د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مولوي ابوالفضل صاحب ته يوه یادونه

مومن مهاجر 16.05.2010 10:30

بسم الله الرحمن الرحيم

محترم مولوي محمدمعين الدين ابوالفضل صاحب !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

هيله ده په خپلوديني اودنيوي چاروکي بريالي ياست .

فقد صحّ عن النبي صلى الله عليه وسلم من حديث تميم الداري رضي الله عنه أنه قال : « الدين النصيحة ، الدين النصيحة ، الدين النصيحة قالو لمن يا رسول الله ؟ قال : لله ، ولكتابه ، ولرسوله ولأئمة المسلمين وعامتهم » [ رواه مسلم)
دهمدې پورتني حديث پربناغواړم ستاسودرانه حضورته څوهغه خبرې وړاندي کړم چي له ديني خواخوږۍ اونصيحت سره اړه لري .
زه تل په ويب پاڼوکي ستاسوليکنې ګورم اوتعقيبوم يې سره له دې چي تاسوپراخه مطالعه لرئ اوپه مروجوعلمي فنونوکي هم ښه برلاسي ياست خوفکرکوم دسلفو صالحينوهغه تګلاره مونه ده مراعات کړې چي موږته په تواتررانقل شوې اورارسېدلې ده .
مسلمان بايدترهرڅه وړاندي دتوحيدعقيده خپله کړي،تاسوته معلومه ده چي قرآني اياتونواونبوي احاديثوته په کتلوتوحيددرې برخې لري چي فکرکوم ستاسوپه ليکنو کي ډېري داسي خبرې شته چي دتوحيدځيني اړخونه پکي ترپښولاندي شوي وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي :
من احدث فی امرناهذافهورد. (متفق عليه)
يعني چاچي زموږپه دين کي نوې خبرې پيداکړې هغه رداوغيرمقبولې دي .
تاسودتصوف اوعرفان په نوم يوه لړۍ لرئ چي ډېری بحثونه بلکه ټول تصوف له اسلام سره ټکراوپه بدعت کي داخل دي،تاسوددې پرځای چي مسلمانان نبوي منهج اوسلفو صالحينوتګلارې ته رابولئ غواړئ هغه څه ته وده ورکړئ چي دهندوانو،مسيحيانو، يهودانواوشيعه ګانويوګډمعجون يې بللای شو. په هغوکي دحلوليت، وحدة الشهود، وحــدة الوجوداونورډول ډول شرکي عقائددي چي له اسلام سره په هيڅ ډول توافق نه لري .
پرهمدې بناله تاسوهيله کوم چي لومړی دتوحيدپه اړه دقرآن کريم اياتونه،نبوي احاديث اودسلفوصالحينوتګلاره وګورئ په خپله دامام ابوحنيفه رحمه الله فقه الاکبر، دامام طحاوي رحمه الله عقيدة الطحاويه اودسترمحدث،فقيه اوامام ابن ابی العزالحنفي شرح عقيدة الطحاويه وګورئ بيابه تاسوته څرګنده شي چي تصوف دڅومره خرافاتو،بدعاتو،وهمياتواوان شرکيه رسمونوټولګه ده .
الله جل جلاله موږته امرکړی دی چي ( اطيعوا الله واطيعوا الرسول واولی الامرمنکم فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله ورسوله ) يعني دالله جل جلاله،دهغه درسول اوخپلوحکومتي چارواکواطاعت وکړئ،که موپه يوه شي کي جګړه راغله نوالله جل جلاله اودهغه رسول ته يې ردکړئ .
له دې ايته په ډاګه څرګندېږي چي دپرېکړواواختلافاتووروستنۍ مرجع قرآن کريم او نبوي سنت دي،نه فقه اوديوځانګړي شخص پيروي ځکه په دې سره دالله جل جلاله اود هغه درسول اطاعت پاتېږي زه دانه وايم چي څوک دي فقهې ته توجونه کوي خوداهرو مروورته وايم چي دفقهې هغه مسائل بايدونه مني چي درسول الله صلی الله عليه وسلم له صحيحو،ثابتواوکره احاديثوسره په ټکرکي دي ځکه دسلفوصالحينوتګلاره همداوه چي کله به صحيح حديث ورته ورسېدنودهيچاخبره یې نه منله که څه هم ستاسو په څېرمتبحراوپياوړي علماء بېلګوته اړتيانه لري خوبياهم دموضوع دلاروښانتياپه موخه به يوڅوبېلګي راوړو.
عمرفاروق رضی الله عنه دخپل خلافت پرمهال دحج تمتع اجازه نه ورکوله کله چي دهغه له زوی عبدالله رضی الله عنه څخه خلکوپوښتنه وکړه چي حج تمتع څرنګه دی؟ هغه ورته وويل : سنت دی . خلکوورته وويل : عمرفاروق رضی الله عنه اجازه نه ورکوي . ده ورته وويل : زه دالله جل جلاله درسول خبره کوم اوتاسودعمر. همدارنګه دامت له سترو امامانولکه امام ابوحنيفه،امام مالک،امام شافعي اوامام احمدبن حنبل رحمهم الله څخه په ډېروکتابونوکي نقل شوی چي هغوئ ويلي : که زموږخبره له قرآن اونبوي حديث سره ټکرشي نومه يې منئ په قرآن اونبوي سنت عمل وکړئ .
راځئ! چي دقرآن کريم دحکم،نبوي احاديثواوسلفوصالحينودلارې په تعقيب فقه ديو متبوع فن په حيث ولولو،مسائلې يې له قرآن کريم اونبوي احاديثوسره په مقايسوي ډول مطالعه کړواوبياهغه څه چي له قرآن کريم اونبوي احاديثوسره موافق دي ومنواوکوم څه چي دشريعت له دې دوواصولوقرآن کريم اونبوي احاديثوسره ټکردي هغه ونه منواونوروته هم ووايوچي دامسائلې دمنلووړنه دي .
لله الحمدتاسوخودعصري نړۍ له غوښتنوسره سم انټرنيټ اوکمپيوټرته هم لاس رسی لرئ کولای شئ په عربي ژبه دتوحيد،بدعاتواوجامدتقليدپه اړه دعلماؤهغه نظريات وګورئ چي دقرآن،نبوي احاديثواوسلفوداقوالوپه رڼاکي يې تشرېح کړي دي .
دامي ديومسلمان ورورپه صفت اوديني خواخوږۍ پربناتاسوته يوه لنډه يادونه وه .

په درنښت
ورور مو مومن مهاجر