د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنښتر دودیزه کالنۍ مېله اومشاعره ترسره شوه

محمدامین بسمل 17.05.2010 13:32

سږ کال هم دتېرو پنځوکلونوپه څېر دګران افغانستان په لویه پکتیا اودجرمني په بایرن آیالت کې په یوه ورځ د ښکلي او هسک نښتر لمانځنه وشوه دلویې پکتیا په مرکز ګردېز ښـــار کې زرګونو خلکو د نښــــتر په دودیزه کالنۍ مشاعره او مېله کې ګډون وکړ .
د غویي په څلورويشتمه نېټه دلویې پکتيا مرکز ګردېز ښاردنښتر ددودېزې مشاعرې اومېلې له برکته دشعر او ادب د زرګونه مينوالو د راتلو ویاړ درلود .
دجمعې په ورځ ددغه ښار کوڅې اوسړکونه دځوانانو ، تنکيو ماشومانواو لويانو دخوشالي شاهد وو.
په دې مشاعره کې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو شاعرانو،اديبانواو دادب مينه والو ګډون کړی و.
دنښتر له لمانځنې څخه یوه شپه مخکې دغزل شپې په نوم مشاعره وشوه چې دډېرو شاعرانو له خوا پکې ښکلي غزل واورول شول .
له مشاعرې څخه وروسته دلویې پکتيا د ځوان او خوږ ژبي سـندرغاړي بهرام جان له خوا څخه په زړه پورې سندرې واورول شوې، دځوانانو له خوا ملي اتڼونه وشول چې د(غزل شپې ) دمشاعرې خوند ېې يو په دوه کړ .
سباسهار نهه بجې د ښاغلي خوږمن ځاځي په ويندويي دنښتر مشاعرې پرانسته وشوه لمړی د قران کريم څو مبارک ايتونه ولوستل شول ورپسې په ګردېز کې دعلامه رشــاد د ځانګړي ښوونځي د تنکيو زده کوونکو له لوري ملي سرود واورول شو.
بیاداطلاعاتواوکلتو رئیس محمد شفا مشفق له خوا داطلاعاتو اوکلتو وزات پيغام واورول شوورپسې دلویې پکتيا دفرهنګيانو په استازيتوب نيازالله اصيل ځاځي له خوا ميلمنو ته د ښه راغلاست وينا واورول شوه .
له دې څخه وروسته د پکتيا والي ښاغلي جمعه خان همـدرد خبرې وکړې اوخوښي ېې څرګنده کړه چې يو ځل بيا دنښتر مشاعره لمانځي، ده په خپلوخبروکې له شاعرانو څخه په صميمانه ډول غوښتنه وکړه تر څو هغه شعرونه ولولي چې زموږ د وطن د آبادي او خلکو ديوالي سبب وګرزي .
دمشاعرې په جريان کې دګڼو شاعرانوسربېره دروند شخصيت ښاغلي محمد اصف صميم،محمد نبي صلاحي
، نورالحبيب نثار ، زاهد شــاه انګار ،نعمت الله کرياب ، محمد الياس وحدت ، ادريس غروال ، وزير څمکني ، سميع الله تړون ، اجمل ښکلي ، مطيع الله تراب ، غلام جيلاني زرملوال اونورو درنو شخصيتونو ګډون درلود.
دنښتر مشاعره رسماّ د مشر شاعر محمد حسن حسام له لوري ديوغز ل په اورولو سره پيل شوه دمشاعرې په جريان کې د بيلابيلو شاعرانولخوا په زړه پوري شعرونه واورول شول چې اکثرأ هنري شعرونه وو له شعاري شاعري څخه لا دمخه معذرت غوښتل شوی و.
دمشاعرې په لمړۍ برخه کې له جرمني څخه ښاغلي محمد امين بسمل دجرمن مېشتو افغانانوپه استازيتوب د تیليفون په کرښـه ګډونوالو ته دنښـــتر د دوديزې کالنۍمشاعرې دمبارکۍ پيغام واوراوه اوګردېز ښار ته ېې له نورو ولايتونوڅخه د راغلوقدرمنومېلمنو د راتګ له امله مننه وکړه .
همدا راز دمشاعرې په جريان کې د فرهنګ او ادب د څومينه والو له خوانقدي مرسته هم وشوه .
سږکال دنښتردمشاعرې په وياړد پکتيا دشاعرانوګډه شعري ټولګه (ګلابونه) کتاب چاپ او دنښتر مشاعرې په ګډونوالو ووېشل شو، باید زیاته کړو چې ښاغلي محمد نبي صلاحي دقلم ټولنې له خوا سل ټوکه کتابونه ، اود ميدان وردګو داطلاعاتو اوکلتور رئیس محمد شفيق پوپل له خوا دېرش لونګۍ مېلمنو ته ډالۍ شوې
دمشاعرې دغه لړۍ په پوره خوشالي او په ډېره صميمانه فضأ کې سرته ورسېده په اخېر کې یې ټولوميلمنو ته دغرمې ډوډۍ ورکړل شوه له هغه څخه وروسته زموږ ګران مېلمانه دکابل او نورو ولايتونو په لو ر وکوچېدل .
ياده دې وي چې د دې مشاعرې په جوړېدوکې دپکتيا والي ښاغلي جمعه خان همــــــدرد له خوا يولک افغانۍ مرسته هم وشوه .
دنښتر مشاعرې پاتې ټول مالي لګښت درحيم ګردېزي تجارتي شرکت په غاړه اخیستي و.

