د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښاغلي ابوالفضل دپام وړ

عبدالرحمان عائل 24.05.2010 11:52

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:

ترهرڅه مخکي دځان په هکله دومره وايم چي زه ډېرلږوخت کيږي چي دانټرنيټ سره اشناشوی يم،هغه ئې هم کله کله ګورم،
له دې امله به تاسوزمانوروليکني هم نه وي لوستلې .
بل داچي زه که څه هم شاعرنه يم،خودشعردلوستلوسره مينه لرم .
په شعرپسي دلټون په وخت مي دښاغلی ابوالفضل يونعت مخي ته راغی.
دهغه نعت په اول بندکي ښاغلی ابوالفضل داسي وايې چي :
چي ترتمام جهان بهتردۍ ته هغه رسول ئې
چي دلولاک تاج يې پرسردۍ ته هغه رسول يې
ددې شعرپه لوستلوسره مي اراده وکړه چي ترنوموړي پوري خبرنظرورسوم،ترڅوپه دې هکله تحقيق وکړي.
الحمدُلله زه په دې ليکنه کي دحق له ثابتولواوڅرګندولوپرته بل غرض نلرم
په دې هکله مي يوه ليکنه دمؤمن موحدپه نوم ديوه ښاغلي ليکوال لېدلې وه ،دهغې ليکني وړاندي کول مي غوره وبلل ځکه هغه ښه تحقيق کړی دی ښاغلي موحدداسي ليکلي دي:
الله تعالی ولي دُنياپيداکړې ده؟
په (يوه پښتو)ويبپاڼه کي مي يومضمون ولوست چي دميلادالنبي صلی الله عليه وسلم په هکله وو،دنوموړي په ليکنه کي مي دوه خبري داسي وليدلي چي ومي غوښتل چي خپل نظرترليکوال پوري ورسوم :
اول :نوموړي مضمون داسلام دسترپيغمبرصلی الله عليه وسلم دمبارک ميلادپه هکله ليکلی خومتاسفانه کله چي داسلام دپيغمبرصلی الله عليه وسلم نوم ليکي نودپوره درودپرځای(ص)ليکي،نوموړي اونوروټولوليکوالانوته غواړم چي دېته ئې متوجه کړم چي په يوه حديث کي راغلي دي چي په ټولوخلګوکي زيات بخيل هغه دی چي کله درسول الله صلی الله عليه وسلم نوم واخيستل شي اودرودشريف ورباندي ونه وايې .
نوداسي په ليکنه کي هم يوازي په(ص) سره اکتفاکول داهم په بخالت کي زماپه فکرداخليږي بله وجه داده چی پوره(صلی الله عليه وسلم) هم ډېرځای نه نيسي،که پوره وليکل شي نوانشاءالله ډېربه ښه وي .
بله خبره داوه چي نوموړي ليکوال په خپله ليکنه کي داخبره کړي اوشعرئې هم ليکلی چي:
دا جهان د محمد په روى پيداشوى
محمد دى د تمام جهان ابا
په دې هکله هم غواړم چي خپل نظرترليکوال اونورومسلمانانوپوري ورسوم ـ
ديادوني وړده چي دډېروخلګودنوموړي ليکوال په څېرعقيده ده،دهغوی ټولومستنداودليل يوداسي روايت دی چي په خلګوکي ډېرمشهوردی غواړم چي دهغه روايت په هکله خبري وکړم هغه روايت داسي دی(لولاک لولاک لماخلقتُ الافلاک)که ته نه وی،که ته نه وی مابه اسمانونه نه وی پيداکړي)
پدې خبره کي هيڅ ډول شک اوشبهه نشته چي دالله تعالی په مخلوقاتوکي ترټولوبهتراوغوره رسول الله صلی الله عليه وسلم دی،،درسول الله صلی الله عليه وسلم دفضيلت اومنقبت په هکله دقرآن کريم ډېرآياتونه اوبې شمېره صحيح احاديث راغلي دي والحمدُ لله .ددې سره سره بعضي خلګ درسول الله صلی الله عليه وسلم په باره کي موضوعي، له ځانه جوړشوي اوضعيف روايتونه بيانوي پداسي حال کي چي دموضوع اوضعيف روايت دترديدپرته بيانول لويه ګناه ده،اودابيانوونکی هم دهغوخلګوپه ډله کي شامليږي چاچي داخبره جوړه کړې لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي .
