د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجشير له خوست څخه په ۱۴۱ منډو وګټله

هلال - مومند 22.05.2010 23:18

له لوبغالي څخه د شمشاد تلويزيون شمس خليل احوال راکوي. د شمشاد دې کور ودان وي.

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
پنجشېر ۱۷۱  ۴۶ ۱۰
خوست  ۳۰ ۱۲ ۱۰ 

پچه د پنجشېر کپتان جنت ګل وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. د پنجشېر لومړۍ ويکټه په لومړي اور کې وغورزېده.

لوبه د شمشاد تلويزيون په ژوندۍ بڼه ښيي. ورځ په ورځ د شمشاد تلويزيون کارمنداندان په ژوندۍ بڼه کې نوې نوې زياتونې کوي او د لوبې ښودلو ته لا زيات خوند ورکوي. پرون او نن یې د توپ وهونکي د ويکټو سره مايکروفون هم ايښی دی چې ښه ابتکار دی. د لوبغاړو اوازونه او په بيټ د توپ لګېدلو اواز هم اورېدل کېږي چې لوبې ته یې ښکلا ورکړې ده. ويناوال هم ماشالله ډېر ښه دي. د ويناوالو لياقت ته چې وکتل شي نو دا ډاډګيرنه شته چې افغانستان نه يواځې ښه لوبغاړي لري بلکه ښه ويناوال هم لري. شمشاد تلويزيون هر څو اورونه پس په انګليسي هم په لوبه وينا کوي.

د پنجشېر توپ وهنه:

پنجشېر نن وکړای شول چې په لومړي ۲۱ اورونو کې ويکټې وساتي. د ۹۴ منډو په جوړولو یې درې ويکټې له لاسه ورکړې وې چې په دې سيالۍ کې ښه لاسته راوړنه ده.

د ۲۱م او ۳۱م اور په منځې کې پنجشېر یوه ويکټه له لاسه ورکړه او منډې یې ورو شوې خو لوبه په دې خوندوره وه چې د پنجشېر توپ وهونکي په ځغاستځای (پيچ) ولاړ و او د پنځوس اورونو لوبولو کوښښ یې کاوه. په ۳۱م اور کې د پنجشېر منډې ۱۲۵ وې.

په ۴۱م اور کې پنجشېر ۷ ويکټې له لاسه ورکړې وې او ۱۵۶ منډې یې جوړې کړې وې. پنجشېر لا ۹ اورونه نور هم لرل چې د ۲۰۰ هدف ته ځان ورنږدې کړي او د خوست پياوړې لوبډلې ته ګټل سخت کړي. خوست هم ښه توپ وهونکي لري او له ۲۰۰ ټيت هدف به پنجشېر ته د لوبې ګټل سخت کړي.

خو د پنجشېر ټول لوبغاړي په ۱۷۱ منډو جوړولو وسوځېدل. فشار د پنجشېر په توپ اچونکو ډېر شو چې د خوست ښه توپ وهونکي د ۱۷۲ هدف جوړولو څخه مخکې وسوځوي. خوست په دې هڅه کې و چې په لوبغالي کې په سوونو ملاتړ کونکو ته یو بل بری ډالۍ او او د کرکټ مينه والو ته وښيي چې د کرکټ له یو مهم مرکز خوست څخه یې پياوړې لوبډله دې سيالۍ ته راوستي ده.

د پنجشېر رحيم منګل ۴۸ او ضیالحق ۴۵ منډې جوړې کړې.

د خوست توپ وهنه:

خوست چې توپ وهنې ته ملا وتړله نو په لوبغالي کې د کرکټ ټول شنونکي په دې اند و چې د ځغاستځای حال ته په کتو به د ۱۷۲ هدف پوره کول ستونزمن وي او خوست بايد ټول اورونه ولوبوي او ويکټې وساتي. د يادونې ده چې دا هدف تر اوسه په سيالۍ کې تر ټولو ستر هدف و چې یوه لوبډله یې ټاکي.

خو د خوست ويکټې ډېر زر زر د پنجشېر توپ اچونکو وغورزولې. په لوموړي نهه اورونو کې د خوست ۲۲ منډې وې او ۵ ويکټې یې له لاسه ورکړې وې.

خوست ټولې ويکټې په ۳۰ منډو له لاسه ورکړې او پنجشير په ۱۴۱ منډو وګټله چې په دې سيالۍ کې یې ساری نشته دی. د پڼجشېر لوبډله د خوست په پرتله پياوړې وه. په توپ وهنه، توپ اچونه او فيلډ کې وځلېده.

د پنجشېر لال آغا نن ويکټو اخيستو ته کار ويلی و. په ننۍ لوبه کې يې ۶ ويکټې واخيستې او لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د خوست په وتلو سيالۍ نه دا چې يوه ښه لوبډله له لاسه ورکړه بلکه د خوست د جذباتي او وياړلي ملاتړو کمی هم کېدای شي احساس کړي. د خوست د ملاتړ لپاره به لوبغالي ته هره ورځ په سوونو ملاتړي د افغانستان د بيرغونو سره راتلل.

ــــــــــــــــــــ

نن د يکشنبې په ورځ به د افغانستان د اتصالاتو په سيمه ييزه سيالي کې پنجشېر او خوست د الف په ګروپ کې اخري لوبه کوي. پنجشېر د منډو د لوړ اوسط د لرلو له امله او خوست بلخ ته د ماتې ورکولو په پايله کې دې برخليک ټاکونکې لوبې ته بريالي شوي دي.

پرون پتيل شوې وه چې د د سيالۍ د قوانينو سره سم پنجشېر او بلخ لوبه وکړي ځکه چې تر خوست یې د منډو اوسط نه لوړ و خو د خوست لوبډلې او ولايتي استازي له اعتراض، د خوست لوبډلې د ملاتړو د مظاهرې او د سياسي او قومي فشارونو په نتيجه کې د کرکټ بورډ د سيالۍ قوانين بدل کړل او خوست ته یې اجازه ورکړه چې لومړی د بلخ سره لوبه وکړي.

نن به دواړه لوبډلې کوښښ کوي چې لوبه وګټي او نيمه پايلوبې ته لار پيدا کړي.

لوبه به په ۹ بجو پيل کېږي او لکه د تېرو لوبو په شان به یې شمشاد تلويزيون په ژوندۍ بڼه په افغانستان کې د عادي انتن او په بهر کې د سيټلايټ له لارې ښيي.

سبا به څارو چې د خوست د لوبډلې ملاتړي څه ډول سلوک کوي او د کرکټ بورډ به څارو چې نور سياسي فشارونو ته خو غاړه نه ږدي. د پنجشېر ولايت هم په افغان حکومت کې وزيران لري او کافي زورور خلک یې په بېلابېلو ادارو کې کار کوي. هيله به دا وي چې ټولې لوبډلې سياسي فشارونو ته لاس وانه چوي او د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ورته لبيک ونه وايي او پرېږدي چې د کرکټ مينه وال له کرکټ څخه خوند واخلي.