د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وردګ په بهسودو کې بيا کوچيان څړځايونو ته نه پرېښودل کېږي

خبري څانګه 16.05.2010 16:03

د ميدان وردګ ولايت د بهسودو په ولسوالۍ کې هزاره ګانو بيا په کوچيانو بريدونه کړي دي او نه یې پرېږدي چې خپلو څړځايونو ته ولاړ شي.

څو کاله وړاندې هم کوچيان د ورته بريدونو سره مخامخ شول چې ولسمشر کرزي وروسته کوچيان راضي کړل چې څو کاله په بهسودو کې خپل څاروي ونه څروي. ولسمشر کرزي هغه مهال په دې کار کوچيان خفه کړل خو خپل انډیوال دويم مرستيال کريم خليلي یې خوښ کړ چې دا دی اوس بيا د ولسمشر کرزي د لنډمهاله پرېکړو پايله څرګندېږي.

کوچيان له پخوا راهيسي د بهسودو په ولسوالۍ کې څړځايونه لري چې د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې یو شمېر متعصبه کړۍ نه غواړي کوچيان خپلو سيمو ته ولاړ شي او کوښښ کوي چې په هېواد کې توکميز جنجالونه رامنځ ته کړي.

تر هر چا دمخه د حزب وحدت مشر محمد محقق په دې اړه اند څرګند کړی دی او دړکه يې کړې ده چې په بهسودو کې لانجه به د سولې په جرګه او د ولسي جرګې په ټاکنو منفي اغېزه وکړي.

د کوچيانو د پوښتنې پخوا هم څوک نه و او نه برېښي چې بيا به یې هم څوک پوښتنه وکړي.

د نوي رژيم د راتګ سره په پښتنو ناتار ګډ دی او په قصدي توګه د نړيوالو، ګاونډيانو او افغان حکومت له خوا ټکول کېږي چې د کوچيانو سره - چې پښتانه دي - د ناوړه وضعيت او د دويمې درجې د هېوادوال په توګه چلند یې ښه بېلګه ده.

محقق او کريم خليلي پخوا هم ولسمشر کرزی مجبوره کړی و چې د کوچيانو حقوق ورته ورکړي او داسې برېښي چې ولسمشر کرزی به بيا هم دا کار کوي ځکه چې ولسمشر لا هم د بهرنيو او په ځانګړې توګه د ايران د اغېزې لاندې دی او دا چې پښتانه په هېواد کې کوم د ياد وړ فشار ګروپ نه لري او نه یې څوک د پوښتنې شته نه تمه نه کېږي چې ولسمشر کرزی به پرې ودرېږي.