د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتصالات سيالي، لومړۍ ورځ: د هلمند او پنجشېر لوبه بلې ورځې ته وځنډول شوه

کرکټ څانګه 17.05.2010 12:52

نن د افغانستان د ولايتونو ترمنځ د کرکټ سيالي چې د اتصالات سيالي بلل شوې ده رسما پيل شوه. لومړۍ لوبه د هلمند او پنجشېر وه خو د سخت باران ورېدو له امله لوبه پوره نه شوه او بلې نېټې ته وځنډول شوه. سبا ته به خوست او بغلان لوبېږي چې په الف ګروپ کې ځای لري.

د شمشاد تلويزيون شمس خليل له لوبغالي خبر راکړ چې پنجشېر پچه وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل خو د باران د پيل کېدو له امله لوبه له پنځوس اورونو څخه ۲۵ اورونو ته راښکته کړل شوه. وروسته لوبه بېخي ودرول شوه او بلې نېټې ته د لوبې د ځنډېدو اعلان وشو.