ناټو منلې چې د کابل په چاودنه کې یې ۶ تنه وژل شوي دي
18.05.2010 21:10
په چاودنه کې زیات افغانان په خپلو موټرو کې شهیدان او ټپیان شوي دي( انځور د الجزیري د ویدیو څخه)
نن په کابل کې ناټو رسنيو ته ویلي چې په نني ځان مرګې چاودنه کې یې شپږ پوځیان له لاسه ورکړي دي.دوی وايې چې پنځه پوځیان د متحده ایالاتو او د یو پوځي تابعیت له څرګندولويې ډډه کړي.
په پلازمېنه کې امنیتي چارواکې وایي چې چاودنه د کیور روغتون سره نږدي د ناټو په کتار شوي، ۱۲ افغانان او پنځه امریکایي او کاناډايې پوځیان پکې وژل شوي او نور ۴۲ افغانان پکې ټپیان شوې دي.
له چاودنې وروسته د ناټو نور پوځیان او افغان امنیتي ځواکونو راورسیدل او سیمې یې کلا بنده کړه
د چاودنې مسؤلیت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په غاړه اخستي او دعوه یې کړي چې په نني برید کې یط تر ۳۰ زیات بهرنیان وژلي او ټپیان کړي دي.
چاودنه د کابل په وخت نن د سهار په اته نیمو بجو د دارالامان په سړک شوې، د دار الامان په سړک سهار او ماښام ډېره ګڼه ګوڼه وي او د دارالامان د سیمو شا او خوا ټول اوسیدونکي په دې سړک راشه درشه کوي.