الله رب العالمين درسول الله صلی الله عليه وسلم صفت داسي بيان کړی دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم رحمة للعالمين دی،دټول مخلوق لپاره رحمت دی هغه ته ئې فرمائلي دي (وانک لعلی خلق عظيم)ته دلويواخلاقوڅښتن يې.
انااعطيناک الکوثرموږتاته اې نبي صلی الله عليه وسلم کوثردرکړی دی .دکوثرمعنی خيرکثير(ډېرخيرونه اوښېګړي)ده چي ددې مصداق حوض کوثردی .علامه بوصيري درسول الله صلی الله عليه وسلم په هکله فرمايې:
فمبلغ العلم فيه انه بشروانه خيرخلق الله کلهم
درسول الله صلی الله عليه وسلم په هکله علم دېته رسيږي چي بشردی اودالله تعالی په مخلوق کي ترټولوغوره دی .
شيخ سعدي فرمايې:بعدازخداتوئې قصه مختصر؛
ستاپه هکله لنډه ډول خبره داده چي ترالله وروسته ته يې .
ددې فضائلوسره سره دايوه خبره په خلګوکي ډېره مشهوره ده چي په حديث قدسي کي راغلي دي چي الله پاک نبي عليه السلام ته وفرمايل:
لولاک لولاک لماخلقت الافلاک(که ته نه وی،که ته نه وی مابه اسمانونه نه وی پيداکري)پداسي حال کي چي
داروايت ياددې په شان نورروايتونه نه لفظاصحيح دي،نه معنی اونه سندا.
بلکه داچاپه رسول الله صلی الله عليه وسلم پسي دځانه په دروغوتړلي دي،داروايت په ډېروکتابونوکي ذکرشوی دی ډېروعلماء
کراموداڅرګنده کړې چي داروايت صحيح ندی،دبېلګي په ډول ديوڅومصنفينونومان دادي :
امام صنعاني په الاحاديث الموضوعة کي
علامه عجلوني په کشف الخفاءکي .
شوکاني په الفوادالمجموعه کي
ملاعلي قاري په الموضوعات الکبری کي .
ښاغلیزکرياپه فضائل اعمال کي .
شيخ محمدطاهرپه البصائرکي .
شيخ الباني په سلسلة الاحاديث الضعيفه کي
مفتي رشيداحمدپه احسن الفتاوی کي
ګلبدين حکمتيارپه ؛بايبل دقرآن په رڼاکي؛
ددې روايت په سندکي عبدالرحمان بن زيدبن اسلم راغلی دی،نوموړی په اتفاق دټولومحدثينوضعيف دی .
امام ذهبي په تلخيص المستدرک ليکلي دي چي داروايت موضوع اوله ځانه جوړشوی دی ځکه په سندکي ئې عبدالرحمان بن زيدراغلی دی هغه کمزوری دی (ذيل المستدرک :2\564)
حاطظ ابن حجردنوموړي په هکله ليکلي دي چي عبدالرحمان به موضوعي اوله ځانه جوړشوي حديثونه نقلول (تهذيب التهذيب )
ددې روايت په هکله ځيني خلګ وايې چي ددې روايت معنی صحيح ده،داخبره هم بې ځايه ده ځکه معنی دلفظ تابع وي،کله چي لفظ نوي ثابت اومعنی په بل صحيح روايت کي نوي راغلي نومعنی نه صحيح کيږي،که داسي نشي نوبياخودډېروروايتونه په هکله څوک ويلی شي چي دازه ځکه بيانوم چي معنی ئې صحيح ده .
بله وجه داده چي ددې معنی ځکه نده صحيح چي په قرآن عظيم الشان کي الله تعالی فرمائلي دي :وماخلقتُ الجنّ والانس الاليعبدون )
ماانسانان اوپېريان يوازي ددې لپاره پيداکړي دي چي يوازي زمابندګي وکړي .
نوالله پاک دُنيااوپدې کي انسان اوپېری دخپلي بندګی لپاره پيداکړی دی اوپيغمبران ئې ددې لپاره رالېږلي دي چي انسانانوته دالله دبندګئ طريقه وروښیې
خولدې روايته په څرګندډول داسي معلوميږي چي الله پاک دُنيادرسول الله صلی الله عليه وسلم له امله پيداکړې ده چي دادقرآن سره په ښکاره مخالفت دی.
