د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمشاد تلويزيون د کرکټ په تاريخ کې بل شهکار وکړ. لومړۍ سيمه ييزه لوبه یې په ژوندۍ ډول وښوده

هلال - مومند 19.05.2010 17:13

له کابل څخه خپرېدونکي شمشاد تلويزيون نن یو بل شهکار وکړ. شمشاد لومړی تلويزيون دی چې یوه سيمه ييزه لوبه یې په ژوندۍ په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د کرکټ مينه والو ته په ژوندۍ بڼه وښوده.

د شمشاد تلويزيون چلونکي وايي چې له کلونو راهيسي د هېواد په چوپړ کې دي او همدا لامل شو چې دې خدمت ته ملا وتړي. دا د هېواد په تاريخ کې لومړی ځل دی چې یوه سيمه ييزه لوبه په ژوندۍ بڼه د تلويزيون پر مخ مليونونو افغانانو ته ښودل کېږي.

شمشاد به نورې لوبې هم هره ورځ په ژوندۍ بڼه د کرکټ مينه والو ته وړاندې کوي.

د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکتر ايمل شينواري ټول افغان ته وويل چې دا یوه ښه لاسته راوړنه ده او د کرکټ بورډ د شمشاد په دې خدمت وياړي. شينواری وايي چې نن شمشاد له یوې خيمې څخه خپرونې کولې خو د کرکټ ادارې ته یې لارښونه کړې ده چې سبا ته ورته د لوبغالي په اداره کې یوه مناسبه کوټه وزګاره کړي چې دوی په کې خپل سامان الات پرځای کړي او په ښه توګه خپرونې وکړي.

د ټول افغان کرکټ څانګې  د شمشاد له ښيښې ننۍ لوبه ليدلې ده. په لږو امکاناتو په داسې ډول د لوبې ښودل ستره لاسته راوړنه ده. د پښتو ژبې ستونزه په کې وه چې کابو د کرکټ ټول اصطلاحات د تبصره کونکو له خوا په انګليسي بڼه ويل کېدل. دا ستونزه حل لري او هيله ده چې په راتلونکي کې یې سمونه وشي چې تبصرې لا افغاني رنګ پيدا کړي.

په راتلونکو لوبو کې د امکان په صورت کې بله ښه زياتونه به دا هم وي چې شمشاد ورسره په ښيښه د لوبې حال (منډې، سوزېدلي، اورونه او نوره احصايه) هم وليکي.

د شمشاد تلويزيون د کتلو لپاره لاندې معلومات کارولای شئ:

Watch Shamshad Tv on Satellite
Satellite: AsiaSat 3S
Orbital Slot: 105.5E
Frequency: 4122.600 MHz
  4125.900 MHz
Polarization: Horizontal
Encoding: MPEG-2/DVB
  (free-to-air)
Modulation: QPSK
Symbol rate: 2.444 Msym/sec
FEC: ¾

له شمشاد تلويزيون څخه ځيني انځورونه: