټله او توپ وهنه یې پېل کړه، د ننګرهار توپ وهنه پیاوړې و په ۸۸ منډو یې په ۱۲م اور کې لومړی لوبغاړی وسوځید، د ننګرهار ۱۲۹ منډې او ۲۱م اور و چې دویم لوبغاړی وسوځید او دریم لوبغاړي یې په ۲۹م اور کې په ۱۷۸ منډو کې له لاسه ورکړه، ۲۷۱ منډې وي چې تتګرهار په ۴۱م اورکې پنځم لوبغاړي له لاسه ورکړ، د ۴۹ اور یو توپ شوی و چې ۵ لوبغاړي یې په ۳۴۱ منډو وسوځیدل او د هرات لوبډلې ته یې ستر هدف وټاکه.

هرات د توپ وهنې پېل ښه و په ۱۱ اور کې يې په ۶۲ منډو لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ او کوښښ یې وکړ چې ننګرهار ته هدف پوره کړي خو ونه توانید او په ۴۲ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۹ منډې وکړي او په دې شکل ننګرهار له هراته په ۱۲۲ منډو ننۍ سیالي وګټله.

داسې ښکاري چې سبا ته به ننګرهار او لغمان لوبه کوی، د ننګرهار او لغمان د منډو اوسط له پکتیکا کم دی، پکتیکا بدخشان ته په ۱۸۲ منډو ماتې ورکړې او ټول لوبغاړي په ۴۹،۲ اور کې سوځیدلي، لغمان کاپیسا ته په ۹۳ منډو ماتي ورکړي او د ۵۰ اورونو په لوبولو يې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي و، نن ننګرهار د هرات ولایت ته په ۱۲۲ منډو ماتې ورکړه ننګرهار ۴۹،۱ اورونه ولوبول او ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

په دې ترتیب که د کرکټ د نړیوالو قوانینو په اساس د بي د ګروپ د درې بریالیو لوبډلو د منډو اوسط په لاندې ډول دی:

پکتیکا په ۱۸۲ منډو له بدخشان څخه لوبه ګټلي.

ننګرهار په ۱۲۲ منډو له هرات وګتله او ۵ ویکیټې په لاس کې لري، د کرکټ په نړیوال قانون کې هره ویکټه په ۱۰ منډو حسابیږي نو ننګرهار په دې ترتیب د ۵ ویکیټو منډې ۵۰ کیږي او هرات ته یې په ۱۲۲ منډو ماته ورکړي نو ۱۲۲+۵۰ = ۱۷۲ او د پکتیکا منډې ۱۸۲ دي نو په دې شکل د پکتیکا د منډو اوسط د لغمان او ننګرهار څخه زیات دی.

لغمان کاپیسا ته په ۹۳ منډو ماتې ورکړي، ۵۰ اورونه یې لوبولي او ۹ لوبغاړي یې سوزیدلي و نو د لغمان د منډو اوسط د پکتیکا او ننګرهار کم دی.

په دې حساب سبا ته به ننګرهار د لغمان  سره لوبه کوي، او هر یو چې سباته په لوبه کې بریالی شي د بي د ګروپ نېمه پایلو ته لاره ومومي.