د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوست بغلان په ۲۹ منډو مات کړ

کرکټ څانګه 20.05.2010 13:13

د لوبې شمېرنپاڼه:

لوبډله منډې سوځېدلي اورونه
خوست ۱۳۳ ۱۰ ۲۹،۲
بغلان ۱۰۴ ۱۰ ۲۵

نن د اتصالاتو په ولايتي سيالۍ کې چې افغان کرکټ بورډ یې تنظيموي د بغلان او خوست ترمنځ مقابله کېدونکي ده. لوبه به د شمشاد تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

ننۍ مقابله هغومره دلچسپه نه وه لکه چې تمه یې کېدله او دواړو لوبډلو پنځوس اوره لوبه ونه شوه کړای. خوست او بغلان لوبډلې په دې سيالۍ کې پياوړې شمېرل کېږي.

په ننۍ لوبه کې پچه بغلان وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. خوست په بيټنګ پيل وکړ او په ۲۹ اورونو او دوه پنډوسو یې ۱۳۳ منډې وکړې. بغلانيان خوښ وو چې د ۱۳۴ هدف ورته وټاکل شو. د بغلان توپ اچونکې وځلېدل.

بغلان په لومړي ۱۴ اورونو کې ۵ ويکټې په ۶۱ منډو له لاسه ورکړې او تر ۲۵ اور پورې یې ټول لوبغاړي په ۱۰۴ منډو سوځېدلي وو. د خوست توپ اچونکي هم وځلېدل.

لوبه خوست په ۲۹ منډو وګټله.

په ولايتي سيالۍ کې دا دويمه لوبو ده چې په کې لوبډلې په دې کې پاټې راځي چې ټول پنځوس اورونه ولوبوي. دا ډول لوبه دا ويره پيداکوي چې تر اوسه توپ وهونکي نه دي ځلېدلي. ښه لوبډله هغه ده چې په ځغاستخوا (کريز) خپل توپ وهونکي لږ تر لږه تر پنځوس اورونو پورې ولوبوي.

د افغانستان ملي لوبډلې هم پخوا همدا ستونزه لرله خو کله چې کبيرخان د ملي لوبډلې روزونکی شو نو لومړۍ لارښوونه یې لوبډلې ته دا وه چې بايد پنځوس اورونه توپ وهنه وکړي او له لوبې خوند واخلي.

که د پنځوس اورونو لوبه په دې ډول زر زر پای ته رسي نو د ولايتي سيالي به خوند له لاسه ورکړي. ښه به وي چې پاتې لوبډلې له لوبېدلو څلورو لوبډلو عبرت واخلي او په لوبو کې په ځغاستخواو ځانونه ټينګ کړي.

خوست او بغلان په الف ګروپ کې د پڼجشېر، هلمند، بلخ او وردګ سره دي. د دې ګروپ لومړۍ لوبه پنجشېر له هلمند څخه ګټلې ده. نن به خوست او بغلان هر يو کوښښ کوي چې لوبه وګټي ځکه د بايلاد په صورت کې به بايلونکې لوبډله بېرته خپل ولايت ته د سفر تياری کوي. ګټونکي لوبډله به د پنجشېر سره تر سبا انتظار کوي چې د بلخ او ودرګ د لوبې بريالۍ لوبډله معلومه شي.

په هر ګروپ کې د درې پياوړو لوبډلو څخه د منډو د اوسط په اساس دوه بهتره لوبډلې په خپل منځ کې لوبه کوي چې نيمه پايلوبې ته لار ومومي.

شمشاد تلويزيون ننۍ لوبه هم په ژوندي ډول وښوده او پاتې نورې لوبې به هم په ژوندي ډول ښيي.

د ټول افغان د کرکټ په انګليسي ويبپاڼه هم د دې رپوټ انګليسي بڼه خپره شوې ده. دلته ټک ورکړئ. د افغانستان له کرکټ څخه نړیوال خبر کړئ. انګليسي خبر تاسو کولای شئ په فيس بوک، ټويټر او نور ويبپاڼو خپور کړئ او نړۍ خبره کړئ چې په افغانستان کې کورنی کرکټ روان دی.