د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولايتي سيالي: بلخ ميدان وردګ ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 21.05.2010 10:41

نن د افغانستان په ولاياتي سيالۍ کې د A ګروپ دريمه لوبه روانه ده.

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
بلخ ۱۷۰ ۳۴،۴ ۱۰
ميدان وردګ ۱۴۹ ۴۲،۴ ۱۰

 پچه ميدان وردګ وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. شير محمد شیرزوی د ميدان وردګ کپتان او عبدالله مزاري د بلخ د لوبډلې کپتان دی.

د نن ورځې د لوبې امپايران عزت الله خان او سيدالرحمان احمدزی دي. لوبه په ژوندۍ بڼه له شمشاد تلويزيون له خوا ښودل کېږي. په لوبغالي کې دا وخت په سلګونه د کرکټ مينه د لوبې سيل ته راغلي دي.

د ميدان وردګ توپ وهنه:

بلخ په ۳ اورونو کې ۲۲ منډې کړې وې او ټولې ويکټې یې په لاس کې لرلې چې ښه پيل و. په ۴م اور کې بلخ ۱۴ منډې واخيستې. په پنځم اور کې لومړۍ ويکټه وغورځېدله. په اوم اور کې د بلخ دويمه ويکټه وغورځېده. د بلخ منډې دا مهال ۵۹ وې.  په نهم اور کې بلخ منډې ۸۵ ته ورسولې. بلخ لومړۍ سل منډې به ۱۲م اور کې پوره کړې.

دريم توپ وهونکی هم کيچ وسوځېد.  دا مهال د بلخ منډې ۱۱۷ وې او ۱۴م اور روان و. د بلخ توپ وهونکو د لرې ګوذارونو کوښښ کاوه. د یوې او دوه منډې اخيستلو کوښښ کم و چې د دې لوبډلې د لرې او سختو ګوذارونو په شوق یې دلالت کاوه. په یو ورځنيو لوبو کې لوبډلې په یوه یوه یوه منډه ډېره تکيه کوي ځکه چې نه غواړي ويکټې یې زر زر وغورزېږي او پوره پنځوس اورونه لوبه وکړي.

لوبغاړي نور محمد په ۲۰م اور کې پنڅوسيزه پوره کړه. دا په دې سيالۍ کې لومړۍ نيمه سليزه وه. په ۲۰م اور کې بلخ منډې ۱۳۸ ته ورسولې. په ۲۱م اور کې د نور محمد ويکټه د بلخ جاويد واخيسته او له ۵۱ منډو جوړولو څخه وروسته کيچ وسوځېد.په ۲۱م اور کې د کپتان عبدالله مزاري ويکټه هم لاړله. نوموړي تر ډېره ارامه لوبه وکړه خو اخر يې حوصله له لاسه ورکړه او غلطي يې وکړه چې لرې ګوذار ووهي. ټولې پنځه ويکټې په کيچ سوځېدلي دي.

حمزه هوتک چې په ۱۹ کاله ټيټ لوبدله کې لوبه کړې وه د بلخ شپږم لوبغاړی نصير بولډ کړ. په بلخ فشار نور هم زیات شو. حمزه هوتک ښکلی توپ واچاوه. د بلخ اوومه ويکټه په ۲۴م اور کې وغورزېده. توپ وهونکي کوښښ کاوه چې توپ ته سخت ګوذار ورکړي. د لرې ګوذار په ارمان یې خپله لوبډله نوره هم په مشکل کې واچوله او د کرکټ مينه والی یې له ښه کرکټ کتلو محروم کړل.

په ۲۵ اورونو کې بلخ ۱۴۹ منډې کړې وې، ۷ کسان سوځېدلي و او د اصولو سره سم توپ نوی کړای شو. د بلخ اتمه ويکټه کابو ۸ اورونه ولويدله او نهمه یې په ۳۴م اور کې له منځه په کيچ لاړه. ورپسې لسمه ويکټه په ليکه يا باونډري د وردګ لوبغاړي کيچ يا قف کړه.

