د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کرکټ د ودې او پياوړتيا لپاره وړانديزونه

ريس احمدزی 21.05.2010 23:44

ريس احمدزی د ملي لوبډلې کپتان پاتې شوی دی چې په کپتاني یې د ډېرو برياو شاهده وه.انځور د www.proudtobeanafghan.com

 زه په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ او پياوړتيا لپاره یو شمېر وړانديزونه لرم چې افغان کرکټ بورډ منلي هم دي.

۱. موږ ته په کار دي چې لږ تر لږه په څلورو ولايتونو کې معياري لوبغالي ولرو چې خاورين پيچونه ولري. له دې لوبغالو سره څنګ کې بايد د کرکټ اکاډيميانې هم ولرو.

۲. د ښوونځو په کچه د کرکټ په خپرولو او سياليو کولو لپاره بايد کار وشي او پيل شي. د ولسواليو په کچه هم بايد سيالۍ وشي او کرکټ په دوامداره توګه وکړل شي.

۳. يواځې ملي لوبډلې نه بلکه د هېواد الف لوبډلې ته هم بايد تنخواګانې وټاکل شي چې تشويق شي او تل کرکټ وکړای شي.

۴. بايد ولايتي لوبډلو لپاره اسانتياوې برابرې کړای شي. لږ تر لږه هر ولايتي لوبډلې ته بايد یوه د سيمنټو او یو خاورين پيچونه جوړ کړای شي چې تمرين پرې وکړای شي.

۵. د کرکټ بورډ بايد د ملي لوبډلې له هر لوبغاړي څخه وغواړي چې کله یې لوبې نه وي د یو ولايتي لوبډلې سره د روزونکي په توګه کار وکړي. ځکه چې دوی ته تنخواوې ورکول کېږي او بايد ورڅخه کار واخيستل شي. 

۶. د ۱۵، ۱۷، او ۱۹ کلونو سيالۍ بايد ترسره شي چې ښه لوبغاړي ومومو.

۷. د غوراوي يا سيليکشن یوه ښه کميټي بايد ولرو چې هر وخت په دې هڅه او پلټنه کې وي چې ۱۵، ۱۷، ۱۹ او ملي لوبډلې لپاره ښه لوبغاړي غوره کړي. د دې کميټي په سر کې بايد چې په کرکټ پوره پوه کس وي.

۸. ولايتي لوبډلې بايد ښه روزونکي ولري چې د ولايتي لوبډلو لوبغاړي هم تل لوبې ته چمتو او په مناسب حال کې وي. په اوسني ولايتي سيالۍ کې څوک خبر هم نه دي چې د کرکټ لپاره روزنه او تمرين څومره اړين دی. 

۹. په کومو ولايتونو کې چې ډېر کرکټ کېږي بايد ورته ډېره پاملرنه وشي نسبت هغه ولايتونو ته چې کرکټ په کې کم کېږي.

په دې وړانديزونو مو په تېرو څو ورځو کې د کرکټ بورډ په چوکاټ کې بحثونه هم کړي دي او ټول همغږي یو چې پورته ټکي که پلي شي نو بې شکه چې کرکټ به په افغانستان کې ډېر پياوړی بنسټ ومومي.