د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ ولایتي سیالۍ د اتصالات په مرسته پیل شوې

کرکټ څانګه 17.05.2010 14:39

اتصالات د افغانستان د کرکټ بورډ رسمي سپانسر دی.

د اتصالاتو شرکټ وايي چې نن په کابل کې پيل شوې پنځوس اوریزه ولايتي سيالي دوی سپانسر کړې ده.

دا سيالي به د اتصالاتو د پنځوس اوريزو سياليو نوم ولري چې د جون د میاشتې تر اتمې پورې به دوام ومومي .

د نن ورځې د پرانستې په غونډه کې د کابل له والي ذبیح الله مجددي سربیره د کرکټ د بورډ مرستیال رییس شهزاده مسعود ، د اتصالات د مخابراتی شرکت د عمومی رییس مرستیال یاسر بوالعمایم او یو شمیر نورو چارواکو او د پارلمان غړیو ګډون کړی وو.

کرکټ چې په تیرو څو کلونو کې یې په افغانستان کې په پراخه پیمانه پرمختګ کړی ، د شل اووریزو په نړیوال جام کی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ګډون نړیوال ګوته په غاښ کړل .

د اتصالاتو شرکت وايي چې د کرکټ بورډ او ټول لوبغاړي یې د راتلونکو درې کلونو لپاره سپانسر او تمویل کړي دي .

د ۲۳ ولایتونو تر منځ د کرکټ دغه سیالۍ ددې لپاره تر سره کیږي چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه تکړه لوبغاړي پیدا کړي او په الف لوبډله کی یی شامل کړي تر څو ملي لوبډله په راتلونکي کې ښه او تکړه لوبغاړي ولري .

په کابل کی په کیدونکو دغو سیالیو کې ۲۴ ولايتي لوبډلې برخه اخلي چې ننګرهار، کونړ ، خوست ،لوګر، پکتیا ، کابل ، کندهار، پکتیکا، لغمان ، پنجشیر، وردګ، جوزجان، بغلان، نورستان، هرات ، پروان، بدخشان، اروزګان، زابل، هلمند، پروان او د کاپیسا لوبډلی په کې شاملې دي.

د ملی لوبډلې لوبغاړي هم کولای شي چې د خپلو ولایتونو په لوبډله کې شامل او په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي . نن ورځ لومړۍ لوبه د پنجشیر او هلمند د لوبډلو تر منځ تر سره شوه .

د اتصالات مخابراتی شرکت وايي چې د سيالۍ د پرانيستې په غونډه کې یې افغان کرکټ بورډ ته دوه صفر کیلو متر ۲۰۱۰ ماډل فلاینګ کوچونه هم ډالۍ کړل.

ټول افغان به د هرې ورځې په پای کې د لوبو حال په پښتو او انګليسي پاڼو کې خپروي.