د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا مونږ بېګناه یو؟

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 15.05.2010 12:58

که اوسنیو حالاتو ته ښه وګورو نو څرګنده ده چې نن مونږ په کور دننه او بهر له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان یو.
په پاکستان کې مونږ نیول کېږو، بندی کېږو، وهل ډبول کېږو، او وژل کېږو.
په ایران کې په همدې ډول.
په نورو هېوادو کې دننه او هلته د تګ په لاره کې همداسې.
ان پخپل کور کې د ننه او پخپل هېواد کې هم په بېلابېلو نومونو نیول کېږو وژل کېږو او ډول ډول سپکاوی مو کېږی.
پوښتنه دا ده چې د دې ټولو ستونزو لامل څه ده؟
آیا مونږ بېګناه یو که ګنهګار؟
که ګنهګار یو نو ګناه مو څه ده؟
او په پایله کې ېې د حل لاره څه ده؟
پدې لیکنه کې به هڅه وکړو چې دې ټولو پوښتنو ته ځواب پیدا کړو او نوموړو ستونزو ته د حل لاره په ګوته کړو.
د پښتو مشهور متل ده چې وایی (له یو لاس نه ټک نه خېژی).
لدې امله که مونږ ددې ټولو ستونزو پړه په نورو وراچوو نو ښایی چې لویه بې انصافی به وی.
پدې ټولو ستونزو کې مونږ هم پړه یو.
مونږ هم ګنهګار یو.

زمونږ ګناه څه ده؟
زمونږ تر ټولو لویه ګناه دا ده چې سیاستوالو پسې روان یو. د سیاستوال کړو وړو ته نه ګورو خو د هغوی په غوړو چربو خبرو غولېږو. د هغوی هرې خبرې ته ښه وایو او د هوکړې سر ورته ښوروو.
په ډېرو حالاتو کې خو ېې دومره نازوو چې خبرو ته ېې د الهی کلام او د انسانیت د ستر لارښود له ویناوو څخه هم ډېر درناوی کوو.
همدا زمونږ تر ټولو لویه ګناه ده.
خو له بده مرغه چې زمونږ د ډېرو سیاستوالو په غاړه کې د نورو هېوادونو پړی پروت ده، هغوی د خپلو خلکو له ګټو څخه د خپلو بادارانو ګټو ته ډېر ژمن دی.
د انسانیت ستر لارښود فرمایی ( هغه څوک چې د دنیا د ګټې لپاره له کوم مشر سره بیعت کوی نو د هغه سره الله پاک د قیامت په ورځ خبرې نه کوی، د قهر په نظر ورته ګوری او ځای ېې دوزخ ده).
همدارنګه بل ځای فرمایی چې ( کله چې تاسو د چارو واګې داسې خلکو ته وسپارلې چې وړتیا ېې نلری نو تاسې د قیامت انتظار وباسۍ).
نو ګرانه لوستونکیه: آیا همدا نن په مونږ او تاسو قیامت نده؟
سیاستوالو زمونږ سره څه وکړل؟
سیاستوال صاحب تر هرڅه ړومبی په ولس کې د ورورولۍ روحیه له منځه وېوړه.
ولس ېې په اشرار، کافر، ترهګر او جاسوس ووېشه.
ولس ېې د ژبې، سیمې او توکم په نوم په بېلابېلو ډلو ووېشه.
هوکې: همدې سیاستوال ولس په بېلابېلو هېوادو وپلوره.
آیا همدا نن چې په کور د ننه او بهر زما او ستا ورور وژل کېږی دې سیاستوال پدې اړه پرته له یوې سمبولیکې خواشینۍ څرګنولو بل کوم اغېزمن ګام اخیستی؟
پرون چې په ټولټاکنو کې د هغه واکمنۍ ته ګواښ پېښ شوی وه، څه ېې نه کول؟
څومره منډې ترړې ېې وکړې؟
څومره نارې سورې ېې ووهلې؟
نن چې هره ورځ زما او ستا ولسی وګړی د هېواد په هر ګوټ کې وژل کېږی، زمونږ دې سیاستوال پرې غوږ ګرولی؟
آیا ورورولی همداسې وی چې یواځې د همغې سیمې وګړی پرې غبرګون ښیی او زه او ته ېې ننداره کوو؟
آیا نن چې په څرګنده د رسنیو څخه اعلانېږی چې دومره شمېر شکمن ترهګر ووژل شول، ستا دې سیاستوال دا پوښتنه کړې چې ولې شکمن ووژل شی؟
ولې په شک زما هېواوال وژل کېږی؟
ولې د هغه جرم نه ثبوت کېږی؟
آیا د نړۍ په کوم ګوټ کې داسې قانون شته چې ددې اجازه ورکړی چې په هرچا دې شک راغی نو مړ ېې که؟
آیا جګړه هم کوم قانون لری که نه؟
آیا ته اوس هم پدې کې شک لرې چې ستا دا سیاستوال ته پلورلی ېې؟
آیا ته اوس هم نه پوهېږې چې ستا سیاستوال د واک د ګدۍ او ډالرو په بدل کې ستا سودا کړې ده؟
آیا ستا د سیاستوال دنده د بهرنیو څخه ستا او ستا د هېوادوالو ساتنه ده که په بهرنیانو ستا وژنه؟
وروره د لمر غوندې روښانه خبره ده خو چې اوس هم زه او ته پرې نه پوهېږو نو بیا مو دې خدای (ج) پوه کړی؟

د حل لاره څه ده؟
د حل لاره ډېره روښانه ده.
ډېره آسانه ده.
نه ټوپک ته پکې اړتیا ده او نه کوتک ته.
یواځې یوې غښتلې ارادې ته اړتیا ده.
یواځې یوې نه ته اړتیا ده.
سیاست او سیاستوال ته نه ووایه.
ورته ووایه چې لدې وروسته دې په کلمه هم باور نلرم.
ستا سره هېڅکله په یوه لار نه ځم.
نه ېې وهلو ته اړتیا ده، نه بندی کولو ته او نه جګړې ته.
ورته ووایه چې د الهی کلام نه بل غوره سیاست نشته.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له تګلارې نه بله غوره تګلاره نشته.
څوک چې د اسلام سپېڅلې کلمه وایی مسلمان ده او زما ورور ده.
یواځې افغانستان پېژنم نوره نه سیمه پېژنم نه توکم پېژنم او نه ژبه.
چې افغان ده زما ورور ده.
که د هېواد په هره سیمه کې اوسی زما هېوادوال ده، زما تن او وجود ده.
نوره نه ګوند پېژنم نه سیمه او نه توکم.
د سیاست دا ببولالې دې چېرته بل ځای یوسه.
هغه هېواد ته ېې یوسه چې ترې راوړی دې دی.
ما سره ستا سره د خبرو کولو وخت هم نشته.
یاد لره چې زه او ته ورسره نه یو نو دا سیاستوال زما او ستا غوندې یو عادی وګړی ده چې ښایی څوک ېې په خوله پیاز هم ونه خوری.