د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنرال محمد موسي خان د غزني نوي والي وټاکل شو

خبري څانګه 19.05.2010 13:14

پخوانی دپلومات او د افغان جهاد په دور کې قوماندان محمد موسی خان د غزني نوی والي ټاکل شوی دی.

نوموړي د ټاکل کېدو څخه وروسته د غزني له خلکو سره کلکه ژمنه وکړه چې کوښښ به وکړي چه د دوی ټول مشکلات حل کړي.


د يادولو وړ ده چې نوی والي له درې عمده مشکلاتو سره مخ دی: په 2013 کال کې غزني د اسلامي ثقافتي مرکز دی، د 3 کالو په تېرېدو سره يو معمولي کار هم ندی شوی،  او د غزني د فاسدې ادارې اصلاح او د غزني د نا امنه وضعيت په آمنه فضا بدلول.