د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلکه اوازه: ملا عمر د ISI سره بندي دی

خبري څانګه 20.05.2010 11:46

اوازې دي چې د طالبانو د غورځنګ مشر ملا محمد عمر په کراچۍ کې کابو یوه نيمه مياشت وړاندې د مارچ په ۲۷مه نېټه پاکستاني استخباراتي شبکې ISI نيولی دی.

دا اوازې يو پخواني امريکايي افسر اوليور نارت تاييد کړي دي. اوليور وايي چې په امريکا کې او افغانستان کې ورته سرچينو ويلي دي چې ملا عمر د پاکستان د استخباراتي شبکې په ولکه کې دی. نوموړی وايي چې د می په لومړۍ نېټه چې کله د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په نيويارک کې د بمي بريد له هڅې وروسته پاکستان تورن کړ چې ځينې حکومتي مامورين يې د ملا عمر او اسامه بن لادن ځای پېژني، دی حيران شو ځکه چې ملا عمر هغه وخت د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې و او دا به حيرانونکي وي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره دې پرې خبره نه وي.

اوليور د امريکايي سرچينو له قوله وايي چې دوی ته څو اونۍ وړاندې پاکستاني پوځ خبر ورکړی دی چې ملا عمر یې نيولی او د دوی په ولکه کې دی. اوليور زياتوي چې پاکستان په کراچۍ کې د ملا عمر له نيولو وروسته نوموړي په یو کور کې نظر بند کړی و خو وروسته یې د ISI کوم بند ځای ته وړی دی.

اوليور وايي چې تېره مياشت په کابل کې و چې له دې اوازو خبر شو. نوموړی وايي چې کله یې پوښتنه وکړه چې پاکستان به ولې خپل سړی نيسي؟ ورته وويل شول ځکه چې پاکستان غواړي د سولې خبرې په خپل کنترول کې واخلي او پوهېږي چې ملا عمر تر قيمتي دانه ده چې [په افغانستان کې د نفوذ لپاره] پرې چنه ووهي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه وايي او تګلاره یې دا ده چې تل د خپلو مشرانو د نيولو پخلی نه کوي. موده مخکې د ملا محمد عمر اخوند مرستيال ملا عبدالغني برادر هم د پاکستاني استخباراتو له خوا په کراچۍ کې ونيول شو او دا اونۍ په لاهور کې یوې محکمې هغه غوښتنه هم ونه منله چې ملا برادر دې افغانستان ته نه سپارل کېږي خو طالبان لا اوس هم د نوموړي د نيولو په پاړه چوپ دي.

که د ملا محمد عمر نيونه رښتيا وخېژی نو دا به د طالبانو تر ټولو لوړپوړی چارواکی وي چې په تېرو اتو کلونو کې د دوی د مخالفينو په لاس کې پرېوځي. 

د طالبانو نيونو د افغان حکومت هغه ادعا په زبات وروسوله چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، بلکه د پاکستان کې ډېر دننه په داسې سيمو کې دي چې د حکومت پوره کنترول لاندې دي.

د اوليور ټولې خبرې دلته لوستلای شئ.