یو وخت داسې ښکارېدل چې بلخ به منډې له ۲۵۰ څخه واړوي خو د سترو ګوذارونو شوق په ۳۴،۴ اورونو کې په ۱۶۹ ټول وسوځول او د کرکټ د مينه والو ۱۵ اورونه قرضداري پاتې شول.

د ميدان وردګ توپ وهنه:

ميدان وردګ بيټنګ پيل کړ او فشار پرې ډېر و چې لوبه زر په خپله ګټه پای ته ورسوي چې د منډو اوسط یې ښه راشي ځکه په دې ګروپ کې غوره دوه لوبډلې د منډو په اوسط معلومېږي.

ميدان وردګ لومړۍ ويکټه زر له لاسه ورکړه. په لومړي ۳ اورونو کې ميدان وردګ ۲۷ منډې کړې وې. د ميدان دويمه ويکټه د کپتان شېر شېرزي وه چې په درېم اور کې په قف وسوځېد. ورپسې راوتي کس هم سمدستي د شېر پسې له سوځېدو وروسته له لوبغالي ووت.

د ميدان وردګ څلورمه ويکټ په ۹م اور کې وسوځېده.. د ۴م او ۸م اور په منځ کې د ميدان وردګو توپ وهونکي ښې ليکي وويشتلې چې د دوی منډې یې ۶۶ ته لوړې کړې.

د ميدان وردګ پنځم لوبغاړی عبيد د کپتان عبدالله مزاري په ويشتنه په منډه په ۹م اور کې وسوځېد. د ميدان وردګ حالات خراب شو. د بلخ تېز توپ اچونکي وځلېدل.

یواځې عبدالله مزاري په ۳۲م اور کې د ميدان وردګ دوه ويکټې واخيستې. په ۳۳م اور کې د ميدان وردګ منډې ۱۲۸ وې او ۸ ويکټې یې غورزېدلې وې.

د بلخ بل ښه توپ اچونکی نور محمد و چې په توپ وهنه کې هم ځلېدلی و. د بلخ درې لوبغاړي نن ستړي شول او يا هم د لوبې له جوګه کېدلو ووتل چې دا دې مانا ورکوي چې لوبغاړي د پنځوسو اورونو او يا هم اوږدو لوبو کولو سره بلد نه دي ځکه په ولايتونو کې ډېری یې شل اوريزه لوبې کوي.

د ميدان وردګ جاويد نوري نهمه ويکټه وه چې له ډېر مقاومت وروسته یې ويکټه په توپ ولګېده او وسوځېد. لسمې ويکټې هم ډېر مقاومت ونه کړ او زر وغورځېدله چې په دې ترتيب د بلخ لوبډلې په ۲۱ منډو وګټله.

د منډو د اوسط شمې روان دی او زر به معلومات وشي چې د A ګروپ دوه مخکښې لوبډلې کومې دي چې نيمه پايلوبې ته د وتلو په موخه به سره په خپل منځ لوبه کوي.

ډاکتر نور محمد وايي: چې د ملي لوبډلې له لوبغاړو یې غوښتي چې په دې سيالۍ کې نورو لوبغاړو ته فرصت ورکړي چې وځلېږي او په خپله ارام وکړي ځکه نړيوالې سيالۍ رارواني دي چې دوی ورته بايد ارام وکړي.

تور ټوکر: د ځوانانو په ملي لوبغالي کې لا تراوسه توپ وهونکو ته مخامخ توره لوحه نشته او د کرکټ بورډ یوه ستر ټوکر زوړند کړی دی. د تورې لوحې موخه دا وي چې توپ وهونکی توپ وويني او لمر يا رڼا یې ترې ورک نه کړي ځکه چې توپ هم سپين رنګ لري.

شمشاد: شمشاد په لږو امکاناتو ستر خدمت کوي. د يادونې ده چې نړيوالې لوبې په ۲۳ کيمرو عکاسي کېږي. شايد په افغانستان کې په ټول تلويزيوني چينل کې دومره کيمرې نه وي. خو پايله یوه ده، دلته هم د کرکټ مينه وال ښکلې لوبه ګوري.

په انګليسي وينا (کامنټري): نن په شمشاد هر څو اوروه وروسته د څو اورونو لپاره په انګليسي هم وينا کېده. کافي پياوړې وينا یا کامنټري ده.