د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سلاکار مشوره

محمد نعمان دوست 13.05.2010 13:37


په هره اداره کې د مشاورينو په اړه اورو چې ترټولو لوړ معاشونه اخلي ، خو د کار درک يې نه وي معلوم ، زه دا خبره له ضده نه کوم .

وګورئ !
ولسمشر حامد کرزى په امنيتي ، سياسي ، پوځي ، قومي ، اقتصادي او ... برخو کې پرېمانه مشاورين لري . خو نه امنيت ښه شو ، نه مو سياسي اړيکې ښې شوې ، همدا اوس په دوست هېواد(!) ايران کې د افغانانو اعدام روان دى خو پوښتنه ېي نشته.
دغه راز نه مو اقتصادي حالت ښه شو ، د ارګ د ديوالونو ترسيورى خلک د وچې ډوډۍ لپاره سوال کوي او ..
د مشاورينو په اړه چې له هرچا پوښتنه کوم ، نو همدا وايي : (( والله که يې موږ هم په کار خبر يو. ))
خو پرون چې کله له يوه ملګري سره مخ شوم ، ورته مې ويل : هلکه ستاسو په وزارت کې خو هم په درجنونو مشاورين دي ، څنګه دي کارونه يې ؟
هغه په خندا وويل : موږ ته خو يې په يوه کال کې يوه مشوره راکړه ، خو ډېره ګټوره وه .

حيران شوم ، ما ويل په مشاورينو کې هم داسې څوک شته چې معاش حلالوي ، ترې ومې پوښتل څه مشوره ؟
هغه کيسه شروع کړه :
زموږ رياست کې يو څوک د مشاور په نوم معرفي شو ، هره ورځ به يې نوي درويشى اغوسته اواوږده نيکټايي به يې غاړه کې جمپونه وهل .
چې له معاش نه يې خبر شو ، نو پوه شو چې سړي کې خامخا يو کمال شته ځکه، اداري اصلاحات روان دي اوهغه چاته لوړ معاش ورکول کېږي چې لوړ استعداد ولري .
د مشاور صاحب معاش هم د شعبې د ټولو مامورينو دمعاش له مجموعې څخه لوړ وو.

خو مشاور صاحب موږ ته د پوښتنې وخت نه راکاوه ، يوې شيبې لپاره به راغى او بيا به ووت ، شايد نورو ځايو کې يې هم مشاورت کاوه .

يوه ورځ ، يو مامور د وزارت موټر د کور د انتقال لپاره وغوښت ، د شعبې پرېکړه داشوه چې حکومتي موټر نه به شخصي استفاده نه کېږي .
خو هغه د معين صاحب امر راوړ ، موږ خبره مشاور سره شريکه کړه . مشاور په ډېر جرئت مشوره راکړه چې تاسو په حقه ياست او هيڅوک نشي کولى حکومتي وسايط شخصي کارونو لپاره وکاروي .
خو ، هغه بل جناب د معين صاحب په امر ټينګار کاوه .
ملګرى مې يو دم خندا واخست ، او زه يې راتلونکې کيسې ته په تمه وم .
هغه خبره پسې وغځوله :
مشاور صاحب هماغه شان ، په خپله خبره ټينګار کاوه چې معين صاحب په غوسه راننوت او په لوړ غږ يې وويل : دا مشاور څوک دى ؟
مونږ غلي شو ، مشاور اخوا ديخوا وکتل او يو ناڅاپه يې له مخامخ کړکۍ بيرون خيز کړ ، بيا مو په سترګو و نه ليد .
ملګري مې زياته کړه :
موږ په ټول کال کې مشاور صاحب نه دا زده کړل چې له زوروره تېښته کول هم يوه لاره ده .

محمد نعمان دوست ، کابل
تبصرې ازادې دي ، خو دکلام عفت شرط دى !!!!!!!