ښاغلی حکمتيار دپولس ددې خبري په ځواب کي چي دادُنياالله پاک دعيسی عليه السلام له امله پيداکړي ده؛
داسي ليکلي دي:
ددې خبري معنی څه ده چي دعالم هرڅه دمسيح(عليه السلام)په وسيله پيداشوي؟ده پيداکړي که خدای دده لپاره پيداکړي؟موږخودبايبل په عهدقديم کي هيڅ ځای داخبره ونه لوستله چي مسيح ترټول عالم مخکي وو،يامخکي پيداشوی،ياعالم دده په وسيله اويادده لپاره پيداشوی، تاداخبره له کومه ترلاسه کړې؟
دايوازي پولس نه دئ چي ديوه انسان په ستاينیي کي تردې حده غلوکوي،تردده مخکي ډېروداکارکړی اوترده وروسته هم داسي جاهل غلات راپيداشول چي دپيغمبرعليه السلام په اړه همدادپولس خبره کوي اووايې :لولاک لولاک لماخلقتُ الافلاک :که ته نه وی،که ته نه وی،نومابه اسمانونه نه ووپيداکړي،داشعرددې خرافي عقېدې يوه بېلګه ده :
که رڼادمحمدنه وی پيدا
پيداکړې به خدای نه وی دادُنيا
په صورت کي آخرين دی پيداشوی
په معنی کي اولين دی ترهرچا
خدای ئې مه ګڼه بې شکه چي بنده دی
نورئې ټول واړه صفات دي په رښتيا
(بايبل دقرآن په رڼاکي ص 836ليکوال حکمتيار)
ددې روايت الفاظ هم صحيح ندي ځکه په قرآن اوحديث کي اسمان ته دفلک نوم ندی استعمال شوی بلکه دانوم دمنطقيانوپه اصطلاح کي اوپه وروستنئ زمانه کي ورته استعمال شوی دی،لدې لفظ نه معلوميږي چي داخبره وروستنوخلګوجوړه کړې ده .
ديادوني وړده چي
درسول الله صلی الله عليه وسلم ډېره لويه درجه ده،دېته اړتيانلري چي په درواغوخبرودهغه فضيلت ثابت شي،په صحيح روايتونوکي ئې بې شمېره فضائل موجوددي،دهغوپه موجودوالي کي داسي درواغو خبروته هيڅ ضرورت نشته چي بيان کړل شي،اودرسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت داندی چي دهغه په هکله غلط اودروغ روايتونه څوک بيان کړي بلکه محبت اومينه ورسره پدې کي ده چي دهغه په مبارکوطريقوعمل وکړل شي .
(دښاغلي مؤمن موحددليکني پای)
زه په پای کي ښاغلي ابوالفضل ته وايم چي په دې هکله که ستاسوسره داسي دلائل وي چي تردغودلائلوقوي وي نوراته وړاندي ئې کړئ انشاءالله تعالی زه به ستاسودلائل منم اوله خپلي دغي نظريې به تېرېږم .
خومعلومه خبره ده چي دښاغلي ابوالفضل سره نه په دې اړه څه دلائل شته اوفکرنه کوم چي ځواب دي وليکي
ګرانولوستونکوته وايم چي بايدديوه تن ليکني په پټوسترګوونه مني دلائلوته دې وګوري،فکردي وکړي اوزيات تحقيق بايدوکړي ځکه دين اوعقيده ترهرڅه مهم شی دی نوپه ډېرکوښښ باندي ارزي .
ديادوني وړده چي ښاغلی ابوالفضل که څه هم دمذهب دعوه لري چي زه مذهبي يم،دامام صاحب رحمة الله په مذهب يم خوحقيقت دادی چي دده دامام صاحب رحمة الله عليه سره هيڅ تعلق نشته بلکه ده ځان ته يوه خودساخته تګلاره غوره کړې ده اوپرهغې باندي روان دی .
mچاچی فقه لوستې وي هغه ته داخبره ډېره ښه معلوميږي چي دده دمذهب سره هيڅ تعلق نشته .
اللهم ارناالحق حقاوارزقنااتباعه وارناالباطل باطلاوارزُقنااجتنابه آمين