له لویې پکتیا څخه دساحل منګل رپوټ

له بله پلوه د جرمني په بایرن آیالت کې د نښتردلمانځنې په اړوند  مشاعره دغرمې په یوولسنیموبجود قران پاک دڅومبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې دتخنیکي وسیلې په مرسته دلویې پکتیا دکولتوري ټولنو دجرګې په استازیتوب د ښاغلي ډاکتر عبدالهادي حماس له خوا ثبت شوی پیغام زموږ دغونډې ګډونوالو ته واوراوه بیا ما محمدامین بسمل دنښتر د دودېزې کالنۍ مشاعرې د اړتیا او د نښتر اوسنیو لاس ته راوړنو په اړوند ګډ ونوالو ته خبرې وکړې په دې طرځ کې ملګرو هیله وکړه چې د هغې شخړې کیسه ورته وکړم کومه چې زما او د لویې پکتیا د پخواني والي خدای بخښلي حکیم تڼیوال ترمینځ د نښتر دنوم په سر را پورته شوې وه چې په نتېجه کې زه بریالی شوم څود نښتر نوم پرې ومنم البته زما اوشهید تڼیوال ترمینځ دا یوه نه هېرېدونکې خاطره ده له هغه څخه وروسته زموږ داسې ټینګه ملګرتیا پیل شوه چې هر وخت به یې تیلیفوني اړیکه راسره نیوه دژوندپه ورستیو میاشتو کې یې څو څوځلې په ټینګارسره راته وېل چې دالوتکې ټکټ هم زه درته اخلم خو ته په کال کې یودوه ځلې راځه لمړی خوبه په زرمت کې پخوانۍ دتوتانومېله چې دطالبانوپه مېله هم مشهوره وه له سره راژوندۍ کړوبیابه داد نورو کولتوري مسائیلوغم خوروپه هرصورت بخت یاري ونه کړه تڼیوال صاحب هم په شهادت ورسېد الله پاک دې وبخښي دلته داکیسه لنډوم راځم دنښتر لمانځنې ته .

زما له خبرو څخه وروسته رسمأ زموږ مشاعره پیل شوه چې په سر کې یې له اتریش څخه زموږ مېلمه ښاغلي نسیم بهارخپل خوږ غزل ګډونوالو ته واوراوه له هغه څخه وروسته ښاغلي عبدالمتین بزم، نعیم، او اکبرخان خپل لیکلي شعرونه چې د نښتر په اړوند ووموږ ته واورول ورپسې ښاغلي جمال او زموږ نورو ملګرو د هغو درنو شاعرانو را لېږل شوي ښایسته غزل ولوستل کوم چې له موږ څخه په لرې واټنوکې اوسېږي لکه له کابل څخه د ښاغلي سیدجیلاني جلان رالېږلي دوه په زړه پورې غزل، له پېښور څخه دښاغلي یوسف شاه سپېلني لخوارالېږلي دوه خواږه غزل،له مسکو څخه دښاغلي فاروق فردایوښکلی ازادنظم او همداراز له سویډن څخه د ښاغلي عبدالسلام اندړ ښکلی شعر.

زموږ دنښتر لمانځنې دمازدیګر تر شپږو بجو پورې دوام وکړ له هغه څخه وروسته مو په پردیسو سترګو خپل ګران پردیس ګډونوال او مېلمانه رخصت او خپلو کورونو ته راغلو .

یادونــــــــــــــــــــه :

دنښتر دودیزه کالنۍ مېله او مشاعره د۱۳۸۴ وم لمریز کال دلړم په شلمه نېټه چې د ۲۰۰۵ زېږدیز کال دنومبر له یوولسمې نېټې سره سمون خوري د پکتیا په مرکز ګردېز ښاراودجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښارکې دلمړي ځل لپاره دود او په یوه ورځ ولمانځل شوه چې اوس یې هم د دودله مخې هرکال موږ په ګډه لمانځو، زه محمدامین بسمل دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې او د تاریخي لویې پکتیا دکولتوري ټولنودجرګې په استازیتوب له ټولو هغوقدرمنو،ګډونوالواو مېلمنو څخه د زړه له تلــه مننه کوم کوموچې په پکتیا او بایرن آیالت کې له موږ سره په دې لمانځنوکې برخه اخیستې وه همدارازله ډېرګران اونازک خیال شاعر ښاغلي سیدجیلاني جـلان اوښاغلي ساحل منګل څخه په ځانګړي ډول مننه کوم چې له کابل څخه یې دګڼ شمېرمېلمنو په پالنــه کې ونډه اخیستې وه، دلویې پکتیا له محترم والي ښاغلي جمعه خان همدردڅخه ډېره مننه کوم چې زموږ فرهنګیان یې ونازول له ښاغلي رحیم ګردېزي څخه هم منندوی یم چې دنښــتر دلمانځنې لګښت یې په غاړه اخیستی و .

محمدامین بسمل