د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډله په يوه کمپيوټري لوبه کې شامله کړای شوه

کرکټ څانګه 18.05.2010 01:12

د لوبې یوه صحنه چې افغانستان په کې بيټنګ ته ولاړ دی.

د کرکټ د کمپيوټري لوبو يوې مخکښې ويبپاڼې د افغانستان لوبډله هم د نړيوال شل اوريز جام په مناسبت په یوه جوړه شوې لوبه کې شامله کړې ده.

دا ويبپاڼه sticksports.com نومېږي.

نو که چېرته مو په نړيوال جام کې د کوم افغان لوبغاړي لوبه نه وي خوښه شوي نو راځﺉ دا ګز او دا ميدان په خپله یې پرځای په کمپيوټر کې لوبه وکړﺉ اوتاسو یې ښه ولوبوﺉ.

تاسو کولای شﺉ افغانستان اتو غوره لوبډلو او يا نيمه پايلوبې ته وباسﺉ او هلته یې د پاکستان، استراليا، انګلستان، سريلانکا او نورو لوبډلو سره ولوبوﺉ.

بيټنګ ته پام کوﺉ. په ځانګړي ډول لنډکي او ټپکي توپونو ته ډېر پام کوﺉ .

د لوبې د کولو لپاره لته ټک ورکړﺉ.

له لوبې کولو وروسته خپله تجربه دلته له نورو سره شريکه کړﺉ.