د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکتيکا بدخشان ته په ۱۸۲ منډو ماته ورکړه.

کرکټ څانګه 25.05.2010 09:43

نن د ولايتي سيالۍ په ترڅ کې د ب ګروپ دويمه لوبه پيل شوه. دويمه لوبه د پکتيکا او بدخشان تر منځ ده. لوبه د شمشاد له تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي. ټول افغان ته هم د شمشاد تلويزيون شمس خليل له لوبغالي د ټيلي له لارې تازه حال ورکوي. کور یې ودان.

شمېرنپاڼه:

لوبډله منډې اورونه  سوځېدلي
پکتيکا ۳۱۹ ۴۹،۲ ۱۰
بدخشان ۱۳۷ ۳۲ ۱۰
ځلېدلي لوبغاړي

۱. د پکتيکا احمدشاه احمدي
په ۶۱ توپونو ۶۹ منډې

۲. د پکتيکا کپتان اسدالله په ۴۳ توپونو ۴۹ منډې

   

د پکتيکا د توپ وهنې حال:

پچه پکتيکا وګټله او لومړی يې پخپله توپ وهنه غوره کړه. پکتيکا په خپل صف کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمدشاه احمدي هم لري. لوبه په ملي سرود پيل شوه. پکتيکا پوخ شين رنګ او بدخشان نارنجي رنګ جامې په تن لري. ملي سرود ته دواړه لوبډلې لاس په نامه ولاړې وې.

په سيل کونکو کې ډېری ملاتړ د پکتيکا و چې هرې څلوريزې ته به یې چکچکې وهلې. په لومړي پنځه اورونو کې پکتيکا ډېر ښه پيل درلود. په ۵ اورونو کې یې ۴۴ منډې کړې وې او یوه ويکټه یې هم له لاسه نه وه ورکړې. بدخشان د وايډ يا وتلي توپونو ماشين لګولی و او په لومړي پنځه اورونو کې یې په هر اور کې کابو درې وتلي توپونه ورکول.

په لسم اور کې پکتيکا لومړۍ ويکټه له لاسه ورکړه او پر ځای یې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې روزونکی احمدشاه احمدي راووت. دا مهال د پکتيکا منډې ۷۶ وې. په دولسم اور کې پکتيکا دويمه ويکټه (اسدالله) هم له لاسه ورکړه خو منډې یې ۹۱ ته رسولې وې. اسدالله ۴۹ منډې وکړې. د احمدشاه د راوتلو سره د پکتيکا تېزو منډو دوام وموند. تر پنځلسم اور پورې یې منډې ۱۱۶ ته ورسولې.

بدخشان په فيلډ او توپ اچونه کې کمزورتيا وښوده او پکتيکا ترې پوره ګټه پورته کړه. په ۲۴م اور کې احمدشاه او نواب خان د پکتيکا منډې ۱۷۱ ته پورته کړې او احمد شاه په یوه شپږيزه او یوه څلوريزه نيمه سليزه پوره کړه. نواب خان ځغاستځای سره په ۲۵م اور کې خدای په اماني وکړه او په ۳۸ منډو وسوځېد. د ۱۹ ټيټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکی مراد علي چې د فارياب د ولايت دی راووت او د احمدشاه سره یې ښه ملګرتيا وکړه. په ۲۹م اور کې پکتيکا منډې له ۲۰۰ واړولې او لا یې ۲۱ اورونه او ۷ ويکټې لرلې. د پکتيکا پیاوړی احمد شاه احمدي له ۶۹ منډو جوړولو وروسته په ۳۰م اور کې وسوڅېد. پنڅمه ويکټه هم په ۳۴م اور کې وغورزېده. شپږمه په ۴۰م اور کې ولويده او د پکتيکا منډې ۲۳۸ ته رسېدلې وې.

د پکتيکا پاتې ويکټو وکړای شول چې تر پايه ولوبېږي او په پنځوسم اور کې منډې ۳۱۹ ته ورسوي. له پيله تر پايه د بدخشان فيلډ او توپ اچونه کمزورې وه. ډېر وتلي توپونه یې ورکړل او بې شمېره کيچونه یې وغورزول. د ۳۲۰ هدف به بدخشان ته خورا سخت وي.

د بدخشان د توپ وهنې حال:

بدخشان کمزوری پيل لرلو. په لوموړي ۹ اورونو کې یې ۴ توپ وهونکي له لاسه ورکړل او ۴۷ منډې یې کړې وې. په لومړيو څلور ويکټو کې احمدشاه احمدي دوه ويکټي واخيستې.

بدخشان په ۱۱م اور کې بله ويکټه هم له لاسه ورکړه او منډې یې ۵۵ ته پورته کړې.  د بدخشان شپږمه ويکټه په ۱۸م اور کې وغورزېده. دا مهال یې منډې ۸۶ ته پورته کړې وې. خو بدخشان سل منډې په ۲۴م اور کې پوره کړې.

په ۲۶م اور کې بدخشان ۱۱۱ منډې کړې وې او اته لوبغاړي یې له ورکړي وو. نهم لوبغاړی یې په دېرشم اور کې له لاسه ورکړ خو منډې یې ۱۲۳ ته رسولې وې.

د بدخشان اخري لوبغاړی په ۳۲م اور کې وسوځېد. بدخشان ټولې ۱۳۷ منډې جوړې کړې او په ۱۸۲ منډو یې پياوړې پکتيکا ته بايلوده.

حاجي احمدشاه احمدي چې په توپ وهنه او اچونه کې وځلېد د لوبې غوره لوبغاړی شو.

سبا ته ننګرهار او هرات لوبه کوي چې د ب ګروپ درېمه لوبه ده. د لغمان، پکتيکا او سبانۍ لوبې ګټونکي د منډو اوسط ته به کتل کېږي. د هر چا د منډو اوسط چې تر نورو لوړ و نو هغه به نېغ په نېغ کوارټر فاينل ته ووځي او پاتې دوه لوبډلې به په خپل منځ کې لوبه کوي. دا مهال د پکتيکا د منډو اوسط له لغمان څخه پورته دی. دومره ويلی شو چې لغمان لا کوارټر فاينل ته نه دی وتلی او بله ورځ به یوه بله لوبه هم کوي. د سبانی ګټونکی به دا وښيي چې بله ورځ به څوک د لغمان سره لوبه کوي.