د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له مظاهرې وروسته، د کرکټ بورډ د سيالۍ په منځ کې د سيالۍ قوانين بدل کړل

کرکټ څانګه 22.05.2010 15:34

د قوانينو سره سم نن بايد بلخ او پنجشېر  په ولايتي سيالي کې لوبه کړې وه ځکه چې په الف ګروپ کې د دواړو د منډو اوسط له خوست لوبډلې څخه ښه و. خو د خوست لوبډله چې پوه شوه چې د منډو اوسط یې خراب دی نو نيوکه یې پيل کړه. د خوست استازي نيوکه کوله چې  له سيالۍ مخکې کله د کرکټ بورډ د سيالۍ قوانين جوړول او د منډو په اوسط په لومړي پړاو کې یې د دوه بهتره لوبډلو د معلومولو پرېکړه کوله نو دی هلته نه و، او اوس یې نه مني. نن یوه مظاهره هم وشوه. د خوست د لوبډلې کپتان محمد خان وايي چې دوی مظاهره نه ده کړې او پلويانو یې مظاهره کړې ده، تر دې چې یو شمېر خلک په پيچ ناست و او نورې لوبدلې یې لوبې ته نه پرېښودې. 

خان محمد وايي دی خفه دی ځکه چې دوی ته د کرکټ بورډ یو ځل وويل چې له سيالۍ وتلې ياست او بيا یې بېرته راوغوښتل او وايي چې لوبډله یې په بشپړ ډول نن لوبې ته تياره نه وه.

په نتيجه کې د کرکټ بورډ پرېکړه وکړه چې بلخ او خوست دې لومړی لوبه وکړي او د دوی بريالۍ لوبډله دې بيا د پنجشېر سره لوبه وکړي. د کرکټ بورډ وېره لرله چې که چېرته د خوست غوښتنې ونه مني نو د خوست د لوبډلې پلويان جګړه کوي.

سياست نن په سپورت کې مهم رول لرلو. تر دې چې وزيرانو هم په دې مساله کې مداخله وکړه. باوري سرچينې وايي چې پر کرکټ بورډ د وزيرانو او د خوست د مشرانو فشار و چې د خوست خلک خفه نه شي.

د دې سيالۍ تخنيکي ډله چې سيد نظيم، اسدالله، او ډاکتر نور محمد  په کې دي وايي چې دا پرېکړه دوی وکړه. سيد نظيم وايي چې ما له سيالۍ مخکې د کرکټ بورډ ته ويلي و چې دا سيستم سم نه دی. دا ننۍ پرېکړه ورته پخوا ما ويلي وه. کله چې لانجه راووتله نو ما ورته دا وړانديز وکړ او دوی ومانه. نور محمد وايي چې موږ د منډو د اوسط په اساس د دوه بهترو لوبډلو د معلومولو پرېکړه کړې وه خو د خوست استازی د کرکټ بورډ په غونډو کې نه و او نن یې ويلې زه موافق نه يم.

د خوست استازي دا نيوکه د می د ۱۷م تاريخ راهیسي (چې دا سيالي پرانيستل شوه) کولای شوه خو کېدای شي خبر به نه و چې د داسې برخليک سره به مخامخ کېږي.

د بلخ لوبغاړو ټول افغان ته وويل چې د کرکټ بورډ پرېکړه سمه نه ده او دا چې د پوښتنې یې څوک نشته نو ځکه یې حق وخوړل شو.

دا لومړۍ ولايتي سيالي ده چې په افغانستان کې په دومره پراخه کچه ترسره کېږي خو دا ډول ستونزې، سياسي فشارونه او په پايله کې د سيالۍ په منځ کې د قوانينو او اصولو بدلول او فشارونو ته د کرکټ بورډ غاړه ايښودل ښه پيل نه دی. دا د افغانستان په کرکټ کې یوه ښه سابقه هم نه ده چې سياستمدران او قومي مشران دې په سپورت کې لاسوهنې وکړي او په کرکټ بورډ دې فشارونه راولي. دا کار بې شکه چې د سپورت د روحياتو سره ټکر خوري او د کرکټ په راتلونکې به منفي اغېزې ولري.

د دې قانون د بدلېدو په وجه به اوس په هر ګروپ کې ګټونکي درې لوبډلو کې به د منډو په اوسط کې ټيټې دوه لوبډلې په خپل منځ کې لوبه کوي او ګټونکي لوبډله به د منډو د اوسط په اساس د بهترې لوبډلې سره بيا لوبه ترسره کوي.