د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ۱۶ کاله ټيټ لوبډله جوړه شوه

کرکټ څانګه 15.05.2010 22:01

افغانستان د آسيايي شورا د ۱۷ کاله ټيټ د چيلنج کپ اتل هم دی چې د ۲۰۰۸ په نومبر کې ګټلی و.

د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۶ کاله ټيټ لوبدله جوړه کړه. لوبډلې ته ۱۴ کسان غوره شوي دي. د دې لوبډلې د غوره کولو لپاره د مارچ په مياشت کې په جلال اباد کې ازموينې اخيستل شوې وې.

د دې لپاره چې د افغانستان د کرکټ بورډ په راتلونکې کې د نړيوالو ارګانونو سره د ستونزو سره مخ نه شي او لوبډله له سياليو ونه ويستل شي په کابل کې یې په فرانسوي روغتون کې د هر لوبغاړي د هډوکو معاينه (Wrist Joint X-Rays) ترسره کړې ده چې په نتيجه کې یې یو شمېر لوبغاړي چې د معاينې په پايله کې له ۱۶ کالو ډېر ښودل شوي په لوبډله کې نه دي شامل کړي.

ټول افغان ته یو لوبغاړی چې په ۱۶ کاله ټيټ ازموينو کې یې برخه اخيستې وه او لوبډلې ته بريالی شوی و خو د هډوکو د معاينې په نتيجه کې یې عمر ډېر ښودل شوی ګيله کوي چې عمر یې کم دی خو معاينې ډېر ښودلی دی. عزيزالله فضلي چې د ننګرهار ولايت سره تړاو لري وايي چې خپل عمر یې پنځلس نيم کاله دی خو د هډوکو معاينه ښيي چې دی د ۱۸ کالو دی.

د ۱۶ کاله ټيټ لوبډلې د غوره کولو لپاره د مارچ له اوولسمې تر نوولسمې د جلال اباد په ښار کې ازموينه اخيستل شوې وه. د ۱۶ کاله ټيټ لوبډله به په لومړي ځل د روان کال د جولای په میاشت کې د اسیا د کرکټ د شورا یا ACC په چیلنج کپ کې برخه اخلي. که افغانستان په چيلنج کپ کې په دوه غوره لوبډلو کې راشي نو ايليټ کپ ته به یې حيثيت لوړ شي.

د ACC n شپاړس کلنو د چیلنج کپ ۲۰۱۰ کال د جولای په میاشت کې په مالیزیا کې ترسره کیږي. دا لومړی وار دې چې د کرکټ اسیايي شورا د افغانستان شپاړس کلنو ته پدې سیالیو کې د لوبېدو فرصت ورکوي.

د ۱۶ کاله ټيټ لوبډلې لپاره د ازمويني په اړه مخکيني رپوټ:

د شپاړس کلنو د لوبډلې ازموينه په جلال اباد کې اخيستل کېږي