د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوي څېړنه: ملي اردو توکميزه ده او د لوی درستيز بسم الله خان لرې کول اړين دي

خبري څانګه 16.05.2010 16:43

د کړکېچ نړيوال سازمان (International Crisis Group) په يوه نوې څېړنه کې وايي چې د افغانستان اردو ملي نه بلکه توکميزه ده او د شورای نظار تاجکمه مليشه پرې واکمنه ده چې له کبله به یې دا اردو د بهرني ځواکونو د وتلو په حالت کې بېرته وپاشل شي او د افغانستان په درد به دوا نه شي.

په څېړنه کې د اردو روزونکو له خولې ويل شوي دي چې د لوی درستيز بسم الله خان لرې کول ضروري دي ځکه د نوموړي شتون د ملي اردو یووالي ته خطر دی او په توکميزو لانجو کې ښکېل سړی دی. بسم الله خان د شورای نظار د متعصبې تاجکې مليشې قوماندان دی چې د کورني جګړو په مهال یې د کابل په ورانولو او شپيته زره بې ګناه افغانانو په وژلو کې شريک وو.

د کړکيچ نړيوال سازمان په دې څېړنه کې وايي چې د بهرنيانو د راتګ سره سم د افغانستان د توکميزې اردو د لومړي سلو جنرالانو نوي کسان تاجکان وټاکل شول چې تر اوسه پرې حاکم دي او د افغانستان پر ځای یې اخلاص خپلې مليشيي ډلې ټپلې دی او همدا وجه ده چې د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او لوی درستيز بسم الله خان ترمنځ اړيکي خرابې دي. څېړنه ښيي چې په اردو د تاجک توکم د پوره واکمنۍ له وجې په اردو کې توکميزې ستونزې، په سيمه کې د نورو هېوادونو سره ستونزې او په اردو کې سياست کولو ته وده ورکړې ده.

په څېړنه کې راغلي دي چې د وردګ او بسم الله خان د اختلافاتو له کبله اردو د ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده. څېړنه وايي چې بسم الله خان د شورای نظار ملاتړ لري او د نړيوالې ټولنې او وردګ خبرو ته غوږ نه نیسي. د همدې اختلافاتو له وجې په اردو کې خورا فساد هم خپور دی. څېړنه وايي چې همدې اختلافاتو د اردو افسران مجبور کړي دي چې یوه خوا ونيسي، پښتانه د وردګ او تاجکان د بسم الله ملاتړ کوي.

د پښتنو ملاتړ کول کومه ځانګړې نتيجه ځکه نه لري چې دوه مياشتې وړاندې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال مکرستال ويلي و چې په اردو کې پښتانه ۳٪ دي. په داسې حال کې چې تاجکان او په ځانګړې توګه د نظار د شورا متعصبه مليشه د اردو ۷۰٪ جوړوي.

په څېړنه کې راغلي دي چې د افغانستان اردو په څلورو ډلو ويشل شوې ده. تاجکان د بسم الله، ازبکان د جنرال همايون فوزي، هزاره ګان د جنرال باز محمد جوهري او پښتان د عبدالرحيم وردګ ملاتړ کوي. په څېړنه کې يادونه شوې ده چې په دې اردو کې اختلافات د کمونستانو په وخت کې د خلقيانو او پرچميانو له اختلافاتو ډېر شديد او خطرناک دي.

بسم الله خان منلي دي چې د عبدالرحيم وردګ سره اختلافات لري. د بسم الله خان هلکانو موده مخکې په ارګ د توغندو بريد هم کړی و او په څېرنه کې راغلي دي چې د بسم الله یو افسر جنرال طالب شاه چې پنجشيری دی په ولسمشر کرزي د ترور کولو د هڅې په تور هم نيول شوی دی. نوموړي د هغو طالبانو سره مرسته کړې وه چې کال وړاندې یې د جشن د لمانځلو په مهال په ولسمشر کرزي بريد کړی و او د ولسي جرګې غړی څمکنی په کې شهيد شو. د طالبانو په دې بريد کې د جنرال طالب شاه د ګروپ وسلې کارول شوې وې. طالب شاه تورن دی چې د دولت مخالفينو او اجرامي ډلو ته د اردو وسلې ورکوي. طالب شاه بيا محاکمه شو او په څو کاله زندان محکوم شو.

په څېړنه کې راغلي دي چې د افغانستان په سويلي ولايتونو کندهار، زابل، او هلمند کې د اردو اکثره افسران تاجکان دي او همدا وجه ده هلته په اردو کې خلک برخه نه لري. څېړنه وايي چې په زابل کې ۷۰٪ افسران تاجکان دي.

څېړنه وايي چې بهر ته (امريکا او اروپا ته) په تعليمي برسونو هم ډېری د شورای نظار افسران لېږل کېږي.

یوه نيمه میاشت مخکې د برتانيه د بهرنيو چارو پخواني وزير هم دې ستونزې ته اشاره کړې وه چې په ملي اردو کې د پښتنو برخه کمه ده او ځکه پښتانه ځانونه په رژیم کې شريک نه بولي.

په څېړنه کې د عبدالرحيم وردګ د زوی د فساد هم يادونه شوې ده چې بې له دې چې په تړونونو بولي ووهي ترلاسه کوي یې.

داسې ښکاري چې په اردو کې د شورای نظار غړي د خپلو خلکو په روزولو او مخ ته بيولي لګيا دي خو عبدالرحيم وردګ د خپل زوی په سرمايه دار کولو لګيا دی چې اته کاله وروسته د دې اردو بهرني جوړونکي وايي چې په دې اردو باور نه شي کېدلای.

داسې ښکاري چې بهرني ځواکونه اوس په خپل مداريتوب کې ګېر دي. د افغانستان له نيولو مخکې یې د پښتنو شمېره له ۷۰٪ څخه ۳۸٪ ته ښکته او بيا بېرته کله ۴۲٪ او کله ۴۵٪ او کله ۴۸٪ ته لوړه کړه خو خبر نه و چې په مځکه د پښتنو شمېر نه شي کمولای چې په نتيجه کې یې اوس یوه فاسده مليشه په افغانستان حاکمه کړې ده چې د ولسمشر د ترور له هڅو نيولې د وسلو تر خرڅولو پورې په هيڅ شي ايله نه کوي.

په انګليسي ژبه ټول څېړنه دلته لوستلای شئ.