د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تاج ملوک وايي کرکټ بورډ ته یې استعفی وړاندې کړې ده

کرکټ څانګه 19.05.2010 16:52

په پورته انځور کې تاج ملوک کيڼې خوا ته د شمشاد تلويزيون موسس او ښي خوا ته د سلاکار وزير شهزاده مسعود په منځې کې په دوبۍ کې د یوې لمانخنغونډې په مهال.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکی تاج ملوک عالم وايي چې افغان کرکټ بورډ ته یې خپل استعفا وړاندې کړې ده.

تاج ملوک کرکټ بورډ ته په وړاندې کړې استعفی کې د استعفا لامل دا په ګوته کړی دی چې په نړيوال جام کې د افغانستان په ماتو کې د پلټنې غوښتونکی دی.

له کابل څخه په تيلي فوني مرکه کې تاج ملوک ټول افغان ته وويل چې په نړيوال جام کې له ماتو وروسته یې له کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې په نړيوال جام کې د ماتو په اړه تحقيقات وکړي اولاملونه یې ومومي.

تاج ملوک وايي چې د کرکټ په بورډ کې د اصلاحاتو غوښتونکی دی. تاج وايي چې د کرکټ بورډ د نوموړي غوښتنې ونه منلې نو ځکه نور دندې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي.

د کرکټ بورډ اجرايوي مشر مني چې تاج ملوک ورته استعفاليک ورکړی دی او وايي چې تر اوسه د کرکټ بورډ پرېکړه نه ده کړې چې د نوموړي استعفا به ومني او که نه.

تاج ملوک وايي چې په نړيوال جام کې لوبغاړو تر دې ښه لوبه کولای شوه خو لوبغاړي سم نه و غوره شوي چې د نوموړي په وينا ((سازش و او د افغانستان سره جفا وه)).  نوموړی وايي چې لکه څنګه چې پاکستان او هندوستان د خپلو ماتو په اړه پلټنې کوي، افغان کرکټ بورډ یې هم بايد وکړي.

افغان کرکټ بورډ بيا وايي چې دوی یواځې د تاج ملوک نه بلکه د هر افغان د نيوکو او وړانديزونو څېړلو ته تيار دی. ډاکتر شينواری وايي چې چمتو دی د نړيوال جام په اړه چې تاج وړاندیزونه او نيوکي لري څېړنه په کې وکړي.

افغان کرکټ بورډ وايي چې نه یواځې دوی بلکې د کرکټ ټول شنونکي په دې باور دي چې افغانستان په نړيوال جام کې ښه لوبه وکړه او ښه راتلونکي لري.

تاج ملوک نيوکه کوي چې د کرکټ بورډ مامورينو تنخواوې لوړې دي او د کرکټ ټول سپانسرشپ د کرکټ د پرمختګ پرځای د کرکټ بورډ په تنخواګانو مصرفېږي. تاج ملوک نيوکه کوي چې د ((مالي د وزير د مشرۍ ګټه څه ده چې د ماليې وزارت او افغان حکومت څخه یوه روپۍ هم نه شي مصرفولای او ټولې د کرکټ د سپانسرشپ پيسې په تنخواګانو مصرفوي.))

شينواري ټول افغان سره په مرکه کې دا هم وويل چې لوبغاړي او کرکټ بورډ د سپانسرشپ او نړيوال جام کې برخه اخيستنې د پيسو په ویش تفاهم ته رسېدلي دي. نوموړی وايي چې تېره ورځ لوبغاړو د کرکټ بورډ مشر او ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال سره ناسته لرله او پرېکړه وشوه چې هر لوبغاړی به ۵ زره ډالر اخلي او د روزونکو او په خپله د شينواري په شمول به مامورين د پيسو په ويش کې برخه نه اخلي. پاتې پيسې به د کرکټ بورډ د کرکټ په پرمختګ لګوي.

د يادونې وړ ده چې د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ريس احمدزی هم په فيس بوک ليکلي دي چې په کرکټ بورډ کې دنده غواړي او که دنده ورنکړل شي نو امکان لري بېرته لوبه پيل کړي. ټول افغان ته ريس احمدزي وويل چې د لوبو څخه له تقاعده مخکې ورته د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ويلي و چې له تقاعده وروسته به ورته په کرکټ بورډ کې دنده ورکوي. احمدزی زياتوي چې د می په ۲۹ مه یې د کرکټ بورډ استراليا ته د کرکټ د پرمختګ په موخه لېږي.